موږ ډېر وخت د یوې پرېکړې قضاوت د هغې د لومړۍ ورځې له مخې کوو. که پرېکړه سخته وي، ماتې یې بولو؛ که امتیاز ورکړل شي، کمزوري یې ګڼو. خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې صلح حدیبیه موږ ته ښيي چې هره پرېکړه باید یوازې د ظاهري بڼې له مخې ونه ارزول شي؛ ځینې وخت د یوې پرېکړې اصلي نتیجه وروسته څرګندېږي.
د هجرت په شپږم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابهوو سره د عمرې په نیت مکې ته روان شو، خو قریشو مکې ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه. خبرې وشوې او بالاخره په حدیبیه کې د سولې تړون وشو.
د تړون له مهمو شرطونو څخه دا وو چې مسلمانان به هغه کال مکې ته نه داخلېږي، راتلونکی کال به د عمرې لپاره راځي او درې ورځې به په مکه کې پاتې کېږي، د مسلمانانو او قریشو ترمنځ به لس کاله جګړه نه وي او قبایلو ته به اجازه وي چې له هر لوري سره چې وغواړي، تړون وکړي. همدارنګه د مکې له لوري مدینې ته راغلی کس به د تړون له شرط سره سم بېرته سپارل کېده، خو مدینې څخه مکې ته تلونکی به بېرته نه غوښتل کېده.
د تړون د لیکلو پر مهال یوه ډېره مهمه پېښه هم وشوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله عنه ته وفرمایل چې ولیکي: (محمد رسول الله) د قریشو استازي سهیل بن عمرو اعتراض وکړ او ویې ویل چې که موږ (رسول الله) منلی، نو بیا به مو له مکې نه منع کولې؛ د (محمد بن عبدالله) په نوم دې ولیکل شي.
صحابهوو ته دا خبره ډېره سخته وه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د سولې د لوی هدف لپاره د لیکنې په بڼه کې دا بدلون ومانه. د دې مانا دا نه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل رسالت څخه تېر شو؛ بلکې دا د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د حکمت او تدبیر څرګند مثال و. تر دې هم سخته شېبه هغه وخت راغله چې ابو جندل رضی الله عنه، چې د قریشو له خوا په بند کې ساتل شوی و، په زنځیرونو کې ځان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورساوه. د هغه پلار سهیل بن عمرو غوښتنه وکړه چې د تړون له مخې باید بېرته ور وسپارل شي. ابو جندل رضی الله عنه له مسلمانانو د مرستې غوښتنه کوله، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د شوي تړون د ماتولو اجازه ورنه کړه او هغه ته یې د صبر او د الله تعالی د مرستې ډاډ ورکړ.
صحابهوو ته دا هر څه ډېر سخت وو. حضرت عمر رضی الله عنه هم پوښتنې وکړې، خو وروسته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پرېکړه ومنله. کله چې تړون بشپړ شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابهوو ته وفرمایل چې قربانۍ وکړي او سرونه وخريي. هغوی د سختې اندېښنې له امله سمدستي ونه خوځېدل. د ام المؤمنین ام سلمه رضی الله عنها له مشورې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله قرباني وکړه او سر یې وخراوه، صحابهوو هم ورپسې همداسې وکړل.
خو هغه څه چې خلکو ته په لومړي نظر کې دروند او د امتیاز په څېر ښکاره کېدل، قرآن کریم (فتحا مبینا) وبلل.
(إنا فتحْنا لك فتحا مبينا)
(بېشکه موږ تا ته یوه څرګنده فتحه درکړې ده.) سورة الفتح
د حدیبیې نتیجه څه شوه؟
د سولې له رامنځته کېدو وروسته د جګړې فضا کمه شوه، د مسلمانانو او نورو خلکو ترمنځ اړیکې پراخې شوې او د اسلام د دعوت لپاره زمینه ډېره مساعده شوه. وروسته د تړون د ماتېدو له امله د مکې د فتحې زمینه هم برابره شوه. له همدې امله قرآن کریم دا تړون، سره له دې چې ځینې شرایط یې په لومړي نظر سخت ښکارېدل، روښانه فتحه وبلله.
د نن افغانستان مثال
که دې درس ته د نن افغانستان له حالاتو وګورو، نو یو مهم مثال یې د اسلامي امارت هغه تګلاره ده چې له اوږدې جګړې وروسته یې د هېواد د ثبات، امنیت، ادارو د فعالولو او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا پر لور تمرکز کړی دی.
افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته داسې حالت ته رسېدلی و چې هره ورځ نوې جګړه، نوې مرګژوبله او نوې بېثباتي د هېواد د راتلونکي مخه نیوله.
په داسې شرایطو کې یوازې په احساساتو ولاړ تصمیمونه افغانستان نور هم له ستونزو سره مخ کولای شول. خو د اسلامي امارت په دوره کې د امنیت او ادارو د ټینګښت ترڅنګ د عوایدو راټولولو، سوداګرۍ، لویو لارو، کانونو، برېښنا او نورو اقتصادي او زیربنایي چارو د پراختیا لپاره هڅې روانې شوې دي.
ځینې خلک د همدې او نورو مسئلو له امله پر اسلامي امارت نیوکې کوي. د دوی خبرې باید یوازې په بد ویلو او تورونو ځواب نه شي؛ بلکې د افغانستان راتلونکی باید د عمل، ثبات، تعلیم، اقتصاد، عدالت او آبادۍ له لارې ثابت شي. د دې تګلارې اصلي درس دا دی چې د یوه هېواد جوړول یوازې په شعارونو نه کېږي؛ امنیت، ثبات، قوي اداره، اقتصاد، تعلیم او صبر غواړي.
نن افغانستان هم د دې اړتیا لري چې د خپل راتلونکي په اړه اوږدمهاله فکر وکړي. که امنیت ټینګ شي، ادارې پیاوړې شي، اقتصاد وده وکړي، تعلیم پراخ او پیاوړی شي، سوداګري پراخه شي او لویې پروژې بشپړې شي، نو د هېواد د بیا رغونې بنسټونه به لا پیاوړي شي. همدا د حدیبیې له ستر درس څخه د نن افغانستان لپاره یو مهم پیغام دی؛ لوی هدفونه صبر، حکمت، تدبیر، تعلیم او اوږدمهاله لید غواړي.











































