امریکا او داعش د یوه خره دوه غوږونه

خالد روان — امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې د طالبانو د ماتولو له‌پاره له هرې وسیلې کار واخیست.

زرګونه طالبان یې بندیان کړل، تر ۱۷زور پورې یې شهیدان کړل، همدومره یې ټپیان کړل او دا لړۍ تراوسه روانه ده. په رسنیو کې د طالبانو پر ضد بېلابېلې کنځلې وشوې، د امریکا ملایانو دوی له اسلامه وتلي وبلل او هره نادوده په طالبانو وشوه.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان جنرال ډیویډ پېټریس د عراق لوبه دلته هم تکرار کړه او د اربکیانو په نامه یې سیمه‌ییز خلک مسلح کړل؛ تر څو د طالبانو سره د دوی جگړه په کلیو کې شي او دوی بې غمه په بیسونو کې خوبونه وکړي.

له اربکیانو وروسته په غزني کې د پاڅون‌والو په نامه ډله راپورته شوه، چې د ملي امنیت د پخواني رییس اسدالله خالد په پوره ملاتړ یې د اندړو ولسوالۍ خلک تر پوزې راوستل. د دوی هم یوه میاشت کش و پش و؛ خو وروسته سره په خپلو کې اخته شول او خلک یې په شخصي بدیو کې ککړ کړل.

دلته د امریکا، افغان دولت او ناټو مجهز عسکر هم وو؛ خو د طالبانو پر ضد یې جگړه کې یو گام پرمختگ ونه شو کړی او الحمد لله ټول مات شول.

امریکا او افغان دولت کرار کېنناستل؛ بلکې د داعش په نامه ډله یې راپورته کړه او د ننگرهار په شینوارو کې یې د خلافت اعلان وکړ.دوی هم زموږ ساده گانو ښه راغلاست ووایه. خلافت راډیو جوړه کړه او د امریکا او حکومت پر ځای یې د طالبانو پر ضد د جهاد اعلان وکړ.

د ننگرهار اچین، هسکه مېنه، بټي کوټ، کوټ، چپلیار، پچیراگام او خوږیاڼیو ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر ضد جگړه وکړه؛ خو لله لحمد بیا هم مات شول او ټیټې سترگې له ټولو ولسوالیو ووتل.

دا څو ورځې کېږي په ټولنیزو رسنیو کې هغه انځورونه لربر کېږي، چې د ملي اردو پر ټانگونو د ملي بیرغ ترڅنگ د داعشیانو بیرغ هم اوچت شوی او د جلال اباد ښار په واټونو کې چکرې وهي.

د ننگرهار امنیتي چارواکو ویلي، چې دغه بیرغونه یې په شینوارو کې له داعشي وسله‌والو نیولي وو؛ خو داسې ښکاري چې حکومت له دې لارې غواړي چې د جلال اباد ښاریانو ته وښيي، چې دغه بیرغ به یوه ورځ حتماً درباندې گورو؛ ځکه دوی د داعشیانو پر ضد عملیات نه کوي؛ بلکې دوی حکومت ته لاره پرانېزي، چې هلته پوستې جوړې کړي او هغه سیمې هم د حکومت تر ولکې لاندې راولي.

د ننګرهار په خوږیاڼیو کې داسې سیمې هم شته، چې په تېرو څو کلونو کې امریکا او افغان دولت عسکر یوازې د هوا له لارې ورغلي دي؛ خو د داعشیانو په راتگ سره اوس پکې اربکیان چکرې وهي او پوستې یې پکې جوړې کړي دي.

دغه بیرغونه طالبانو ته د تاوان پر ځای گټه کوي او عامو خلکو ته ښيي، چې دوی زموږ خلک دي او تاسې ملاتړ وکړئ. ان شاء الله یوه ورځ به داعش، امریکا او حکومت د طالبانو په مقابل کې خپله ماتې حتماً مني او په ټول افغانستان به سپین محمدي بیرغ ځړېږي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version