المرصاد له سوداګرو د پیسو تروړلو لپاره د داعشي خوارجو رسمي لارښود ترلاسه کړی

داعشي خوارج خپله ډله په جنګونو کې د ترلاسه کړو مالونو، د خپلو همفکره کسانو د چاندو، اختطاف او له سوداګرو او هټیوالو د پیسو اخیستلو له لارې تمویلوي. المرصاد د داعشي خوارجو د اقتصاد د دیوان داسې سند ترلاسه کړی چې په هغه کې داعشیانو ته لارښوونې شوې چې څنګه له سوداګرو او خلکو پیسې په زور واخلي.

دا مکتوب د ۱۴۳۹هـق کال د پنځمې میاشتې په ۳۰مه نېټه د یمن والي ته د اقتصاد د دیوان له لوري لیکل شوی دی.

په مکتوب کې ویل شوي چې داعشیان باید له سوداګرو او شتمنو خلکو سره تر هغه وروسته د داعش په نوم تماس ونیسي کله چې د مستهدف کس د کور او دفتر په اړه معلومات راټول کړل شي؛ د دې معلوماتو په راټولولو سره به دا آسانه وي چې مستهدف کس د پیسو د نه ورکړې په صورت کې په آسانۍ سره په نښه شي.

په دویمه لارښوونه کې ویل شوي چې له مستهدف کس سره باید د زړو نوکیا ټلفونونو په وسیله په داسې ځای کې تماس ونیول شوي چې ازدحام پکې زیات وي. په دریمه لارښوونه کې ویل شوي چې پیسې به له سوداګره لاس په لاس په داسې ځای کې اخیستل کیږي چې هلته د تعقیب اندېښنه نه وي، د پیسو تر ترلاسه کولو وروسته باید له سوداګر سره نېک چلند وشي.

د مکتوب په نورو لارښوونو کې ویل شوي چې له سوداګره باید پیسې په ډالرو کې واخیستل شي، باید ډېر سپک الفاظ ورته ونه ویل شي او ترلاسه شوې پیسې او نېټه یې باید یوځای ولیکل شي.

په دې رسمي مکتوب کې لارښوونه شوې چې د پیسو اخیستونکی داعشی باید د دوی په اصطلاح د دولت هیبت وساتي، یعني د مال له خاوند سره باید تماس ونه نیسي، خو که انکار یې وکړ نو باید د ډارولو لپاره اړیکه ورسره ونیول شي؛ او که د مال څښتن له امنیتي ادارو سره اړیکه ونیسي نو باید ووژل شي.

د یادونې وړ ده، د داعشي خوارجو لخوا اوس هم په ټولو هغو ځایونو کې له شتمنو خلکو په زور پیسې غوښتل کیږي چې د دوی جنګیالي پکې حضور لري. د دې چارې ښه مثال صومالیا دی، هلته هم سوداګرو څو میاشتې وړاندې د داعشي خوارجو د ګواښونو له امله خپل مارکیټونه تړلي وو. د سوریې په دیرالزور کې اوس هم ځايي داعشیان د نفطو له مشهورو سوداګرو په زور پیسې غواړي او په تېره می میاشت کې یې د یوه سوداګر پر کور د ډالرو ترلاسه کولو لپاره هم برید کړی و.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version