افغانستان پرون او نن

مفتي حماس

له ٤٥ کفري هیوادونو سره د افغانستان د ابادۍ په پلمه تړون لاسلیك شو، د ٤٥ کفري هیوادونو جګړه مارانو او قاتلینو ته د سر او ځان د حفاظت لپاره مهرونه ولږول شول،
نه یې وطن اباد کړ، نه یې امن راووست او نه یې جګړي ته د پای ټکۍ کیښود.
بلعکس د بمونو مور استعمال شوه، یو ملیون بي ګناه افغانان حتیٰ زوم او ناوي په لومړي شپه په شهادت ورسول شول، مدارس، مساجد، مکاتب، ودونه، کورونه او عام المنفعه ځایونه بمبار شول.

عزت مو لیلام شو، وطن مو په کنډواله بدل شو، د وطن اقتصاد مو له صفر سره ضرب شو، اکثریت مزدور کاره هیوادوال مو د پردیو هیوادونو کلونه کلونه مسافر شول، ځوانه طبقه څه چي زنانه په نشه یې توکو اخته وو اوجنسې زورني اوج ته رسیدلي وې.
او داسي نور…

خو طا_لب اتلس کاله د سر په کاسه کي اوبه ورکړي، د دوی مهمې ځالي یې له مینځه یوړي او له دوی سره یې له خاورور سره خاوري کړل، نه ورته تسلیم شول
او نه یې ورته زارۍ وکړي،
آخر هم دې خړ پټکې طا.لب ته پر ملا ماته شوه او د ميز تر مخ د تفاهم لپاره ورسره کيناستل چې دا يوه تاريخي ناسته او ماتي وه چې د مسلمانانو په تاريخ کې همدا وياړمنه ورځ ثبت او قید شوه.
د همدې تاريخي ماتي را په ديخوا هيوادوالو مو د امن ساه واخیسته.

#DohaAgreement

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version