خارجي پدیده او د اولس په وړاندې جګړه

لیکوال: حسیب جمال

له کله نه چې د یرغلونو په قتلګاه (افغانستان) کې متکبرې او شیطان صفته امریکا خپل شکست حتمي وګڼه، نو له خپل شیطاني عادت او پلان سره سم یې یوه داسي پدیده را منځته کړه، چې وکولی شي د مسلمانو له ادرسه د دوی (امریکا) اهداف په نښه، عُقده سړه او دوی ته د ساه اخیستو څو لحظې ور وبښي.

د دې شریرې پدېدې د مطرح کېدو او په سیمه کې د یوه لوی خطر په ډول د څر ګندېدو لپاره یې په خپل ټول توان له تبلیغاتي دستګاوو څخه کار واخیست/اخلي.

هغه وخت چې د ا،ا ځواکونه په ټول هیواد کې د یر غلګرو پر وړاندې په ځپونکو جګړو او تاندریزو عملیاتو بوخت ول، دښمن یې له سختي وارخطایي سره مخ کړی و، چې له دې وار خطاء حالت څخه د راوتو او نجات په موخه دښمن د هیواد په یو شمېر سیمو؛ په ځانګړي ډول ننګرهار، کنړ، جوزجان، زابل او فراه ولایتونو کې د داعش په نوم د ا،ا د مجاهدینو پر وړاندي یو بل جنګي محاذ هم خلاص کړ، چې د یاد خلاص شوي محاذ مخکښي او رهبران یې اول د ډالرو تر ناوې لاندي کښېنول او بیا یې د مجاهدینو او اولس پر وړاندې د جګړې لپاره پلانونه او امکانات ور کړل.

په لومړیو کې داعش دستوري ډلي د خلافت د رنګین شعار څخه په استفاده په یو شمیر محدودو سیمو کې فزیکي حضور تر لاسه کړ، خو دا چې د دوی عقاید، اصول او روش د دې مؤمن هیواد او ټولنې سره په ټکر کې ول، همدا راز جګړه یې یوازي د ا،ا له مجاهدینو سره نه، بلکې له اولس سره هم وه د لوی الله په خاص نصرت، د اولس په ملاتړ او د مجاهدینو د بې ساري ایثار او فداکاریو له برکته په همغه حساس وخت کې داعش پدیده سخته وځپل شوه، په داسي حال کې چې د امریکا هر ډول تبلیغاتي، مالي او ان هوایي ملاتړ ور سره و.

امریکا چې نور دلته خپل نظامي حضور د خپل ځان لپاره د یوه لوی خطر او زیان په ډول درک کړ او په دې وپوهېده، چې د دې جهادپال او مردخېز هیواد له مجاهدینو جګړه نشي ګټلی، نو د قطر په پلازمینه ( دوحه)کې یې خپل شکست او ماتې له ا،ا سره د یوه تړون په نوم لاسلیک او له هیواده یې پښې سپکې کړې.

له هیواده د امریکایي اشغالګرو تر وتلو وروسته، له افغان اولس سره د امریکا د عقدې او دښمنۍ لمبې سړې نه شوې، ځکه خو یې بیا هم خپل له پټ شیطنت او منافقت څخه لاس وانخیست او له نا مستقیمو لارو څخه په استفاده یې د ځپل شوې داعش ډلې له یو شمېر تیت پرکو اتباعو سره اړیکه ټینګه کړه، او دا ځل یې په هیواد کې د راغلی امن د اخلال او د اسلامي نظام د روښانه تصویر د پیکه کولو په موخه په عامه ځایونو، مسجدونو، مدرسو او مکاتبو کې د چاودنو او حملاتو پرګرامونه ور کړل.

داعش د خپلو بزدلانه حملو په لړ کې د ځینو شتمنو هیوادوالو د اختطاف تر څنګ یو شمېر دیني علماء، قومي مخور، د عامو وګړو له ګڼې ګوڼې ډک بازارونه، مساجد او مکتبونه په نښه کړل او د خپلو بادارانو د زړه ګټلو لپاره یې ځیني وحشیانه کړنې تر سره کړې.

خو دا چې دا ځل یې د جګړې رُخ بدل دی، تر ډېره اولسي خلک هدف ګرځوي او پر وړاندې یې د ا،ا،ا ویښ، سر سپارلی او منظم استخباراتي ځواک خورا فعال دی، ځکه خو یې د هر برید عاملین او ور سره تړلي کسان له منځه تللي.

د تېرو دوه میاشتو په اوږدو کې د ا،ا،ا استخباراتي ځواکونو د پلازمېنې کابل په ګډون، په یو شمېر سیمو کې خورا پېچلي او بریالي عملیات تر سره کړه، چې د داعش خوراسان ډلې د مخکښو او جګپوړو کسانو (قاري فاتح، اعجاز امین اهنګر) په شمول یې پکې زیات شمېر مهم غړي له منځه ولاړل.

پر داعش ډلي دا پر له پسې او پرېکنده ګوزارونه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د مشرانو د وژلو تر څنګ یې کشره طبقه د تېښتې او ناهیلۍ په وروستیو حدودو کې قرار لري.

د داعش د خراسان څانګې د مشر شهاب المهاجر وروستی غږیز کلیپ په ډاګه کوې، چې دلته نور دا بد مرغه پدېده وروستۍ ساه اخلي او د خپلې نابودۍ او تیاره انجام په خوفناکه غېږه کې فنا کېدونکې ده.

پای…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version