د ستر پیغمبر رسول الله صلیاللهعلیهوسلم دور
دلته غواړم یوه مهمه پوښتنه مطرح کړم، هغه دا چې: ایا په هغه وخت کې، چې تیاره، ظلم او استبداد خپل اوج ته رسېدلي وو، د ناپوهۍ، وحشت او نورو ناخوالو د پای ته رسولو لپاره د یوه پیغمبر د مبعوثېدو اړتیا وه؟
په ځواب کې باید وویل شي چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم بعثت د انسانانو یوه مهمه اړتیا او طبیعي او فطري غوښتنه وه؛ ځکه یوازې اسماني کتاب، پرته له ښوونکي او لارښود څخه، د انسانانو د لارښوونې لپاره هغهومره اغېزمن نه شي کېدای، لکه څنګه چې باید وي. له همدې امله، الله تعالی جلجلاله یو پیغمبر مبعوث کړ، څو لار روښانه کړي، خلک د حق پر لوري رهبري کړي او سمه لار له ناسمې لارې څخه ور وپېژني، ترڅو حقیقت ټولو ته روښانه شي.
بعثت د هر ډول شرک، فکري، عقیدوي او عملي انحرافونو او خرافاتو پر وړاندې د مبارزې پیل دی؛ همدارنګه د هغو ټولو ناخوالو پر وړاندې د مبارزې په معنا دی چې له اسلامي تمدن سره په ټکر کې دي.
د قرآني لیدلوري، نبوي احادیثو او د اسلامي تاریخ د سرچینو پر بنسټ باید وڅېړل شي چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم بعثت او د جزیرۃالعرب د خلکو د فکري، ټولنیز او فرهنګي وضعیت د سمون او بدلون لپاره د هغه اغېزمنه تګلاره څنګه پر هغو خلکو اغېز وکړ، چې په فرهنګ او ورځني ژوند کې یې بېعدالتي، قومي او نژادي ویاړ، غلامي، د نجونو ژوندۍ ښخول، لوټماري، د تړونونو ماتول، وژنه او د مردارې غوښې خوړل له عامو کړنو څخه وو او په ښکاره ګمراهۍ کې یې ژوند کاوه.
لنډه دا چې انسانانو په داسې یوه عصر کې ژوند کاوه چې د کینې، کرکې، اختلاف، عصبیت او سلګونو نورو ظلمونو او فسادونو فضا بشري ټولنه راچاپېره کړې وه. هر شخص او هر قوم ځان له بل شخص او بل قوم څخه غوره او برتر ګاڼه او د خپلې برترۍ معیار یې په قوم، نژاد، قبیله او رنګ پورې تړلی باله.











































