تاریخ جوته کړې چې هر کله د اسلام دښمنان د اسلام د ساتونکیو سپاهیانو له مخامخ مقابلې څخه عاجز شوي؛ نو تل یې د چل او فریب څخه کار اخیستی، د ځینو مسلمانانو له نا پوهۍ او د ځینو نورو له طمعې، مال، شهرت او شهوت سره د میني په څېر د نورو کمزوریو صفتونو څخه په ګټې اخیستني یې د اسلام نوم بد کړی، د اسلام دښمنان په دې کار کې تر ډېره حده بریالي سوي دي.
دا لړۍ اوس هم روانه ده، او اوس هم د اسلام ضد هیوادونه او استخباراتي کړۍ اسلام، په همداسي ناپوهو، کمزوریو او د دوی له خوا پر روزل شویو او دوی ته پر ژمنو مسلمانانو بدناموي.
هغه کړۍ چې د دوی په اشاره رامنځته سوي دي، اسلام د یو خشن، وژنو، وینوتویولو، دوخت له غوښتونو، ټکنالوژۍ، وحشت، دهشت او نورو ادیانو او مذاهبونو د نه منونکي دین په توګه نړۍ ته معرفی کوي، دوی د اسلام په نوم، اسلام ته په انتساب او د اسلام په جامه کې د انسانیت او اسلامیت خلاف کارونه کوي.
دا غربي ډله د اسلام د اصلي روح څخه ناخبره خلک بیا د دوی د استعمار په اشاره اسلام بد ناموونکي کړني د اسلام د اصلي روح هنداره بولي، او کله کله دا تمثیل کوونکي خلک خپله هم نه پوهېږي چې دوی اسلام ته نه، بلکي د اسلام پر ضد کارونه کوي.
دا د انسانیت دښمنانو د دوی لپاره فتوا وي ورکړي او د دوی دغه جنایتونو ته یې نظريې جوړي کړې دي؛ دا ټول د هغو طریقو څخه دي چې زموږ د اسلامي میراث (تراث) کتابونه پرې ډک دي، او داعش دغه کړنې په لوړه کچه مسلکي ډول ترسره کړې دي.
موږ هڅه کوو، چې د دوی ټول بدي کړني په ځانګړې توګه هغه کړنې چې دا تروریستي ډله یې ترسره کوي، چې تر (۳۰) ډولونو جنایتونو پورې رسیږي.
لکه: سوځول، د سر په نیزه کېښودل، په وارخطا ډول مصلوبول، د ژوندیو خلکو بندول، د بندیانو وژل، له لوړ ځایه غورځول، سنګسار، د مړو بدنونو بې حرمتي، غلا، د مالونو بربادي، د سرونو پرې کول، او نور داسې کارونه درته عیان کړو. د دوی دغه کړني نه یوازې چې د اسماني شریعتونو له خوا نه دي منل شوي، بلکي اسلام چې د ورورولۍ، زغم، او ټولنیز همکارۍ دین دی، سخت رد کړی دي.