د مسلمانانو وژل، جګړه ورسره کول او د غیرمسلمانانو پرېښودل
د حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم په صحیح احادیثو کې د خوارجو یوه له څرګندو نښو څخه له مسلمانانو سره د هغوی سخت چلند، جګړه کول او د مسلمانانو وینې تویول دي.
دا ځانګړنه د هغوی د افکارو او اندونو له خطرناکو اړخونو څخه ګڼل کېږي؛ ځکه هغوی به فکري اختلافات او د دین په اړه بېلابېل برداشتونه له مسلمانانو سره په دښمنۍ او تاوتریخوالي بدلول.
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د هغوی په اړه فرمایلي دي: «يَقْتُلُونَ أَهْلَ الْإِسْلَامِ، وَيَدَعُونَ أَهْلَ الْأَوْثَانِ»
هغوی مسلمانان وژني او بتپرستان پرېږدي.
[صحیح البخاري، حدیث: ۷۴۳۲]
دغه حدیث څرګندوي چې د هغوی له بنسټیزو انحرافاتو څخه یو دا و چې مسلمانان یې خپل اصلي دښمنان ګڼل؛ حال دا چې په شریعت کې د مسلمان د ژوند حرمت ډېر ستر مقام لري.
الله تعالی جلجلاله فرمایي: «وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا». «او څوک چې یو مؤمن قصداً ووژني، سزا یې دوزخ دی چې تل به پکې پاتې کېږي؛ الله تعالی جلجلاله پرې غضب کړی، لعنت یې پرې ویلی او ستر عذاب یې ورته چمتو کړی دی.» [النساء: ۹۳]
نن ورځ چې د معاصرې زمانې د دې ډلې تاریخ ته وګورو، څرګندېږي چې دغه فتنهګرې ډلې د خپل ظهور له پیله تر نن ورځې له مسلمانانو سره دښمني کړې او په جګړه ورسره بوخته ده. دوی د اسلامي امت د غوره وګړو د له منځه وړلو په موخه خپل ټول ځواک او امکانات کاروي.
له مسلمانانو سره د دې خوارج ډلې د دښمنۍ څرګنده بېلګه له اسلامي امارت سره جګړه او مخالفت دی؛ داسې یو نظام چې له پیله تر نن ورځې یې دښمنان کفار، یهود، نصارا او د نړۍ ټول طاغوتیان وو او دي. دغه نظام د خپلو مېړانو او قربانیو په مټ د یرغلګرو او فرعونیانو پوزې په خاورو کې ومښلې او د الله تعالی جلجلاله په نصرت او مرستې یې بریا او کامیابي ترلاسه کړه.
خو نن ورځ دغه ډلې د اسلام د پخوانیو دښمنانو غوښتنو ته لبیک ویلی او له همدې اسلامي نظام سره په ټکر کې دي.
لنډه دا چې په دې اړه د شرعي نصوصو ټولګه څرګندوي چې اسلام د فکري او دیني اختلافاتو له امله د مسلمانانو د ژوند د حرمت تر پښو لاندې کول نه مني. ان د سختو اختلافاتو په شرایطو کې هم د انسانانو ژوند او حقوق خپل حرمت لري او یوازې د شخصي برداشت پر بنسټ د مسلمان وینه تویول حلاله نه شي ګڼل کېدای.
له همدې امله، د خوارجو په اړه د احادیثو له مهمو درسونو څخه یو دا دی چې دیني افراطیت، کله چې له تکفیر او تاوتریخوالي سره مل شي، کولای شي اسلامي ټولنه له دننه د اختلاف او وینې تویېدنې په اور کې ښکېل کړي. سمه لار دا ده چې د صالحو سلفو د فهم او پوهې له مخې قرآن عظیمالشان او نبوي سنتو ته رجوع وکړو، عدالت په پام کې ونیسو، د انسانانو د ژوند حرمت وساتو او په پېچلو مسایلو کې له اهل علمو څخه لارښوونه وغواړو.
زموږ مسؤلیت دی چې په دې برخه کې هڅې وکړو او د اسلامي امت ځوانان د دې ګمراهې او بېلارې فرقې له ناسمو افکارو او عقایدو څخه خبر کړو.










































