د افغانستان تاریخ تل له سختو لوړو ژورو سره مل پاتې شوی دی. خو داسې دوره پکې نه شو موندلای چې په دې هېواد کې دې د نن ورځې په څېر امنیت او ثبات دومره پراخ سیوری غوړولی وي. هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي، کوم عادي بدلون نه دی، بلکې د هېواد په سیاسي ژوند او ټولنیز نظم کې یو بنسټیز تحول دی. د نن ورځې امنیت او ثبات د افغانستان له لوړو او ژورو څخه د ډک تاریخ نوې پاڼه پرانیستې ده؛ داسې پاڼه چې په هغې کې د تېر وخت د دوامدارو اندېښنو ځای روښانه راتلونکي ته ورکړل شوی او د پرمختګ پراخې هیلې تر سترګو کېږي.
د دې تحول د ژور درک لپاره باید د افغانستان نږدې تېر وخت ته یوه کتنه وکړو؛ هغه دوره چې هره ورځ به د چاودنې، انسانتښتونې یا وسلهوالې نښتې له یوه خبر سره مله وه. په هغه وخت کې امنیت یوه نااشنا او نهلاستهراوړونکې کلمه ښکارېده. بازارونه به د ورځې په نیمایي کې تشېدل او لارې به د ماښام له رارسېدو سره سم د وېرې په تشو کوڅو بدلېدې. خو نن د دې انځور ټولې برخې بدلې شوې دي. د نن ورځې امنیت یوازې یوه ژمنه نه، بلکې د هېواد په ټولو سیمو کې یو محسوس واقعیت دی. هغه مواصلاتي لارې چې یوه زمانه د مرګ پر شاهراوو مشهورې وې، نن په خوندي او له تګ راتګ څخه په ډکو لارو بدلې شوې دي؛ سوداګریز کاروانونه په ډاډه زړه له ختیځه تر لوېدیځه او له شماله تر جنوبه تګ راتګ کوي. دا بدلون کومه معجزه نه ده، بلکې د مسلسلو هڅو پایله ده چې د نوي نظم تر سیوري لاندې یې د دې هېواد په کالبد کې نوی روح پوکلی دی.
نن په افغانستان کې امنیت لا ژوره معنا پیدا کړې ده. امنیت یوازې د جګړې او تاوتریخوالي د نشتوالي په معنا نه دی، بلکې د قانون د اغېزمن حاکمیت، عامه نظم او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د ډاډ او ارامۍ د احساس په معنا هم دی. له تېرو څو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره کورنۍ کولای شي د شپې په زړه کې په پارکونو کې په ډاډه زړه چکر ووهي. ماشومان له دې وېرې پرته چې څوک به یې وتښتوي، ښوونځیو ته ځي. کېدای شي دا ورځني صحنې د نړۍ په نورو برخو کې عادي وي، خو د افغانستان لپاره د یوه نوي پړاو د پیل زېری دی. هغه امنیت چې نن یې شاهدان یو، د واحدې قوماندې، د امنیتي ځواکونو د انسجام او له اسلامي نظام سره د خلکو د پراخې همکارۍ پایله ده.
په دې برخه کې د اسلامي نظام ستره لاسته راوړنه د هېواد د امنیت د تأمین لپاره د یوه منسجم او اغېزمن جوړښت رامنځته کول دي. د تېر وخت پر خلاف چې ګڼو امنیتي ادارو او کله ناکله متضادو بنسټونو به هر یوه په جلا توګه فعالیت کاوه، نن ټول پوځي او امنیتي ځواکونه د یوې متمرکزې قوماندې تر مشرۍ لاندې، د یوه واحد پلان او څرګند هدف پر بنسټ، د پولو ساتنې او د عامه نظم د ټېنګښت په چارو بوخت دي.
دغه ستراتیژیک انسجام د هېواد دفاعي وړتیا هغې کچې ته رسولې چې هر امنیتي ګواښ، مخکې له دې چې په بحران بدل شي، تشخیص او شنډېږي. له پولو نیولې د ښارونو تر ژورو پورې نظم او امنیت په یوه ټولیز اصل بدل شوی او هېڅ ډله یا ځواک نه شي کولای په دې ټېنګه کلا کې درز رامنځته کړي.
باید ومنل شي چې د نن ورځې امنیت د خلکو او اسلامي نظام ترمنځ د بېساري همکارۍ پایله ده. دغه همکاري له یوې خوا له امنیتي بنسټونو سره د خلکو د ژور باور څرګندونه کوي او له بلې خوا د هغې ټولنې د سیاسي پوخوالي ښکارندويي کوي چې له کلونو ګډوډیو وروسته یې د ارامۍ او نظم ارزښتونه په ښه توګه درک کړي دي. خلک د امنیتي ځواکونو تر ټولو غوره ملاتړي دي او د پر وخت معلوماتو په ورکولو، له بېځایه حاشیو څخه په ډډه کولو او د نظم رامنځته کوونکو پروګرامونو په ګډون سره د دې ثبات په دوام کې نهبدلېدونکی رول لري. دغه دوهاړخیزه اړیکه امنیت له یوه تحمیلي حالت څخه په داسې عامه فرهنګ بدل کړی چې ریښې یې د ټولنې په باورونو او ارزښتونو کې غځېدلې دي.
د دې ثبات اغېزې یوازې تر پوځي امنیت پورې محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې د ژوند نورو برخو ته هم غځېدلې دي. د هېواد اقتصاد نوی ساه اخیستې ده؛ لارې د سوداګرۍ پر ډکو شریانونو بدلې شوې، بازارونو پخوانی رونق بېرته موندلی او پانګهوال په لا ډېرې لېوالتیا سره د ودانیزو او تولیدي پروژو د پلي کولو په لور روان شوي دي. په داسې چاپېریال کې بېوزلي او بېکاري هم راکمه شوې او د روښانه راتلونکي هیله د دې خاورې د ځوانانو او زلموټو په زړونو کې ریښې غځولې دي. په دې توګه امنیت د دوامدار پرمختګ پر یوه محرک ځواک بدل شوی او سیاسي ثبات له اقتصادي پرمختګ سره ټینګه اړیکه پیدا کړې ده.
د نن ورځې افغانستان د نړۍوالې ټولنې د پام په مرکز کې دی؛ خو دا ځل د جګړې او ناامنۍ له امله نه، بلکې د رامنځته شوي ثبات او امنیت له کبله. دا ستر تحول د کوم بهرني ځواک ډالۍ نه، بلکې د یوه ملت د هڅو او ټینګ هوډ او د یوه نظام د تدبیر پایله ده. اسلامي نظام د هېواد له خپلو اصولو او ارزښتونو څخه په ګټې اخیستنې سره توانېدلی چې پایدار او یو موټی امنیت رامنځته کړي او وښيي چې افغانستان نور د تلپاتې بحرانونو خاوره نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره د نظم او ثبات یوه بېلګه ده.
د تاریخ دغه نوی پړاو د ملت د همت او د اسلامي نظام د هوښیار مدیریت په قلم لیکل شوی دی. د نن ورځې امنیت او ثبات یوه ستره پانګه ده چې باید په بصیرت او یووالي سره یې ساتنه وشي، څو د دې خاورې اړیکه له پرمختګ ډکو افقونو سره ورځ تر بلې لا ټېنګه شي.











































