تاریخ شاهد دی چې پاکستاني پوځ هېڅکله د خیر کار نه دی کړی، بلکې دا پوځ له هماغه پیله د دې لپاره جوړ شوی چې د مسلمانانو ترمنځ تفرقه او ګډوډي خپره کړي، څو د مسلمانانو له منځه داسې ځواک راونه ټوکېږي چې د کفارو لپاره د سرخوږي لامل وګرځي. له همدې امله، په تېر کې چې کله هم داسې کوم ځواک راڅرګند شوی چې په رښتینې معنا د مسلمانانو د قوت استازیتوب یې کاوه، یا کومه داسې ډله، تنظیم او یا حتی یو فرد راپاڅېدلی، دې پوځ خپل ټول توان د هغه پر ضد کارولی دی.
د کفري نړۍ له لوري د پاکستان د اټومي پروګرام منل هم د همدې خدمتونو پایله ده؛ کنه په اسلامي نړۍ کې تر پاکستان ډېر غوره هېوادونه شته چې د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا هم لري، خو اجازه نه ورکول کېږي، آخر ولې؟ همدا لامل دی چې پاکستاني پوځي رژیم په یوه یا بله پلمه پر مسلمانانو بریدونه کوي، او دا لړۍ به همداسې روانه وي؛ ځکه د دوی د کفري بادارانو له لوري ورته همدا دنده سپارل شوې ده. وروستي بریدونه هم د همدې لړۍ یوه کړۍ ده، چې د یوې سنجول شوې، خطرناکې ستراتیژۍ او پلان برخه ده. دا بریدونه په هېڅ ډول د ترهګرۍ پر ضد عملیات نه دي؛ کنه دا ډارن او دروغجن پوځ دې لږ تر لږه یو داسې رښتینی انځور وړاندې کړي چې وښيي: دا دی، موږ یو ترهګر له منځه یووړ. بلکې دا په مستقیم ډول د عامو او بېګناه افغانانو، ښځو او ماشومانو د نښه کولو هڅه ده، لکه څنګه چې ټولې نړۍ ولیدل.
پاکستاني پوځي اسټېبلشمنټ دا مهال له سخت کورني بحران سره مخ دی او د ﴿تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى﴾ مصداق ګرځېدلی دی. د هېواد اقتصاد د تباهۍ پر پوله ولاړ دی، ګرانۍ د خلکو ملا ماته کړې، روپۍ ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او ټول هېواد د IMF د پورونو تر درانه بار لاندې پروت دی. د کاري فرصتونو د کمښت، د برېښنا د پرلهپسې پرې کېدو او د اوړو د نشتوالي له امله خلک لاریونونه کوي. په داسې سخت حالت کې، د خلکو د پام اړولو لپاره دې مکار پوځي رژیم ته د یوه بهرني دښمن اړتیا ده، څو ځان په جګړه کې بوخت وښيي. له همدې امله پر افغانستان برید وشو او د جګړې فضا رامنځته شوه. دا چې له دې جګړې به دواړو هېوادونو ته څومره زیان ورسېږي، دې پوځ ته هېڅ اهمیت نه لري.
دویم مهم لامل د مکې تړون دی. اوس د پاکستان حالت داسې دی چې له یوې خوا د سولې تړونونه کوي، څو خپل کشکول په څو ریالو ډک کړي، او له بلې خوا باید د خپلو بادارانو خبره هم ومني چې د مسلمانانو ترمنځ ګډوډي باید دوام ولري. که پاکستان د مکې د تړون پر بنسټ عملاً میدان ته راووځي، نو څرګنده ده چې د حوثیانو د له منځه تلو وېره شته؛ هغه حوثیان چې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې د رامنځته کولو لپاره راپورته شوي دي. له بلې خوا پاکستان نه غواړي له دې تړونه ووځي، ځکه د سعودي عربستان پر جیب یې هم سترګې دي.
نو له دې ټولې لانجې څخه د ځان ایستلو لپاره ورته تر ټولو اسانه لار دا ښکاري چې پر افغانستان برید وکړي؛ څو هم یې انګرېز باداران خوشاله وي او هم د سعودي عربستان پر وړاندې دا پلمه وړاندې کړای شي چې: «موږ خپله په جګړه کې ښکېل یو.» په دې توګه په یوه غشي دوه ښکار کوي: (۱) ګډوډي به هم دوام ولري، او (۲) جیب به هم له ریالو ډک وي.
همدارنګه، د دې منافقې ډلې یو بل خطرناک هدف دا دی چې په هېواد کې ټولې هغه ډلې چې دوی یې «ترهګرې ډلې» بولي، د افغانستان د نیابتي ډلو په نوم مشهورې کړي، څو نړۍ ته داسې ذهنیت ورکړي چې ګواکې د ترهګرۍ اصلي مرکز افغانستان دی، او کفري ځواکونه یو ځل بیا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول افغانستان ته متوجه شي. د همدې هدف لپاره دا پوځ په منظم ډول وسلهوالې ډلې روزي او داعش خراسان او بېلابېلې جبهې د همدې پوځ په اشارو فعالیت کوي. لکه څنګه چې ولیدل شول، دغو داعشیانو او جبهاتو ډېرې هڅې وکړې چې په افغانستان کې وضعیت خراب کړي، خو بحمدالله تعالی د هغوی ټولې هڅې ناکامې او شنډې شوې. له دې وروسته یې د زغم کاسه ډکه شوه او پر افغانستان یې مستقیم بریدونه پیل کړل.
د پاکستان باشعوره ولس باید درک کړي چې ستاسو پوځ ستاسو د مالیاتو په پیسو یوازې ستاسو د پولو ساتنه نه کوي، بلکې په همدې پیسو تجارتونه، کاروبارونه، فابریکې، ټاپوګان او بانکي شتمنۍ جوړوي او ترڅنګ یې د ځان لپاره وسلهوالې ډلې هم روزي. همدا د دې پوځ اصلي کاروبار دی. ستاسو د اقتصاد د تباهۍ یو اساسي لامل همدا پوځي سیاستونه دي. تر څو چې دا سیاستونه پای ته ونه رسېږي، نه به په پاکستان کې سوله ټینګه شي او نه به په ټوله سیمه کې ثبات رامنځته شي. نو، اې د پاکستان باشعوره ولسه! راپاڅئ، د غفلت له خوبه راویښ شئ؛ کنه هغه څه به هم له لاسه ورکړئ چې لا درپاتې دي.











































