داعش خپل جنګیالي له کومه کوي؟

عزیرعازم

#image_title

داعش خوارج د خپلو ناوړه موخو د تر لاسه کولو لپاره په هېڅ شي هم صرفه نه کوي او په دې لار کې هر ناوړه عمل ته لاس اچوي، د دوی مشران او تش په نامه پیروان یو د بل په اړه هېڅ شناخت او اړیکه نه لري، ځکه چې له دې سره یې اصلي څېرې او کړنې رسوا کېږي.

د دوی پر وړاندې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د مبارزې په ډګرونو کې ثابته شوې، چې خپل جنګیالي او اجیران یې له کومو لارو څخه ګومارلي او مجبور کړي دي، دلته یې ځينو هغو لاملونو ته لنډه اشاره کوو، چې داعش خپل جنګیالي ګوماري.

۱:- ماشومان او تنکي ځوانان؛
دا چې جګړې او فزیکي کارونو ته د ماشومانو ګومارل په هیڅ قانون کې روا نه دي، داعش خوارجو ډېر ځله په ځینو سیمو او کلیو د چاپې پر مهال ماشومان او تنکي ځوانان د خپلې کورنۍ، مور او پلار له غېږې په زور جلا کوي او بیا یې د خپلو غلامانو او غنیمت په څېر د کارونو او جګړې لپاره ګوماري.

په عراق کې د راپورونو له مخې ثابته شوه، چې ډېر ځله د داسې ماشومانو مور او پلار د شکایت په صورت کې په مرګ ګواښل شوي او هغوی یې د خپلو اولادونو له راستنولو څخه را ګرځولي دي.

۲:- د پیسو بدل کې تېرل اېستل شوي وګړي؛
داعشیانو د وزګارو او بې وسه ځوانانو او کورنیو څخه هم ناوړه استفاده کړې ده او په تبلیغاتو کې یې هغوی ته د لوړو معاشونو او امکاناتو خبرې کړې دي، مثلا هر سرتېري ته د میاشتې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې تنخوا او نور سهولتونه، چې دلته په ډالر د معاش او امتیاز یادونه خپله د هغوی د اصلي بادارانو څېره رسوا کوي.

۳:- د مبارزې د تقدس په نامه تېرل شوي وګړي؛
خوارج خپلې مبارزې ته د مقدسې مبارزې او دین پالنې په سترګه ګوري، ځکه خو خپلو اجیرو جنګیالیو ته د جنت، معنوي مقام او نورو فضلیتونو دروغجنې ژمنې ورکوي، حال دا چې دا ټولې دروغ دي؛ بلکې د اسلام مبارک دین د تحریف او سپکاوي لپاره د جنګېدونکو ځای له شک پرته چې دوږخ دی.

۴:- برمته شوي اجیران؛
په نورو موضوعاتو یا باج او پیسو نه ورکړه کې له تښتول شوو او زنداني شوو وګړو څخه هم د خپل پور او باج د ورکړې لپاره، هغوی د جګړې او نورو خدمتونو لپاره ګومارل شوي دي، چې بیا هم ماشومان او ځوانان په کې شامل دي، دوی یا په مرګ ګواښل کېږي او یا هم د کورنیو او نورو د خپلوانو د وژلو اخطار ورکول کېږي، نو ځکه باید جګړې ته ورسره لاړ شي.

۵:- په بې ځایه وعدو تېر شوي وګړي؛
خوارج فکر کوي، چې دوی به پر پراخه ځمکو واکمني تر لاسه کړي، حکومت او په اصطلاح خلافت ته به ورسېږي، ځکه خو خپلو اجیرانو ته غوړې وعدې ورکوي چې په هغه صورت کې به بیا دوی د جلال او مقام خاوندان وي؛ دولتي امتیازات او عزت به ولري، حال دا چې دا هیلې یې له خاورو سره خاورې شوې او حتی پر یوه لوېشت ځمکه یې هم حاکمیت د زغم وړ نه دی.

۶:- وېره او وحشت؛
وېره او ډار خپرول د داعش خوارجو اصلي څېره بربنډوي، دوی تېر ته په پام سره خپل هغه جنګیالي چې د جګړې پر مهال یې ماتې خوړلې او له سنګرونو څخه را په شا شوي دي، په خپل لاس د بې ننګۍ په تور وژلي او یا یې مړی ژوندی ورک کړی دی، دوی هم خپلو اجیرانو او هم هغوی ته دا ډول ګواښونه کوي چې د دوی ناوړه څېره یې پېژندل او کرکه ورڅخه کوي.

خلک باید له دې کړنو سره د دین دښمنو خوارجو ناوړه څېره درک کړي او د هغوی د رسوا کولو او پېژندنې په چاره کې د اسلامي امارت سره د همکارۍ له لارې خپل ایماني مسوولیت تر سره کړي.

ابو جلال
Exit mobile version