امریکایي جنرال د داعشیانو له کورنیو سره کتلي دي.

امریکایي جنرال، مايکل ګوریلا تېره ورځ، د سوریې په کمپونو کې له هغو کورنیو سره چې له داعش ډلې سره تړاو لري، لیدنه کړې ده.

 

د مرکزي قوماندې مشر د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو سره هم وکتل او د بشري او امنیتي ننګونو په اړه یې خبرې وکړې.

د امریکا مرکزي قومنداني وايي، جنرال مایکل ګوریلا سوریې ته سفر کړی او هلته یې د ال هول او الروج له هغو کمپونو څخه لیدنه کړې، چې پکې لسګونه زره هغه کسان چې له داعش ډلې سره تړاو لري، اوسیږي.

 

د ال هول په کمپ کې شاوخوا 51,000 بنديان اوسیږي، چې زيات يې د داعش ډلې مېرمنې، کونډې او د کورنۍ نور غړي دي.

 

همدارنګه د دې کمپ، زيات کسان سوریایان او عراقیان دي، مګر د 60 نورو هېوادونو شاوخوا 8000 مېرمنې او ماشومان هم پکښې شتون لري، چې د دغه کمپ په یوه برخه کې ژوند کوي. دوی په عمومي ډول، د کمپ د اوسیدونکو په منځ کې د داعش تر ټولو قوي ملاتړي ګڼل کیږي.

 

جنرال کوریلا وویل؛ د کمپونو د اوسېدونکو (چې اکثره يې داعش دي) خپلو اصلي هېوادونو ته د بیرته ستنېدو لپاره زموږ دوامداره هڅې نه یوازې په سیمه کې امنیت او ثبات زیاتوي، بلکې تر ټولو مهم دا بشري ننګونه کموي.

 

متحده ایالات، او د سوریې دیموکراتیک ځواکونه او نړیوال ایتلاف د سوریې په شمال ختیځ کې په کمپونو کې بشري او امنیتي ننګوونو ته د رسېدو په وخت کې د داعش په دوامداره ماتې باندې متمرکز او ژمن دي.

 

د سوریې په شمال ختیځ کې په ال هول او الروج کمپونو کې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو ناوړه شرایط او د پام وړ بشري سختۍ په ګوته کړي. د کمپ د نفوس شاوخوا دوه پر درېیمه برخه ماشومان دي.

 

د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو په مشرۍ ادارې د جون په میاشت کې وویل؛ چې دوی به د هغو زرګونو مشکوکو داعش بهرنیو غړو محاکمه پېل کړي، چې له کلونو راهیسې په زندانونو او کمپونو کې بند پاتې دي.

د کردانو په مشرۍ د SDF ځواکونو د داعش شاوخوا 10,000 نیول شوي جنګیالي په شاوخوا دوه توقیف ځایونو کې ساتلي دي، په شمول د هغو 2,000 بهرنیانو، چې اصلي هېوادونو یې د بیرته ستنېدو څخه انکار کړی دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version