خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې| پنځمه برخه

#image_title

بهـانـد

 

په (٣٥هـ ق) کې د قعدیه ډلې خوارجو خپل فعالیتونه په داسې حال کې پیل کړه، چې د مصر د والي عمرو ابن العاص رضی‌الله‌ عنه تر سخت څار لاندې او بندیزونه یې پرې لګولي وو.

 

عمرو ابن العاص رضی‌الله‌ عنه د امنیت د تأمین په خاطر هم دې کار ته دوام ورکړ او نه یې غوښتل چې څوک د خلیفه او والي پر ضد څه ووایي.

خو خوارجو بیا په بار بار له دار الخلافة غوښتنه کوله او هم یې  خلک هڅول تر څو لومړی د عمرو ابن العاص رضی‌الله‌ عنه او وروسته د عثمان رضی‌الله‌ عنه په ضد پاڅون وکړي، خو عثمان رضی‌الله‌ عنه مخکې تر دې چې خبره پاڅون ته ورسيږي، غوښتنه یې ومنله او د عمرو ابن العاص رضی‌الله‌عنه په ځای یې عبد الله ابن ابي سرح رضی‌الله‌عنه د جنګ او باج امیر او د دینې امورو امیر یې خپله عمرو ابن العاص رضی‌الله‌عنه وټاکل.

 

خو خوراجو تل هڅه کوله چې د عمرو ابن العاص رضی‌الله‌عنه او عبدالله ابن ابي سرح رضی‌الله‌عنه اړېکې خرابې کړي، نو یې د نمامة (شیطانت) حربه په کار واچوله او په دې سره د دواړو امیرانو اړیکې دومره خرابي شوې، چې یو بل ته یې سخت الفاظ وکارول.

 

عثمان رضی‌الله‌عنه چې کله خبر شو، نو یې عمرو ابن العاص رضی‌الله‌عنه ته احوال ولېږل،

چې مدینې منوري ته راشه! ځکه هغه ولایت او مقام کې خیر نشته چې خلک بد درڅخه وړي.

 

عمرو ابن العاص رضی‌الله‌عنه مدینې منورې ته ولاړ او د ولایت ټول کارونه یې عبد الله ابن ابي سرح رضی‌الله‌عنه ته وسپارل شول.

هرماس الافغاني
Exit mobile version