کوم څه چې پخوا افغانانو نه لرل، خو نن ترې برخمن دي؟
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو سربېره، سیاستونو، سیاستوالو، قومي ګوندونو، مذهبي او افراطي ډلو داسې څه وکړل چې د افغانانو لاسته راوړنې، قربانۍ او ارزښتونه یې له افغانانو واخیستل. بېلابېل سیاستونه او قوانین چې د پردیو له لوري پر افغانانو تپل کېدل او بیا د کودتاوو او نورو خونړیو لارو چارو له امله د سیاستوالو لخوا پرې تحمیل کېدل، هغه څه وو چې افغانان یې سخت وځپل.
قومي ګوندونو د افغانانو اتحاد او یووالی وځپه. مسلمان وروڼه یې د ګوند، قوم او ژبې په سبب له یوه دسترخوان څخه جلا کړل. تاریخ شاهد حال دی چې قومي او ژبنیو مشرانو او ګوندونو افغانان دومره وځپل چې تاریخ یې د وحشت او جبر د ښودنې او بیان څخه عاجز دی.
جالبه دا وه چې افغانان یې د قوم او ژبې له مخې سره بېلول، خو په همدې موجود جریان کې د مذهبي او تقلیدي ګوندونو لړۍ هم پیل شوه. دغو ډلو د افغانانو جهاد او مبارزه په ګوند-ډوله تقلیدونو او بېلابېلو مسیرونو ووېشله، تر دې چې افغانان یې د څو جهادي ګوندونو او افراطي ډلو له امله، د بریا وروسته، له یو بل سره ښکېل کړل.
خو؛ نن هغه څه پای ته ورسېدل چې افغانان یې د برم، نوښت او پرمختګ پر ځای په وینو، ژبنیو، قومي، مذهبي او افراطي فتنو کې ښکېل کړي وو. څو عمده مثالونه یې دلته ذکر کوم:
۱. کاذب سیاست، سیاستوال او قانون له منځه تلل
د افغانانو د یووالي، پرمختګ، ځواکمنتیا او برم پر وړاندې لوی خنډ کاذب فکر او پر پردیو مفکورو ولاړ سیاست، سیاستوال او قوانین وو، چې لسیزې یې افغانان د خپلمنځي او بهرنیو جګړو پر لور بوتلل. د افغانانو د دښمنانو ټینګار پر دې و چې خپل کاذب او ګوډاګي سیاستوال او رهبران پر افغانانو حاکم وساتي او له هغوی څخه دفاع وکړي؛ ځکه د افغانانو د ځواکمنتیا او روښانه سهار پر لور د تګ مخنیوی همدغې مفکورې کولی شو.
له همدې امله یې لسیزې د خپلو افکارو او غربي مدرن کلتور لپاره ټریلیونونه ډالر او قربانۍ ورکړې، خو د افغانانو ایماني، مسلم، متین او مجاهد عزم بیا د دوی دغه توطیې او مفکورې ورشنډې کړې. نن موږ د کاذب سیاست، سیاستوالو او قوانینو پر ځای د خپلې عقیدې، دین، کلتور او حقیقت پر بنسټ سیاست، رهبران او شرعي قانون لرو؛ چې دا مو د لسیزو قربانیو او فداکاریو پایله هم ګڼل کېږي.
۲. کاذب غربي اقتصاد، بېکاري او لټي له منځه تلل
د لسیزو جګړو او پردیو لاسوهنو په پایله کې، غرب او یهودو د افغانانو د فکري، عقیدوي، نظامي، سیاسي او فرهنګي ځپنې سربېره، اقتصادي، تعلیمي، اخلاقي او تجارتي ځپنه هم په جریان کې ساتلې وه.
افغانانو ته یې اقتصادي ځواک په باطل او غربفکره سیاست کې ور اچولی و. که څوک به د دغه سیاست او فکر تر چتر لاندې نه شول، نو اقتصادي پایښت به یې نه درلود. نظام یې د خپلو ګټو د منبع په توګه کاراوه، خو په بازارونو کې د سوالګرو او غربت ټغر خور و. بازارونه او تجارتونه یې له نظام، سیاست او سیاستوالو سره تړلي وو؛ که دوی به کمزوري شول، بازارونه به هم کمزوري کېدل. دوی افغانان د لټۍ او بېکارۍ کندې ته وغورځول، چې د ټولنې امن او درنښت یې تخریب کړ.
د افغانانو د غربت کچه له اتیا څخه تر نوي سلنې پورې ورسېده. بلخوا یې تعلیم دومره بېکیفیته او له فساد څخه ډک کړ چې افغانانو خپل راتلونکی په تعلیم کې نه، بلکې په واک او مالي ځواک کې لیده. د اسلامي امارت په راتګ سره د بازارونو، تجارتونو او تعلیم پر وړاندې دروغجنه توره پرده راټوله شوه. د کاذب مړښت څخه د حقیقي پټې لوږې او غربت څادر پورته شو؛ هغه څادر چې لسیزو یې افغانان په دروغجن تش بازار او تجارت باندې راټول کړي وو.
نو اسلامي امارت د حقیقي اقتصاد، تعلیم او تجارت الګو وګرځېد، چې د افغانانو راتلونکی یې په همت او هڅو پورې وتاړه. افغانانو ته د اسلامي امارت حاکمیت د تعلیمي، تجارتي، اقتصادي او هر اړخیز نوښت او پرمختګ، او بیا د عصر او وخت له غوښتنو سره د سیالۍ لار پرانیسته. د افغانانو تجارت مستقل شو، تعلیم او هر اړخیز نوښت یې مستقل او ډاډمن شو. سیاست یې له ژبنیو، قومي او نورو افراطي مفکورو څخه د واحدې شرعي او اسلامي عقیدې پر لور ور وګرځېد. په افغان خاوره کې د افغانانو د عقیدې او کلتور مطابق د کلتور د ترویج لار هواره شوه.
نن د افغانانو پر وړاندې د لسیزو پخوانیو ګواښونو او خنډونو مخه ونیول شوه. اسلامي امارت افغانان راژوندي کړل. نن د افغانانو وار او کار دی چې له نړۍ سره د سیالۍ او مخامخ کېدو لپاره د همت او هڅو لار خپله کړي؛ ځکه اوس حالات او وخت د افغانانو د بسیاینې دی.












































