داسې ښکاري چې د ایران چاودنو کې کارول شوي بریدګر تاجکستاني اتباع دي

تېره چهارشنبه د ایران په کرمان ښار کې دوو پرلپسې چاودنو لږترلږه ۱۰۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپيان کړل. داعشي خوارجو یوه ورځ وروسته د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او د دوو کسانو انځورونه یې نشر کړل، چې د دوی د ادعا له مخې د چاودنو ترسره کوونکي وو.

المرصاد اوس داسې اطلاعات ترلاسه كړي چې يوه تن تاجکستاني چې په آلمان کې اوسېده د داعشيانو د خراسان څانګې او د تاجکستان د استخباراتو تر منځ د رابطې چارې مخته وړلې. تاجكستاني استخباراتو د داعشيانو د خراسان له څانګې څخه د ده په توسط غوښتي چې هغه تاجكستاني اتباع چې له دوی سره دي او په بريدونو کې کارول کېږي، بايد كم ترکمه یې هویت پټ وساتل شي تر څو د تاجکستان پر حکومت فشارونه كم شي. د دې کار په بدل کې يې د زياتو مرستو وعده ورسره کړې وه.

د ایران د کرمان په برید کې چې د بريدګرو كوم تصويرونه نشر شوي د ځينو استخباراتي سرچينو له قوله دا تاجكستاني اتباع دي. کارپوهان هم په دې نظر دي چې د دوی د مخونو او سترګو داسې پټول د همغې غوښتنې په اساس دي چې تاجكستاني استخباراتو د داعش د خراسان له څانګې څخه کړې وه.

تاجکستان، چې د داعشيت د توليد په يوه نوي مرکز بدل شوی د سيمې او نړۍ امنيت او ثبات ته زيات ګواښ ترې متوجه دی، زيات اتباع یې په افغانستان، ایران او نورو هیوادونو کې په ترسره شویو بريدونو کې کارول شوي دي. په امریکا، اروپا، ترکیه او روسیه کې يې ګڼ شمېر اتباع له داعشي پروژې سره په تړاو نيول شوي هم دي.

د يادونې وړ ده چې څو ځله د اسلامي امارت لورپوړو چارواکو هم په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې له لوري په ترسره شویو ټولو بريدونو کې د تاجكستاني اتباعو د کارېدو خبر ورکړی وو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version