ترکیه کې ۱۱ کسان د داعشیانو د غړیتوب او مرستې په تړاو نیول شوي

د ترکیې اناضول اژانس وايي پولیسو په ترکیه کې ۱۱ کسان له داعشي خوارجو سره د اړیکو په تړاو نیولي دي.

د خبر له مخې، پولیسو دا اشخاص د استانبول ښار په ۷ بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیولي دي. دې کسانو د داعش غړیتوب درلود او مرسته یې ورسره کوله.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې په ترکیه کې د داعشیانو ګڼ شمېر اشخاص نیول شوي دي. داعشیان له ډیرې مودې راهیسې ترکیه د خپل مالي او تبلیغاتي مرکز په حیث کاروي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version