درېیمه شبهه: د دوحې تړون او له کافرانو سره د مرستې تور
ایا د امریکا سره په تړون کې د اسلامي امارت دا ژمنه چې القاعده او نورې جهادي ډلې به د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې له وسلهوالو عملیاتو راګرځوي، د مسلمانانو پر ضد له کافرانو سره د مرستې، له مسلمانانو څخه د براء (بېزارۍ) او له کافرانو سره د دوستۍ(ولاء) په معنا ده؟ همدارنګه، ایا د داعش پر وړاندې جګړه کې له امریکا او نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د همکارۍ تور رښتیا دی، او ایا پر دې بنسټ د اسلامي امارت تکفیر کیدای شي؟
داعشي خوارج د دغو تورونو پر بنسټ ادعا کوي چې اسلامي امارت داسې کړنې ترسره کړې دي چې له اسلامه د وتلو لامل ګرځي. د دې شبهې د پوهېدو لپاره لومړی اړینه ده چې هغه تاریخي شالید په پام کې ونیول شي چې له امریکا سره خبرو اترو او تړون ته یې لاره هواره کړه.
په نیویارک او واشنګټن کې د القاعدې له بریدونو وروسته افغانستان له یوه ستر ازمېښت سره مخ شو. د لومړي اسلامي امارت حکومت ړنګ کړای شو، مشران یې شهیدان یا ونیول شول، ځوانان او ښځې له بند او شکنجو سره مخ شول، عزتونه تر پښو لاندې شول او سپینږیري او ماشومان هم له وژنو او وینې تویېدو خوندي پاتې نه شول. هېواد اشغال شو، شتمنۍ یې لوټ شوې او کډوال تیتپرک شول. اشغالګرو ځواکونو، د هغوی په ملاتړ ولاړ حاکم حکومت او ځینو ګاونډیو هېوادونو د دغو کډوالو ګڼ شمېر کسان د هغوی د خپلو هېوادونو ظالمو واکمنانو ته وسپارل. په دې توګه، د امریکا په مشرۍ د ناټو ګڼو غړو هېوادونو نږدې شل کاله د افغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه وکړه.
له دغو ټولو کړاوونو سره سره، اسلامي امارت له مجاهدینو څخه د بېزارۍ اعلان ونه کړ، نه یې کوم عرب یا غیر عرب مجاهد کفري ځواکونو ته وسپاره او نه یې د کومې معاملې له مخې د هغوی لاس ته ورکړ؛ حال دا چې د امریکا تابع ګڼو اسلامي هېوادونو دا ډول کړنې ترسره کړې.
له اوږدې جګړې، ورانۍ او پرلهپسې ناامنۍ وروسته د افغانستان ولس امن او ارامۍ، بیارغونې او د عادي ژوند بېرته راګرځېدو ته اړتیا درلوده. په همدې شرایطو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د بندیانو د خوشې کېدو، د جګړې د پای ته رسېدو او د حکومتي نظم د بیا ټینګېدو لپاره د خبرو اترو او تړون لاره غوره شوه. اوس چې بهرني ځواکونه وتلي او واک هم بدل شوی دی، دا چارې باید د راتلونکو موخو په توګه نه، بلکې د خبرو اترو د تاریخي شالید په توګه یادې شي.
په دې بحث کې بنسټیزه پوښتنه دا ده چې ایا له کفارو سره خبرې اترې، سوله یا د اوربند تړون کول په خپل ذات کې منع دي؟ له قرآن او سنتو څرګندېږي چې د سولې لاره په اصل کې شته؛ خو د هر ځانګړي تړون حکم به د هغه د شرطونو، شرایطو او پایلو په پام کې نیولو سره ټاکل کېږي.
الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾)سورۃ الأنفال: ۶۱(
ژباړه: که هغوی سولې ته لېواله شي، نو ته هم سولې ته لېواله شه او پر الله توکل وکړه؛ بېشکه همغه د هر څه اورېدونکی او پر هر څه پوه دی.
په نبوي سیرت کې د حدیبیې سوله د دې څرګنده بېلګه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم له قریشو سره تړون وکړ او ځینې داسې شرطونه یې هم ومنل چې په ظاهره د مسلمانانو لپاره سخت وو. په دغو شرطونو کې دا شرط هم و چې د قریشو له لوري ورغلي مسلمان نارینه به بېرته ورسپارل کېږي (دا شرط له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ځانګړی و او د جمهورو حنفي علماوو په اند منسوخ دی). کله چې حضرت ابو بصیر رضي الله عنه مدینې ته ورسېد، قریشو یې د بېرته سپارلو غوښتنه وکړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم د تړون د مراعاتولو په موخه، هغه د قریشو له استول شویو کسانو سره بېرته ولېږه. دا پېښه په صحیح البخاري کې په تفصیل سره راغلې ده.(صحیح البخاري، كتاب الشروط، حدیثونه: ۲۷۳۱، ۲۷۳۲)
له دې پېښې د سولې او پر ژمنه د وفا کولو اهمیت څرګندېږي؛ خو پر اوسنیو حالاتو د هغه تړون د کوم ځانګړي شرط پلي کول جلا فقهي بحث دی.
د ژمنې د پوره کولو په اړه الله تعالی فرمایي:
﴿وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا﴾ (سورة النحل: ۹۱)
ژباړه: کله چې ژمنه وکړئ، نو له الله سره کړې ژمنه پوره کړئ او قسمونه له ټینګولو وروسته مه ماتوئ.
همدارنګه، یوه مظلوم مسلمان ته پناه ورکول، یو څوک بل هېواد ته سپارل او له خپلې خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې د وسلهوالو عملیاتو اجازه ورکول، جلا جلا چارې دي. د یوې چارې په اړه غوره شوې تګلاره په خپله د بلې چارې حکم نه ثابتوي. په اړوند تړون کې د دغو چارو په اړه کومې ژمنې او مسؤولیتونه منل شوي دي، دا باید د تړون د اصلي متن په رڼا کې معلوم شي.
له همدې امله، یوازې خبرې اترې، سوله یا اوربند له مسلمانانو څخه بېزاري یا له کفارو سره داسې مرسته نه شي بلل کېدای چې د کفر لامل ګرځي. همدارنګه، یوازې د مصلحت په نوم د یوه تړون هر شرط هم سم نه شي ګڼل کېدای. علمي لاره دا ده چې هر شرط په جلا توګه وپېژندل شي، په اړه یې معتبر شواهد وړاندې شي او بیا د شرعي اصولو په رڼا کې وڅېړل شي.
دا نیوکه هم سمه نه ده چې د دې تړون له لارې د تل لپاره پر جهاد بندیز لګېدلی دی. له یوه تړونه د داسې پایلې اخیستلو لپاره اړینه ده چې اصلي شرطونه، موده او د پلي کېدو ساحه یې وکتل شي. یوازې د سولې یا اوربند تړون د کوم شرعي حکم د تلپاتې نسخ کېدو په معنا نه دی. البته، له تړونه د وتلو د لارې شتون دا معنا هم نه لري چې یو لوری دې هر وخت وغواړي، خپله ژمنه ماته کړي؛ بلکې په دې برخه کې د تړون د شرطونو او اړوندو شرعي احکامو مراعاتول اړین دي.
د حالاتو سم درک، پایلو ته پام او د جګړې او سولې د مناسبو وختونو پېژندل، د حکومتولۍ له مهمو مسؤولیتونو څخه دي. ټوله نړۍ خپل دښمن ګرځول او هر وخت له ټولو سره په جګړه کې ښکېل پاتې کېدل د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تګلاره نه ده. پرلهپسې جګړې او ټکرونه نه د دولت ټینګښت یقیني کوي او نه د ولس د امن او خوندیتوب ضمانت ورکوي. هغه مشرتابه چې حالات، وس او پایلې له پامه غورځوي او هر اختلاف په جګړه بدلوي، ښايي خپلې موخې ته د رسېدو پر ځای خپل خلک هم له تباهۍ سره مخ کړي.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم له کافر قبایلو او ډلو سره د حالاتو له مخې بېلابېل تړونونه کړي دي؛ له چا سره یې سوله او اوربند کړی، له چا سره یې عهد او پیمان تړلی او له چا سره یې د متقابلې همکارۍ تړون کړی دی. مدینې منورې ته له راتګ وروسته یې له یهودي ډلو سره هم د تړونونو له لارې متقابل حقوق او مسؤولیتونه وټاکل. په دغو چارو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره د ژمنې پر مراعاتولو او له هرې ډلې سره د هغې د خپل چلند له مخې پر معاملې کولو ولاړه وه. له همدې امله، کومې ډلې چې تړون مات کړ، د خپلې سرغړونې له امله یوازې د هماغې ډلې پر وړاندې اقدام وشو؛ د یوې ډلې د تړون ماتولو پړه پر ټولو یهودي ډلو وانهچول شوه.
همدا د خیرُالخلق صلی الله علیه وسلم د سیاست حکمت دی، او د هغه صلی الله علیه وسلم تګلاره تل غوره وه او غوره به وي. څوک چې پر دې تګلارې د پېغور او نیوکې ژبه پرانیزي، د کبر له امله یې له منلو انکار وکړي، یا یې له کافرانو سره مرسته او په دین کې سازش وبولي، هغه د خپلې تباهۍ اسباب په خپله برابروي!
اسلامي امارت نه دا ژمنه کړې چې کمزورو او مظلومو مسلمانانو ته به پناه نه ورکوي او نه یې له چا سره دا منلې چې هغوی به خپلو هېوادونو ته سپاري. د امارت ژمنه یوازې دومره ده چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر وړاندې د جګړې لپاره کارېدو ته نه پرېږدي.
نو په دې تګلاره کې له کافرانو سره دوستي(ولاء) له کومه شوه؟ له مسلمانانو څخه د بېلتون او بېزارۍ(براء)څرګندونه پکې چېرته ده؟ او د مسلمانانو پر وړاندې له کافرانو سره د مرستې کومه بڼه پکې شته؟ دا ټولې خبرې د ګمراهانو او بهتان جوړوونکو د ذهنونو له زېږندې پرته بل څه نه دي.
پاتې شو دا تور چې اسلامي امارت د داعش پر وړاندې د جګړې لپاره له امریکا یا بل چا سره همکاري کوي، دا هم بېبنسټه دی.
که د افغانستان تر خپلواکۍ وړاندې وي او که وروسته، د امارت په اړه دا ډول همکاري نه شي ثابتېدای. د امارت مسؤولینو بیا بیا څرګنده کړې چې نه له چا سره ګډو عملیاتو ته اړتیا لري او نه د داعش د مقابلې لپاره د چا مرستې ته اړ دی. اسلامي امارت پر خپل مټ د دې ډلې د له منځه وړلو وړتیا لري او دا وړتیا یې په عمل کې هم ثابته کړې ده.












































