۱۴. د دین په فهم او تطبیق کې د افراط او تفریط خطر
وروسته له هغه چې په تېرو برخو کې مو په عقیده، عباداتو، اخلاقو، معاملاتو، ټولنیزو اړیکو او د ژوند په نورو برخو کې د اعتدال بېلابېل اړخونه وڅېړل، مناسبه ده چې اوس د افرادو او ټولنو د انحراف له مهمو لاملونو څخه یو لامل، یعنې د دین په فهم او تطبیق کې د افراط او تفریط، یادونه هم وشي.
اسلام اول دین دی چې له هماغه لومړیو ورځو څخه یې د هر ډول غلو، تندلارۍ او د اعتدال له لارې څخه د وتلو په وړاندې کلکه مبارزه کړې ده. د اسلام ستر پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم مسلمانان په وار وار په دیني چارو کې له افراط څخه منع کړي او فرمایلي یې دي: إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ. (نسائي او ابن ماجه)
ژباړه: په دین کې له غلو او افراط څخه ځانونه وساتئ ځکه له تاسو څخه د مخکنیو امتونو د هلاکت لامل په دین کې غلو او افراط و.
د اسلام تاریخ هم پر دې خبره ګواه دی چې هر وخت کومې ډلې له منځلارېتوب څخه واټن نیولی د اختلاف، تفرقې او اسلامي امت ته د زیان رسېدو زمینه برابره شوې ده. لکه څنګه چې موږ په اوسني عصر کې هم ولیدل چې ځینې کسان د تندلارۍ او افراط له امله د اسلامي امت ترمېنځ د اختلاف او تفرقې سبب وګرځېدل او ځینو نورو افرادو یا ډلو بیا د دین د دفاع په نوم د تاوتریخوالي، بېضابطې تکفیر، تندلارۍ او بېاساسه سختګیرۍ لاره خپله کړه حال دا چې دا ډول کړنلارې نه له شرعي نصوصو سره سمون لري او نه هم د مهربانه پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم له سیرت سره اړخ لګوي.
برعکس، بله ډله بیا د روڼاندۍ، تجدد یا له زمانې سره د همغږۍ تر عنوان لاندې د اسلام په ثابتو اصولو او ارزښتونو کې سهلانګاري کوي او هڅه کوي چې د دین څرګند احکام کمرنګ وښيي. دا ډول چلند هم یو ډول تفریط او د اسلام له سمې لارې څخه واټن بلل کېږي. کومه لاره چې قرآن او سنت مسلمانانو ته ورپېژندلې ده، نه د افراط لاره ده او نه د تفریط؛ بلکې هماغه منځنۍ او نېغه لاره ده چې مسلمان خپلې موخې ته رسوي.
الله تعالی اسلامي امت په همدې ځانګړنه معرفي کړی او فرمایي: وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا. البقرة: ۱۴۳
ژباړه: او همداسې موږ تاسو یو منځلاری امت ګرځولي یاست.
له همدې امله هر فکر، اند، خوځښت یا کړنلاره چې مسلمانان له اعتدال، عدالت، حکمت، رحمت او د قرآن او سنت له سمې اتباع څخه لرې کوي، بیاکتنې او اصلاح ته اړتیا لري.
له بده مرغه نن ځینې کسان د سنت او حدیث د اتباع په نوم تر دې کچې په افراط او تندلارېتوب کې ښکېل شوي چې نور مسلمانان ورته کافران یا مشرکان ښکاري او په دې ډول د اسلامي امت ترمېنځ د اختلاف او تفرقې سبب ګرځېدلي دي. په حقیقت کې اسلام او سنت له داسې کسانو بېزاره دي او هغوی په خپل بېلارېتوب کې سرګردانه پاتې دي. باخبره مسلمان تل هڅه کوي چې دین د سم او متوازن فهم پر بنسټ زده کړي او ځان د افراط او تفریط له دامه خوندي وساتي.










































