خوارج د مسلمانانو قاتلین!
محمد داود مهاجر
په دې لیکنه کې غواړم د هغو کسانو لپاره چې د حقایقو په لټه کې دي، د خوارجو یوه لویه او ښکاره نښه روښانه کړم.
د خوارجو له خاصو نښو او نښانو څخه یوه هغه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته اشاره کړې ده: «يَقْتُلُونَ أَهْلَ الْإِسْلَامِ، وَيَدَعُونَ أَهْلَ الْأَوْثَانِ».
ژباړه: کافران پرېږدي او له مسلمانانو سره جنګېږي.[صحيح البخاري/3344].
اوس ګرانو لوستونکو، د هغه وخت د خوارجو حالت له نبوي احاديثو او د اوس عصر داعشي خوارجو له کړنو سره پرتله کړئ!
تله ستاسو په لاس کې او وګورئ چې نن د داعش وسله وال له چا سره جنګېږي، له مسلمانانو سره که له کافرانو سره؟
تاسو وینئ چې داعشي باغیانو د اسلامي خلافت په ښکلي نوم سره څنګه ورځ په مسلمانانو او په ځانګړې توګه پر مجاهدینو راوستې ده
په عراق کې يې د القاعدې له مجاهدينو سره مخالفت وکړ او بيعت يې پرې کړ او ډېر مجاهدين يې شهيدان کړل.
په شام (سوريه) کې يې د هغه هېواد له ټولو مجاهدينو سره مخالفت وکړ او هغوی يې مرتد او مباح الدم وګڼل!
د هغه هېواد ډېری مجاهدين یې د القاعدې له مجاهدينو سره تر دې حده شهیدان کړل چې د جهاد ښکلی نوم يې مسموم کړ او د ځوانانو په زړونو کې يې بدرنګه انځور جوړ کړ.
په ګران افغانستان کې له شل کلن جهاد او وروستۍ مبارزې وروسته د اسلامي امارت مجاهدین په دې وتوانېدل چې غربي شیطانانو او اشغالګرو ته سره له اجیرانو ماتې ورکړي او د «اسلامي شریعت» او «قرآن، سنت» په اساس حکومت جوړ کړي. خو د دې وخت خوارجو هم د هغه په ټپي بدن (چې له هر اړخه د کفارو تر بریدونو او اقتصادي او سیاسي فشارونو لاندې دی) خپل د کینې او کرکې زهر خپاره کړل چې د اسلام د دُښمنانو زړونه ښاد او د مؤمنانو زړونه یې ډېر سخت ټپي کړل!
داعشي خوارجو په عراق، سوریه او افغانستان کې له چا سره جګړه وکړه او کوي یې؟!
د مجاهدينو له وژلو پرته يې نور څه لاسته راوړل؟
اې د خوارجو په ښکلو شعارونو دوکه شویو کسانو! خپل هوش ته راشئ او د شیطان او جهالت له منګولو څخه څان وساتئ! داسې نه چې په دنیا او آخرت کې تاوان وکړئ، په داسې حال کې چې تاسو به فکر کوئ چې تاسو په سمه لار یئ! د خوارجو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث ولولئ.
رسول الله صلى الله عليه وسلم په څومره ښايسته توګه د خوارجو د فتنې څرنګوالى موږ ته روښانه کړى دى، د هيچا لپاره د شک او عذر ځاى نه لري.
وما علینا إلا البلاغ المبین
اللهم فاشهد إنی بلّغتُ