د هرې ټولنې د اصلاح یو مهم معیار دا دی چې په هغې کې د ماشومانو، یتیمانو او هغو کسانو حقونه تر کومې کچې خوندي دي چې د کم عمرۍ، اقتصادي کمزورۍ او ټولنیزو شرایطو له امله د نورو مرستو او ملاتړ ته اړ وي. په اسلامي ټولنیز نظام کې د دغو قشرونو د حقونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده؛ په تېره بیا د یتیمانو د مال، میراث او پالنې په چارو کې هېڅ ډول تېری او ناروا تصرف ته اجازه نه ده ورکړل شوې.
۱. د یتیمانو او نابالغو وارثانو د مال ساتنه:
د امیرالمؤمنین د «د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله فرمان» په دویمه ماده، لومړي فقره، درېیمه فقره یې برخه او دویمه فقره کې د مړي له وفات وروسته د صدقې او خیرات او همدارنګه د مړي د کورنۍ له لوري د ترسره کېدونکو مراسمو په اړه تفصیلي احکام بیان شوي دي.
د فرمان د دویمې مادې د لومړي فقرې د درېیمې فقرهيي برخې له مخې، صدقه او خیرات یوازې بالغ او عاقل وارثان کولای شي، هغه هم له خپل مال څخه او په خپله خوښه. د دې موخې لپاره د یتیم یا غیرحاضر وارث له برخې څخه استفاده نه شي کېدای. همدارنګه، په دویمه فقره کې په څرګنده ویل شوي چې د یتیم له مال څخه د مړي په نیت صدقه کول، که څه هم یتیم اجازه ورکړې وي، منع دي؛ او که څوک داسې وکړي، د هغه مال د ضمان مسؤولیت به ور تر غاړې وي.
په فرمان کې دا هم روښانه شوې چې صدقه او خیرات باید په یوه لازمي ټولنیز دود بدل نه شي، نه دې د شهرت، ځانښودنې او سیالۍ وسیله ګرځول کېږي او نه دې هغه څوک ملامتېږي چې صدقه نه کوي. خو د وصیت مسئله ترې جلا ګڼل شوې ده: که مړي وصیت کړی وي، نو د مال له درېیمې برخې څخه یې صدقه کېدای شي، که څه هم په وارثانو کې یتیم یا غیرحاضر وارث موجود وي.
د دې حکم اهمیت په دې کې دی چې په ځینو سیمو کې له مړینې وروسته د ثواب رسولو، خیرات او دودیزو مېلمستیاوو په نوم له ټولې ترکې څخه لګښتونه کېږي؛ په داسې حال کې چې په دغه مال کې د نابالغو ماشومانو او نورو وارثانو حقونه هم شامل وي. فرمان د داسې تصرفاتو شرعي او مالي حدود په څرګنده توګه ټاکلي دي.
۲. د ماشومانو روزنه او ساتنه:
د ماشومانو دیني، اخلاقي، ښوونیزه او جسمي روزنه د والدینو اساسي مسؤولیت دی؛ خو ټولنه او اړوندې ادارې هم د هغوی د ساتنې او هوساینې په برخه کې مسؤولیتونه لري. په دې برخه کې د ماشومانو د وهلو ټکولو، جبري کار، سوالګرۍ ته د اړ ایستلو، انسانتښتونې او نورو استثماري فعالیتونو څخه د ساتنې لپاره اغېزمن قانوني او اداري اقدامات اړین دي.
۳. له جبري ودونو او ټولنیز استثمار څخه ساتنه:
د ماشومانو او کمعمره کسانو د نکاح په مسئله کې د شرعي احکامو، رضایت، مصلحت او نافذه قانوني غوښتنو رعایت اړین دی. همدارنګه، نجونې د کورنیو دښمنیو، مالي معاملاتو او قومي جوړجاړیو د وسیلې ګرځول هم یوه داسې ټولنیزه ستونزه ده چې اصلاح ته اړتیا لري.
د ودونو، نکاح او کورنیو دودونو اصلاح:
د ودونو او نکاح اړوند ټولنیزو دودونو اصلاح د افغانستان له مهمو ټولنیزو ستونزو څخه ده. په ډېرو سیمو کې نکاح او واده د بېځایه لګښتونو، مالي غوښتنو، قیمتي ډالیو او کورنیو سیالیو په وسیله بدل شوي دي؛ چې په پایله کې پر بېوزلو کورنیو اقتصادي بار زیاتېږي او د ځوانانو لپاره نکاح ستونزمنېږي.
په اسلامي لارښوونو کې د ژوند په ټولو چارو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پیروۍ او د سنتو پر پابندۍ ټینګار شوی دی. د همدې اصل له مخې، امیرالمؤمنین د ودونو، مړینو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د دود شوو ناسمو رواجونو د اصلاح لپاره یو تفصیلي فرمان صادر کړی دی.
الله تعالی فرمایي: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ﴾ (الأحزاب: ۲۱)
ژباړه: په حقیقت کې ستاسو لپاره د الله په رسول صلی الله علیه وسلم کې غوره بېلګه ده.
په بل ځای کې فرمایي: ﴿وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا﴾ (الحشر: ۷)
ژباړه: رسول چې څه درکوي، هغه واخلئ او له څه شي څخه مو چې منع کوي، ترې ډډه وکړئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ»
ژباړه: چا چې داسې عمل ترسره کړ چې زموږ د دین له لارښوونو سره سمون نه لري، هغه مردود دی. (مسلم، کتاب الأقضية، حدیث: ۱۷۱۸)
له حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه هم روایت شوی چې فرمایلي یې دي:
«يَا أَيُّهَا النَّاسُ، رُدُّوا الْجَهَالَاتِ إِلَى السُّنَّةِ» (جامع بيان العلم وفضله او سنن البيهقي، کتاب النکاح، ۷/۴۴۲)
ژباړه: ای خلکو! جاهلانه او له سنتو سره مخالفې لارې چارې بېرته د سنتو پر لور راوګرځوئ.
د همدې شرعي اصولو په رڼا کې په فرمان کې د لاندې ټولنیزو چارو د اصلاح لارښوونه شوې ده:
۱. په نکاح کې د ښځې رضایت او د انتخاب حق:
د فرمان په لومړۍ ماده کې، له لومړۍ تر څلورمې فقرهيي برخې پورې، د بالغې نجلۍ د نکاح په مسئله کې د هغې رضایت او نظر ته بنسټیز اهمیت ورکړل شوی دی.
د فرمان له مخې، د نجلۍ ولي، که پلار وي او که ورور، مسؤولیت لري چې د هغې د کوژدې او نکاح په اړه ورسره مشوره وکړي او د هغې مثبت رضایت ترلاسه کړي. هېڅ بالغې نجلۍ ته د هغې له رضایت پرته په زور نکاح ورکول سم نه دي. په داسې حالت کې اغېزمنه نجلۍ کولای شي اړوندو محکمو او ادارو ته شکایت وکړي.
همدارنګه، په پنځمه فقرهيي برخه کې څرګنده شوې چې کونډه یا طلاقه شوې ښځه هم د خپل رضایت پرته دویم واده ته نه شي اړ ایستل کېدای. نه د خاوند کورنۍ او نه د پلار کورنۍ حق لري چې هغه په زور له بل چا سره نکاح کړي.
په فرمان کې په دې برخه کې د امیرالمؤمنین د ۲۷/۴/۱۴۴۳هـ نېټې، د ۸۳، ج ۱ ګڼې د ښځو د حقونو اړوند فرمان پر رعایت هم ټینګار شوی دی.
دا احکام د ښځې د انتخاب د حق، عزت او په ازدواجي ژوند کې د هغې د رضایت د خوندي کولو له پلوه ډېر مهم دي.
۲. د مهر حق او د ناروا مالي غوښتنو منع:
د فرمان په لومړۍ ماده، نهمه فقرهيي برخه کې د حنفي فقهې له مخې د لږ تر لږه مهر اندازه لس درهمه ښودل شوې او د ډېر مهر لپاره کوم ټاکلی حد نه دی ټاکل شوی. ورسره دا وضاحت هم شوی چې که ښځه پر لسو درهمو یا د هغه پر معادل مال رضایت ولري، نکاح کېدای شي؛ خو که رضایت ونه لري، نو ځینو اولیاوو ته اجازه نشته چې د هغې مهر تر مهرِ مثل کم وټاکي.
په همدې فقرهيي برخه کې دا هم څرګنده شوې چې مهر د ښځې خپل شخصي حق دی او خپلوان یې نه شي کولای د هغې له مهر څخه د ځان لپاره کومه اندازه پیسې وغواړي یا یې ترلاسه کړي. په لسمه فقرهيي برخه کې خلکو ته هڅونه شوې چې مهر لږ او اسانه وټاکي او د ډېرو مهرونو د ټاکلو دود پای ته ورسوي. په دې اړه په فرمان کې له حضرت عائشې رضي الله عنها څخه روایت شوی حدیث هم نقل شوی دی: «إِنَّ أَعْظَمَ النِّكَاحِ بَرَكَةً أَيْسَرُهُ مَؤُونَةً» (مسند أحمد، حدیث: ۲۴۵۲۹)
ژباړه: بېشکه تر ټولو ډېر برکتناک نکاح هغه دی چې لګښتونه یې تر ټولو لږ وي.
په یوه بل روایت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوي دي: «تَيَاسَرُوا فِي الصَّدَاقِ، إِنَّ الرَّجُلَ يُعْطِي الْمَرْأَةَ حَتَّى يَبْقَى ذَلِكَ فِي نَفْسِهِ عَلَيْهَا حَسِيكَةً» (مصنف عبدالرزاق، حدیث: ۱۰۳۹۸)
ژباړه: په مهر کې اساني کوئ؛ ځکه کله ناکله یو سړی ښځې ته دومره ډېر مهر ورکوي چې په زړه کې یې د هغې په وړاندې خپګان او کینه پاتې شي.
حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه هم د ښځو په مهرونو کې له مبالغې څخه د منع کولو په اړه فرمایلي دي:
«أَلَا لَا تُغَالُوا صَدُقَةَ النِّسَاءِ، فَإِنَّهَا لَوْ كَانَتْ مَكْرُمَةً فِي الدُّنْيَا، أَوْ تَقْوَى عِنْدَ اللَّهِ، لَكَانَ أَوْلَاكُمْ بِهَا النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ» (النسائي، حدیث: ۳۳۴۹؛ مسند أحمد، حدیث: ۳۴۰)
ژباړه: خبر اوسئ! د ښځو په مهرونو کې مبالغه مه کوئ؛ ځکه که د ډېر مهر ټاکل په دنیا کې د عزت یا د الله تعالی په نزد د تقوا وسیله وای، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به تر ټولو ډېر د دې وړ وای.
د دغو دلایلو په رڼا کې په فرمان کې د مهر پر اسانه ټاکلو او د ښځې د دغه شرعي حق پر ساتنې ټینګار شوی دی.
د همدې مادې په یوولسمه فقرهيي برخه کې د مهر ترڅنګ د ولور، خوړې، بابېړي، طویانې او خوښۍ په نوم د پیسو یا توکو غوښتل ناروا بلل شوي دي. په فرمان کې د فقهاوو د اقوالو په رڼا کې د دغو غوښتنو شرعي حیثیت هم روښانه شوی دی.
د دغو دودونو لنډه پېژندنه په لاندې ډول ده:
• ولور: د مهر ترڅنګ له زوم یا د هغه له کورنۍ څخه د اضافي پیسو یا مال غوښتل.
• خوړه: د واده پر مهال د زوم له لوري د ناوې کورنۍ ته د خوراکي توکو د برابرولو لازمي دود.
• بابېړي: له مهر پرته د اضافي پیسو یا مال غوښتنه.
• طویانه او خوښي: د واده د خوښۍ یا نورو دودیزو نومونو په پلمه د پیسو لازمي غوښتنې.
د دې حکم اساسي موخه دا ده چې نکاح د مالي راکړې ورکړې او ټولنیزې سیالۍ پر ځای یو اسانه شرعي تړون وګرځوي او دواړه کورنۍ له بېځایه مالي فشار څخه خوندي وساتي.
۳. د کوژدې او نکاح ترمنځ شرعي توپیر:
د فرمان په لومړۍ ماده، اتمه فقرهيي برخه کې څرګنده شوې چې یوازې کوژده شرعي نکاح نه ده. تر هغه چې د شرعي ایجاب او قبول له مخې، د شاهدانو په حضور کې د نکاح عقد ترسره شوی نه وي، هلک او نجلۍ یو د بل لپاره پردي دي. د دې حکم موخه د هغې ټولنیزې ناسمې انګېرنې له منځه وړل دي چې له مخې یې ځینې کورنۍ تر کوژدې وروسته هلک او نجلۍ د مېړه او مېرمنې په څېر ګڼي؛ په داسې حال کې چې کوژده یوازې د نکاح ژمنه ده، خپله نکاح نه ده.
۴. د جبري نکاح او د زورزیاتي له لارې د ښځې د مېرمنې ګرځولو منع:
د فرمان په لومړۍ ماده، اوومه فقرهيي برخه کې د یوه مهم ټولنیز ظلم یادونه شوې ده. د دې حکم له مخې، که څوک پر یوې نجلۍ یا ښځې ډزې وکړي، وېښتان یې پرې کړي، چادري پرې واچوي یا په بل جبري ډول هغه خپله مېرمن اعلان کړي، دا عمل غیرشرعي او جرم دی.
په فرمان کې لارښوونه شوې چې دا ډول کسان دې د اسلامي امارت محکمو ته وسپارل شي، څو د خپل جرم په تناسب سزا ورکړل شي. دغه حکم څرګندوي چې د یوې ښځې د وهلو، ګواښلو یا د کوم دودیز رواج له لارې خپله مېرمن اعلانول د شرعي نکاح بدیل کېدای نه شي.
۵. په کوژده، دستمال او له واده مخکېنیو مراسمو کې سادګي:
د فرمان په لومړۍ ماده، دولسمه او دیارلسمه فقرهيي برخه کې له کوژدې وروسته د ترسره کېدونکو بېځایه مراسمو او د ډالیو د غوښتلو د دودونو اصلاح شوې ده.
د فرمان له مخې، له کوژدې وروسته د «پښه خلاصي»، «شیریني خوړلو» او «لوی دستمال» په نوم پرلهپسې مراسم جوړول ناسم دود دی. د لوی دستمال دوه ځله وړل اجازه نه لري، خو یو ځل د محدودو مېلمنو په ګډون د دستمال مراسم ترسره کېدای شي.
په دې مراسمو کې د زوم او ناوې پرته نورو کسانو ته د ډالیو ورکول منع شوي دي. د زوم او ناوې لپاره هم د ډالیو اندازه د هغوی له وس سره سم، تر عادي جامو او د سینګار تر لږو توکو پورې محدوده شوې ده. د موټر، موټرسایکل، کور او نورو قیمتي شیانو د ډالۍ کولو د دود پر پای ته رسولو ټینګار شوی دی. د فرمان په دیارلسمه فقرهيي برخه کې د دستمال مراسم په هوټل کې منع شوي او د دلیل په توګه د قرآن کریم دغه آیت وړاندې شوی دی: ﴿يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ﴾ (الأعراف: ۳۱)
ژباړه: ای د آدم اولادې! د هر لمانځه پر مهال خپله ښکلا او زینت غوره کړئ، خورئ او څښئ، خو اسراف مه کوئ؛ بېشکه الله تعالی اسراف کوونکي نه خوښوي.
همدارنګه، په څوارلسمه فقرهيي برخه کې لارښوونه شوې چې له کوژدې او نکاح وروسته دې د امکان تر بریده ژر د واده مراسم ترسره شي، څو له بېځایه ځنډ او له هغه څخه د راولاړېدونکو ستونزو مخنیوی وشي.
۶. د واده پر مهال د مالي غوښتنو او بېځایه ډالیو دودونه
د فرمان په لومړۍ ماده کې، له پنځلسمې تر شلمې فقرهيي برخې پورې د واده پر مهال د بېلابېلو مالي غوښتنو او ډالیو د دودونو اصلاح شوې ده.
په دې برخه کې له کوژدې وروسته د جامو د جوړو پرلهپسې وړل، د ناوې له لوري زوم ته د جامو د جوړو لېږل، د واده پر مهال د زوم له کورنۍ څخه د خوړو، خوږو، شیرینيخوړلو، جامو او نورو توکو د لګښتونو اخیستل او دې ته ورته دودونه منع شوي دي.
د فرمان له مخې، د ولیمې او واده مراسم باید د زوم د مالي وس او خوښې له مخې، له اسراف او ځانښودنې پرته ترسره شي. د نجلۍ کورنۍ نه شي کولای هغه دې ته اړ کړي چې د واده مراسم په هوټل یا په قیمتي موټرو کې ترسره کړي. همدارنګه، د ناوې د رخصتولو پر مهال د هغې د ماماګانو، ملګرو، کلیوالو یا نورو خدمت کوونکو له لوري د زوم له کورنۍ څخه د پیسو غوښتل منع شوي دي. البته، که څوک په خپله خوښه کوم خدمت کوونکي ته د صدقې په توګه پیسې ورکړي، پروا نه لري.
۷. د واده پر مهال د ډزو، اوږدو کاروانونو او د عامه لارو د بندولو منع:
د فرمان په لومړۍ ماده، یوویشتمه فقرهيي برخه کې د واده او کوژدې پر مهال هوايي ډزې او د امارتي رسمي موټرو کارول منع شوي دي.
همدارنګه، د موټرو او موټرسایکلونو خطرناک تېز تګ، د اوږدو کاروانونو جوړول او هغه نور کارونه منع شوي چې له امله یې عامه لارې بندېږي، خلکو ته ستونزې پیدا کېږي او یا د ځاني زیان خطر رامنځته کېږي.
دا حکم یوازې د واده په مراسمو کې د سادګۍ رامنځته کولو پورې محدود نه دی، بلکې د خلکو د سر او مال، عامه نظم او د عامه لارو له ساتنې سره هم تړاو لري.
۸. د بدل نکاح اصلاح او د ښځو د جلا جلا حقونو ساتنه
د افغانستان په ځینو سیمو کې د بدل نکاح یا موخۍ دود شته. په دې ډول نکاح کې یوه کورنۍ خپله نجلۍ له بلې کورنۍ سره په دې شرط نکاح کوي چې مقابل لوری به هم خپله نجلۍ له لومړۍ کورنۍ سره نکاح کوي.
د فرمان په لومړۍ ماده، څلورویشتمه فقرهيي برخه کې د بدل نکاح منفي پایلو ته په پام سره لارښوونه شوې چې تر ممکنه بریده دې له دې ډول نکاح څخه ډډه وشي.
خو که بدل نکاح ترسره کېږي، د دواړو ښځو لپاره د جلا جلا مهر ټاکل او ادا کول اړین دي. د یوې ښځې نکاح د بلې ښځې د نکاح بدل یا معاوضه نه شي کېدای؛ د دواړو شرعي حقونه خپلواک او جلا حیثیت لري.
د فرمانونو پلي کول او د دولتي ادارو مسؤولیت:
د دې فرمان یوه مهمه ځانګړنه دا هم ده چې یوازې ټولنیز احکام پکې نه دي بیان شوي، بلکې د هغو د پلي کولو لپاره د اړوندو دولتي ادارو مسؤولیتونه هم ټاکل شوي دي.
د څلورمې مادې له مخې، د کورنیو چارو، سرحدونو، قومونو او قبایلو، اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو په ګډون اړوندو ادارو، علماوو، د جوماتونو امامانو، خطیبانو، رسنیو او بانفوذه ملي شخصیتونو ته لارښوونه شوې چې د حکمت، مصلحت او متقابل تفاهم له لارې خلک د فرمان له احکامو خبر کړي او د هغو د پلي کېدو لپاره هڅې وکړي.











































