خوارج د نړیوال تروریزم پیوند شوی نهال

رحمت الله فیضان

په ننني عصر کې ظلم او تشدد چې یو انسان یې د بل انسان پر وړاندي جایز ګڼي ترهګري بلل کیږي. د دې کلمې ریښه لاتیني ده او په لومړي ځل سیاسي فرهنګ ته د فرانسویانو له لوري ورداخله شوه.

هغه خونړۍ پیښې چې د 1792 او 1794 کلونو ترمنځ په فرانسه کې رامنځته شوې د فرانسې په تاریخ کې د تور داغ په توګه ثبت شوې او د ترهګرۍ دوره بلل کیږي.

د وخت په تیریدو سره، د “ترهګرۍ بم” اصطلاح را پیدا شوه، او لومړني خلک چې دا اصطلاح یې د خلکو حافظو ته اتقال کړه آلمانیان وو، چې په 1941 کې یې د روټردام ښار بمبار کړ.

د روټردام بمباري یوه ستراتیژیکه بمباري وه، چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني د هوايي ځواک لخوا پر هالنډ ترسره شوه. د دې برید موخه د جرمني پوځیانو ملاتړ او د هالنډ پر وړاندې د هغوی تسلیمول وو.

زموږ هیواد هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چي د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې د نړیوال استکباري تروریزم له ناځوانمردانه یرغلونو څخه په آمان نه دی پاته شوی. له ۱۸۳۹ میلادي کال څخه راپیل د انګریزانو له لومړني تر ورستي یرغله، بیا تر ۲۰۰۱ کاله پوري چې غربي ایتلاف زموږ پر مقدسه خاوره پر نیمه شپه ترهګریز یرغل پیل کړ او پوره شل کاله یې دوام وکړ.

امریکا او د هغوی متحدینو د خپلو ترهګریزو عملیاتو په ترڅ کې ‌آباد کورونه وران کړل، په زرګونو انسانان یې په شهادت ورسول، په ملیونونو افغانان د خپلو هستوګنځیو پرېښودلو ته مجبور شول او یو شمیر نور بیا د دیموکراسي، آزادي، پرمختګ، ولسواکي او په نورو نومونو وغولول شول او د خپل ملت پر وړاندي د وسلو کارولو ته اړ کړل شول.

په افغانستان کې د غربي ترهګرۍ له ماتي وروسته نړیوال طاغوت د خپلو موخو د تحقق لپاره یو شمیر روزل شوي منحرفین، چي د اسلام لباس یې پر تن دی او د جهاد نعره یې اوچته کړې، تر شا پرېښودل. دا منحرفین د نړیوال تروریزم پیوند شوي نهالان (خوارج) دي او د اسلامي ټولني د تزلزل او بي ثباتي په برخه کې ترې کار اخیستل کیږي.

خوارج اوږده مخینه لري خو په لومړي ځل دا ډله د حضرت علي کرم الله وجهه د خلافت په پیل کې او د علي کرم الله وجهه په مقابل کې راپورته شوه؛ علي کرم الله وجهه او ټول هغه کسان یې تکفیر کړل چي له علي کرم الله وجهه سره ملګري وو. دوی د تاریخ په اوږدو کې یوازي د مسلمانانو په مقابل کې دریدلي او ډیري سختي ظالمانه جګړې یې ترسره کړې دي. د دوی ستر هدف په اسلامي ټولنه کې نفاق ته وده ورکول او هرج مرج دی. دا خلک هیڅ انساني و اخلاقي ارزښتونه نه پیژني، دوی د ویجاړولو، تباه کولو او په پای کې د خپل ځان د تباهۍ او نابودۍ قسم خوړلی دی.

دا یو مسلم حقیقت دی چي دا مهال خوارج د نړیوال استکبار د ګټو او د اسلامي امت د تضعیف او کمزوري کولو په موخه ځان‌وژنه کوي. تر څو چې د خوارجو د ډلو ریښې په غوڅ قاطعیت سره له بیخه ونه وځي او هغه شبکې چې د دوی ملاتړ کوي په ډاګه افشا نه شي، د خوارجو له منځه وړل به یو څه ستونزمن وي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version