داعشيانو د بوکوحرام جنګیالیو لسګونه ښځې او ماشومان وژلي

د نایجیریا په بورنو ایالت کې د د داعشي خوارجو د لوېديځې افريقا څانګې او بوکو حرام ترمنځ د نښتو په پايله کې لسګونه ښځي او ماشومان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، داعشیانو د تیرې چهارشنبې په ورځ (۵ جولای) د بورنو ایالت شمال ختیځې باما سیمې ته نږدې د سامبیسا ځنګل په مربوطاتو کې د بوکو حرام پر هغو پټنځایونو عمليات وکړل چې د بوکوحرام ډلې د جنګیالیو کورنۍ (ښځې او ماشومان) پکې پټ وو. دا کسان د نایجیریايي ځواکونو د‌ عملیاتو له ویرې په تېښته وو.

ویل کیږي داعشیانو په سیمه کې موجود ټول ښځې او ماشومان له تفکیک پرته وژلي دي. له سیمې یوه سرچینه وایي: هغوی ټولې ښځې او ماشومان ووژل، حتی واړه ماشومان هم نه دي پاتې شوي. مړي ښايي تر ۵۰ ډېر وي.

داعشي خوارجو په سیمه کې موجود نقلیه وسائط، وسلې او مالونه هم لوټلي دي او کورونه یې سوځولي دي.

هيره دې نه وي چې ورته برید د بوکو حرام ډلې لخوا د تېر ۲۰۲۲ز کال د ډسمبر په 22مه نېټه پر داعشیانو ترسره شو. بوکوحرام غوښتل چې د معلم ابوبکر (منذر) په شمول د خپلو هغو غړو د وژلو غچ واخلي چې داعشیانو وژلي وو؛ په ياد بريد کې بوکوحرام د داعشیانو شاوخوا 33 ښځې او ماشومان ووژل.

د یادونې وړ ده، د داعشي خوارجو لخوا د مزعوم خلافت تر اعلان وروسته بوکوحرام له داعشیانو سره بیعت وکړ خو وروسته یې د داعش له سيمه ییزې څانګې سره د واک پر سر شخړه رامنځته شوه، چې تر ننه روانه ده. په دې شخړو کې هم داعشي خوارجو او هم بوکوحرام له ټولو جنګي اصولو سرغړونې کړې دي. په دې وروستيو کې د بېرته سره یوځای کېدو په هدف دواړو ډلو مذاکرات روان کړي وو، خو وروستۍ خونړۍ نښتې ښيي چې مذاکرات ناکامه شوي او دواړې ډلې پر یو بل د کفر ار ارتداد ټاپو په لګولو سره یو بل وژني.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version