په پښتونخوا کې پوځي او امنیتي بدلونونه یوازې د پاکستان کورنۍ مسئله نه شو ګڼلای؛ ځکه د دې سیمې په امنیتي وضعیت کې هر ډول بدلون، له افغانستان سره د ګاونډیتوب او له سیمهییزو لارو سره د تړاو له امله، پر افغانستان، منځنۍ اسیا او ټوله سیمه پراخې اغېزې لرلای شي.
په همدې ترڅ کې، د دې سیمې ټول خلک اندېښمن دي چې هسې نه په پښتونخوا کې د پوځي وضعیت شدت موندل، د ترهګرۍ د له منځه وړلو او امنیت د ټینګښت تر نامه لاندې، د لا خطرناکو بدلونونو لپاره زمینه برابره کړي؛ لکه د فتنهګرې داعش ډلې او نورو ورته ډلو لپاره د پټنځایونو، د کسانو د جذبولو مرکزونو او روزنیزو شبکو د جوړېدو احتمال.
دا اندېښنې د پاکستان د امنیتي ادارو پر وړاندې جدي پوښتنې راپورته کوي: ایا اوسنۍ پوځي تګلارې په رښتیا د ټولو ترهګرو ډلو د کمزوري کېدو لامل کېږي؟ ایا په اړوندو سیمو کې د داعش د شبکو د احتمالي فعالیتونو په اړه شفافې او خپلواکې څېړنې شوې دي؟ او تر ټولو مهمه دا چې کوم تضمین شته چې د دې شوم پلان له امله به د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ نه شي؟
له همدې امله، د پاکستان اجیر حکومت غواړي له دې پلمې څخه په ګټې اخیستنې د داعش روزنیز مرکزونه رامنځته کړي، څو افغانستان او منځنۍ اسیا ناامنه کړي. پښتونخوا او د پاکستان قبایلي سیمې د خپل جغرافیایي موقعیت، ټولنیز جوړښت او له افغانستان سره د نږدېوالي له امله، په تېرو څو لسیزو کې له پېچلو امنیتي بدلونونو سره مخ شوې دي.
د دې سیمې ځانګړی موقعیت داسې دی چې د جنګیالیو هر ډول لېږد، د وسلو انتقال او د ملاتړ کوونکو شبکو جوړول کولای شي د ډیورنډ کرښې پر دواړو غاړو او په ټوله سیمه کې پر امنیت اغېز وکړي. په داسې شرایطو کې، د پوځي حالت اعلان او د پراخو عملیاتو ترسره کول باید له شفافیت، حسابورکونې او د ارزونې وړ پایلو سره مل وي. یوازې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو اعلان د هغوی د شومو موخو د پټولو لپاره بسنه نه کوي.
له بلې خوا، فتنهګره داعش ډله له هغو ډلو څخه ده چې د پاکستان پوځي رژیم له څو کلونو راهیسې یې ملاتړ او روزنه پر غاړه اخیستې ده. دغه حکومت غواړي د دې ډلې په وسیله خپل بېلابېل پلانونه او موخې پلي کړي. کلونه کېږي چې دغه ډله په افغانستان کې د سترو اسلامي علماوو د له منځه وړلو او د هېواد د ناامنه کولو هڅې کوي. د ملګرو ملتونو په راپورونو کې هم د دې ډلې د کسانو د جذبولو، د افراطي تبلیغاتو د خپرولو او د بریدونو د پلانولو د وړتیا په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د داعش د خطر احساس د سیمې ټول هېوادونه کوي؛ خو اوس د پاکستان فاسد حکومت غواړي له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې د دې ډلې اډې او روزنیز مرکزونه خیبر پښتونخوا ته ولېږدوي. له همدې امله، که د پښتونخوا په هره سیمه کې د داعش د کسانو د جذبولو یا روزنې مرکزونه فعال وي، نو دا موضوع یوازې د پاکستان کورنۍ مسئله نه شي ګڼل کېدای. دا ډول وضعیت کولای شي د افغانستان او نورو هېوادونو امنیت هم له جدي ګواښ سره مخ کړي.
بله مهمه خبره چې باید ورته پام وشي، دا ده چې د امنیتي تګلارو د ارزونې یو له مهمو معیارونو څخه د هغو عملي پایلې دي. که د پوځي حالت موخه د ترهګرو ډلو له منځه وړل وي، نو باید داسې روښانه شواهد وړاندې شي چې د دغو ډلو د وړتیاوو کمېدل، د ملاتړ کوونکو شبکو له منځه تلل او د خلکو د امنیت ښه کېدل ثابت کړي.
په لنډه توګه، د پښتونخوا امنیتي وضعیت له افغانستان او ټولې سیمې سره د مستقیم تړاو له امله، دقیقې څارنې او خپلواکې ارزونې ته اړتیا لري. په دې سیمه کې د داعش د شبکو د احتمالي فعالیتونو په اړه ورکړل شوي خبرداري باید جدي ونیول شي. په ځانګړې توګه، د دې خاورې خلک باید په دې اړه هوښیار واوسي، یو ځل بیا د دغه رژیم په لومه کې ونه لوېږي او د هغه د موخو قرباني نه شي.
له دې حقیقت څخه سترګې نه شو پټولای چې د داعش لپاره هر ډول خوندي پټنځای یا روزنیز مرکز، که هر چېرې وي او هر څوک یې تر شا وي، د سیمې د خلکو امنیت ګواښي.









































