خونکار داعش، د ګلونو ښار په وینو ولمباوو

خط اول:

په افغانستان کې دا څو لسیزې جګړه روانه ده، خو په دې جګړه کې سره ښکیل لوري هم د لمر غوندې روښانه دي، هرڅوک خپل مخالف پیژني او په ډیر دقت یوازې خپل پوځي مخالف په نښه کوي،که په بله اصطلاح ووایو افغانان د جګړې په ادابو او قانون پوهیږي، په ملکي اهدافو،تجمعاتو، جرګو، میلمستونونو  او عامه ځایونو هیڅوک بریدونه نه کوي، همدا لامل دی چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان جګړه د عراق له جګړې یو مخ په بیل شکل مخ ته تللې، دلته په مارکیټونو کې موټربمي حملې نه دي شوي، دلته ولسي تجمعات قصدا نه دي په نښه شوي، دلته په جرګو کې چاودنې نه دي شوي له همدې امله خو په افغانستان کې د ملکي وژنو کچه په مراتبو د عراق په نسبت ټیټه ده.

مګر په عراق او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د یو شمیر  خوارجي ډلو له پخوا دا دود و چې په ډیره  بي رحمۍ یي د ملکي وګړو په منځ کې چاودنې کولې، په عراق کې خو د ښاري چاودنو له امله د ملکي وژل شویو شمیر تر یوه میلیون واوښت دغه راز  د پاکستان د قبایلي او نورو سیمو په اړه به مو هم  اوریدلي وي چې یو شمیر خوارجي ډلو د جهاد له سپیڅلي نوم په استفاده په ډیره بي رحمۍ ملکي تجمعات په نښه کړل، په تبلیغي مراکزو کې یي چاودنې وکړې،د لکي مروت د سټډیوم غوندې ورزشي لوبغالي یي په موټربمونو په نښه کړل، او د تیرا او اورکزو ایجنسۍ د پیښو غوندې یي بیا بیا قومي جرګې او میلمستیاوې په ناترسه بریدونو سره  والوزولې.

د خوارجو او دواعشو دغه ډول ظالمانه قتل عام اوس افغانستان ته هم سرایت کړی دی، له هغه مهاله چې د افغانستان په ننګرهار کې داعش بیرغ پورته کړی نو څو ځله دلته  ولسي خلک په سخته بي رحمۍ قصدا په نښه شوي دي، لومړی ځل د ننګرهار په ښار کې څو ځنځیري چاودنې وشوې چې د داعش د هغه مهال یوه ویاند شاهدالله شاهد یي مسؤلیت ومانه او دوهم ځل هم دا نن په جلال اباد کې پیښه شوه چې د ولسي جرګې د یوه وکیل عبید شینواري په میلمستون کې  عام وګړي داسې مهال په نښه شول چې د قرانکریم د ختم په مراسمو بوخت وو.

د ننګرهار ځایي اوسیدونکي وایي چې عبید شنیواری  د شینوارو اوسیدونکی دی چې دداعش په وړاندې منفي فکر لري او هڅه کوي له شینوارو د داعش ټغر ټول کړي، په همدې ګناه د نوموړی په کور کې هغه عام خلک په یوه ځان وژونکي برید سره په نښه شول چې د قرانکریم د ختم مراسمو ته راټول شوي وو.

د جلال اباد د لسګونواوسیدونکو دغه ډول ظالمانه قتل عام  د طالبانو په شمول د ټول افغانانو لخوا په کلک محکوم او تقبیح شوی دی خو یوازې داعشي وحشیان دي چې په فیسبوک او نورو رسنیو کې د ملکی افغانانو په دغه ډول  قتل عامونو ویاړي اودا خپله ستره کارنامه بولي.

په ننګرهار کې دداعش لخوا پیل شوي اولسي قتلونه،وحشتونه، په بمونو د خلکو پورته کول، د ماشومانو څیرل او دغسې شنیع او بشیع اعمال چې انسان څه بلکې د حیوانیت په قاموس کې هم ځای نلري ددې خوارجي وحشي ډلې اصلي څیره راښکاره کوي.

افغان اولس باید د داعشي فتنې په مقابل کې په کلکه مبارزه وکړي تر څو مو خدای مه کړه هیواد د عراق او شام غوندې د داعشي لنډغرو د وحشتونو په قصاب خانه بدله نه شي .

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version