الحمقاء

لیکوال: عابد إحساس
هغه ډله چې سلفو علماؤ په خپلو کتابونو کې ورته د الحمقاء خطاب کړي، الحمقاء بې وقوفانو وایي، دا هغه ډله ده چې عبدالله بن عمر (رضی الله عنهما ) ورته شرار الخلق ویلی، هغه ناکاره ډله چې د لومړي ځل لپاره یی صحابه کرام (رضوان الله تعالی علیهم اجمعین ) تکفیر کړل، هغه وحشي ډله چې په لومړی ځل یې لاسونه د صحابه کرامو (رضوان الله تعالی علیهم اجمعین ) پر وینو سره شول، هغه باطله ډله چې پر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې بدګماني وکړه، هغه باطله ډله چې د سورة یوسف له قرآنیت څخه یې انکار وکړ، هغه باطله ډله چې په لومړي ځل یې د اسلام په مقدس دین کې داسی ناوړه او له حماقت څخه ډک عقاید څرګند کړل چې د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) له راوړي دین سره بالکل مخالف او د سمې لارې څخه منحرف وو، دغه ډله خوارج دي.
خوارج: خوارج داسې یوه ډله ده چې د اسلام په لومړۍ پیړۍ کې را څرګنده شوه او د پیړیو په تیریدلو سره په هر ځای کې را ښکاره شوه دا ډله د اسلام له اصلي مسیر څخه منحرفه شوه او د مسلمانانو په تکفیرولو او وژلو مشهوره شوه.
د دغې ډلې په ګڼو نبوي احادیثو کې تشریح شوې ده او دوی ته نه یوازې داچې ( د دوزخ سپیانو ) خطاب شوی دی بلکې د حیواناتو څخه بدترین هم یاد شوی دي، د نبوي ( صلی الله علیه وسلم ) په مبارکو احادیثو کې ذکر شوې تشریح په یقیني توګه مونږ ته دا په ډاګه کوي چې نني دواعش معاصر خوارج او د اسلام له مبارکې لارې څخه منحرفه ډله ده.
داعش د اسلام او د جهاد خیالي تصور د ځوانانو استخدام او په ټوله نړۍ کې د هغو مسلمانانو د تیر ایستلو لپاره کاروي، چې له چین څخه تر اتلانتا پورې د یوه اسلامي دولت خوبونه ویني چې د دوی ګټې به په کې خوندي وي، د داعشي خوارجو ناسم سیاست او د مسلمه امت ټول اعیان علی التعین تکفیرول او پردې غیر شرعي تکفیر باندې د مسلمانانو او علی الخصوص د مجاهدینو په شهادت رسول د ځانونو لپاره یو ښه لاسته راوړنه بولي، د همدی له امله خوشحاله دي چې سیمه بې ثباته کړي، سوریه عراق او افغانستان ټوټه ټوټه کړي او د امریکایي یرغلګرو منحوس قدمونه په سیمه کې پوځي مداخلې ته را کش کړي او بالاخره ایران او تاجکستان را وپاروي.
په افغانستان باندې د اشغالګر صلیبی ائتفلاف له پیل څخه تر دې چې دوی په مادي لحاظ زیانمن او فزیکي لحاظ مات او په تبلیغاتي ډکر کې تر داسې حال پورې ورسیدل چې نور د دوی راوړو حربو او پرمختللې ټیکنالوژۍ نور کار نه ور کاوه، تر دې وخته پورې په افغانستان کې د نیابتي جګړې او د دغې شریرې ډلې هیڅ څرک نه تر سترګو کیده کله چې غربیان او ائتلافیان یې پردې پوه شول چې نور دوی مات دي، باید د ځان لپاره یوه ځای ناستې ډله پیدا کړي تر څو د دوی پټ او هغه اهداف چې ترلینونه ډالر پرې مصرف شوي ترلاسه کړي.
د امریکا نړیواله څارګره اداره (CIA) تر دې مخکې هم په اسیایي هیوادونو کې خصوصا بیا په افغانستان د داسې جنجالونو جوړولو تجربه لري، اوس بحث دا دی چې آیا د صلیبي ائتلاف پاتې شونی او د موساد شیرخواره کولی شي خپله باطله مفکوره پر نړی او علی الخصوص په ګران هیواد افغانستان حاکمه کړي او که نه؟ راځئ تاریخ ته ور وګرځو ترڅو د حل لاره ووینو…..
آيا افغانستان کې باطلو نظريو او افکارو کار ورکړی؟
دتاریخ له زرین باب څخه
د اسلام له ظهوره ( ۴۸ ) کاله ورسته د نبوي « صلی الله علیه وسلم » د هجرت په ( ۳۵ م) کال ، د اسلام دریم خلیفه حضرت عثمان (رضی الله تعالی عنه) د خلافت په ور ستیو کې اسلامي فاتحان افغانستان ته راغلل، او کابل یې په لومړي ځل فتحه کړ، له هغه وروسته بغاوتونه وشول، څو کاله ورو سته د معاویه ( رضی الله تعالی عنه ) په دوره کې په ورستۍ فتحه کې یو خراساني زلمي ( نافع کابلي ) رحمه الله، د غنیمت په توګه د حضرت عبد الله ابن عمر ( رضی الله تعالی عنهما ) په برخه ورسیده، چې دیرش کاله یې له ابن عمر ( رضی الله عنهما ) سره تیر کړل، او نن چې له حضرت ابن عمر ( رضی الله عنهما ) څخه روایتونه شوي، اکثر وینو چې نافع ( رحمه الله ) رانقل کړي، دغه کابلي تابعي د حدیثو په کتابونو کې د حضرت ابن عمر ( رضی الله تعالی عنهما ) د روایاتو تر ټولو امین او معتمد راوي او ناقل دی.
د امام مالک ( رحمه الله ) مؤطأ، صحیح البخاري، صحیح مسلم، او د حدیثو نورو معتبرو کتابونو کې یې هم ډیر روایتونه تر سترګو کيږي .
په دوهمه هجری پیړۍ کې د امام قتیبة بن سعید البغلاني ( رحمه الله ) په څير شخصیت چې امام بخاري ( رحمه الله ) ترې شاوخوا درې سوه احادیث نقل کړي، پیدا شو، همدا راز د لرغوني خراسان ( اوسني افغانستان ) د بلخ او سیدونکي امام مکي بن ابراهیم البلخي ( رحمه الله ) پیدا شو، چې له امام اعظم ابو حنیفه ( رضی الله تعالی عنه ) امام جریح ( رحمه الله ) او امام مالک ( رضی الله تعالی عنه ) څخه یې احادیث اوریدلي او امام بخاري ( رحمه الله ) په خپل کتاب صحیح البخاي کې له [ ۲۳ ] ثلاثیاتو نه « هغه مبارک حدیثونه چې تر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پورې یوازې درې واسطې په کې وي » [ ۱۳ ] یی له همده امام مکي بن ابراهیم البلخي ( رحمه الله تعالی علیه ) څخه روایت کړي دي، همدا راز امام محمد بن ابان ( رحمه الله ) امام ابو عثمان سعید التالقاني ( رحمه الله ) او امام ضحاک بلخي ( رحمه الله ) په څير محدثین د دوهمې هجري پیړۍ علمي ستوري وو.
په دریمه هجري پیړۍ کې دامام ابوداود السجستاني الهلمندي ( رحمه الله ) او د ده د شاګرد په څېر محدثین، د امام الهمام ابویوسف القاضی ( رحمه الله ) شاګرد او د بلخ قاضي امام ابوحفص ( رحمه الله ) په څير فقهاء تیر شوي، همدا راز د حدیثو او فقهي علومو تر څنګ په دغه پیړۍ کې د نحوې، لغت، او ادب په برخه کې اخفش اوسط په څير استادان د خراسان ( اوسني ګران افغانستان ) په سیمه کې را و ټوکیدل .
په څلورمه سلیزه کې د هلمند او سیدونکي ستر محدث امام ابن حبان البستي ( رحمه الله ) همدا راز په هلمند کي زیږيدلي او دفن شوي محدث او فقیه د صحیح البخاري ، او سنن ابو داود شارح او د حدیثو د علم ماهر امام احمد خطابي ( رحمه الله ) چي د راشد خلیفه امیر المؤمنین عمر بن خطاب ( رضی الله تعالی عنه ) د ورور زید بن خطاب له اولادې څخه و، تیر شوي، همداسې نور بی شميره محدثین فقهاء د دې مقدسې خاورې په برخه شول.
همدا راز د عربي ادب او لغت په برخه کي د هرات په خاوره بدیع الزمان همداني (رحمه الله) قدم کیښود چي له امله یې خراسان ( اوسني ښکلي افغانستان ) د عربي لغت، نحوې، او ادب په زړه پورې ډګر باندې بدل شو، ورسره د قران کریم تفسیر ته هم په خراسان کې پاملرنه زیاته شوه چې له امله یې په پنځمه پیړۍ کې د امام بغوي الشافعي ( رحمه الله ) په څير مفسرین په خراسان کې پیدا شول،.او په شپږمه سلیزه کې د تفسیر کبیر لیکوال امام فخرالدین رازی ( رحمه الله ) پیدا شو.
همدا وخت و چې د تفسیر په برخه کې د فلسفې بوی هم پیدا شو، چې په وړاندې یې د سالمې عقيدې درس ته پاملرنه زیاته شوه، او په اتمه سلیزه کې د نورو علماء کرامو ( رحمهم الله تعالي علیهم اجمعین ) تر څنګ امام ابو حفص [ سراج الدین عمر بن اسحاق الغزنوي ] رحمه الله پر عقیدة الطحاویه باندې شرحه ولیکله او په فقه کې یې [ الشامل فی الفقه ] او نور مقبول کتابونه ولیکل .
په همدې پیړۍ کې د عقیدې، فقهي ، او نورو علومو تر څنګ د نحوي ، معاني، او بیان د علومو د عروج دوره وه ، امام سعد الدین التفتازاني ( رحمه الله ) د همدې دورې عالم و، چې د خراسان ( اوسني د کفارو د مقبرې افغانستان ) د هرات د تفتازان اوسیدونکي و، او په علم البیان، علم المعاني کې د المختصر [ مختصر المعاني ] او مطول په نومونو د اسلامي نړۍ په کچه دوه مشهور تألیفات وکړل، د علم نحوې د مهارت دغه پیر نهمې سلیزي ته واوښت او په نهمه سلیزه کې د خراسان په هرات ښار کې علامه عبدالرحمن جامي ( رحمه الله ) په څير نحوي عالم پیدا شو، چې د علامه ابن حاجب ( رحمه الله ) په کتاب کافیه باندې د فوائد ضیائیه په نامه شرح ولیکله، او تر ننه پورې د دغې سیمې ( افغانستان ، پاکستان ، هندوستان ) په مدارسو کې د شرح ملاجامي په نامه د نحوې د علم د اخیري او تر ټولو نه د ستر کتاب په توګه لوستل کیږي، د ده شاګرد علامه عبدالغفور ( رحمه الله ) بیا د ده په کتاب حاشیه وکړه، چي د شرح عبدالغفور په نامه باندې شهرت لري، او دومره دقیقه ده چې هر عادي مدرس یې درس کولی هم نشي .
په لسمه سلیزه د حدیثو د رجالو او د فقهي او عقیدې لورته یو ځل بیا ځانګړي توجه وشوه، چې په دې سلیزه کې د عقیدې اصلاح کونکي، د فقهې، او عقیدي څیړونکی ماهر او په خپل عصر کې د جرح او تعدیل امام علامه ملا علی القاري الهروي ( رحمه الله ) پیدا شو ، چې د امام اعظم ( رضی الله عنه ) پر فقه اکبر یې شرح وکړه او د ضعیفو او موضوعي احادیثو د پیژندنې ته یې هم ځانګړی کتاب چې اوس محال مشهور په (( الموضوعات الکبری )) ده ولیکو.
له دې سره سره چې د اسلامي نړۍ د واکمنۍ پر سر د شخړو په لړ کې خراسان هم خوندي نه دی پاتې شوی.
خو خراسان ( د شهیدانو کور اوسني افغانستان ) له دې ستونزو سره سره هم د داسې علما ؤ زانګو وه چې د اموی خلافت، او هاشمي تحریک مقابلو، دغزنویانو، سلجوقیانو سیالیو، د چنګیز تاړاک، او د صفوي ایران یرغلونو او سلطې، د خراسان سیمه او جغرافیه هم په خپل خپل وخت تر اغیزې لاندې را وستې ده،خو د حق لارې دعوت او د دین ریښتیني تعلیم له خنډونو او لڼډ مهاله ځنډ سره سره روان او بر لاسی پاتې شوی دی، د فکري او عقیدوي خرافاتو ، همدا راز د ارتداد ، زندیقت او رافضیت ډول ډول تحریکونو دورې، د نورې اسلامي نړۍ په څیر په افغانستان هم ازمویل شوي خو د اصلي اسلامي دعوت او فکري شتون یی هرځل مخه نیولې . [ دلا زیاتو معلوماتو لپاره دې دغه کتابونو ته مراجعه وشي ؛ سیر اعلام النبلاء د علامه ذهبی ( رحمه الله )، افغانستان بعد از اسلام ، علامه حبیبی ، مشاهیر افغانستان، ګل محمد سعید، امیر المؤمنین ملاعمر [ رحمه الله او افغانستان].
پایله:
افغانستان ته د اسلام د مقدس دین د راتګ څخه وروسته دا خاوره د علماؤ، مشائخو، مفسرینو، محدثینو، فقهاؤ، نحویانو، صرفیانو، او د هرفن د ماهرینو زانګو پاتې شوې ده، په اسلامي نړۍ کې د ډول ډول پیښو د راپیښدلو په صورت کې دا خاوره هم په امن کې نه ده پاتې شوې، بلکې هر ډول یرغلونه په دې خاوره تیرشوي چي بیاهم یر غلګر او د هغوی متعهدین په دې نه دي توانیدلي چي له دې خاورې څخه د اسلام د مقدس دین اصلي تعلیم له منځه یوسي، او پر ځای خپل بې بنسټه، فکري، عقیدوي ، خرافات ځای پرځای کړي، د هرې دورې کفارو په کراتو کوښښونو سره سره بیا هم ناکامه او نا مراده تللي، ولله الحمد والمنة.
دا تار یخي شواهد ددې سپېڅلې خاورې د خلکو د اسلام په مقدس دین باندې کلکه عقیده او مجموعاً د توحید د عقیدې څرګندونه کوي، نني حمقاء (تکفیري خوارج) به د خپلو حمقاؤ ( پخوانیو خوارجو) په نقش قدم ضررو درومي خو دوی او د دوی تمویلوونکي به خامخا په خپلو شومو پلانونو کې ناکامه او نامراده ګرځي ان شاءالله تعالیٰ.
وماذالک علی الله بعزیز.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version