۶- په وینا او نظر څرګندولو کې اعتدال
یوه بله هغه برخه چې اسلام پکې پر اعتدال او منځلاریتوب ټینګار کړی، وینا، د خبرو کولو طریقه او هغه مهال چوپ پاتې کېدل دي چې د ویلو لپاره ښه او ګټوره خبره نه وي. ژبه د الله تعالی جلجلاله له سترو نعمتونو څخه ده، خو په عین وخت کې د انسان د بدن له خورا خطرناکو غړو څخه هم شمېرل کېږي. له همدې امله اسلام مسلمان ته لارښوونه کوي چې تل نېکې، سنجول شوې او ګټورې خبرې وکړي او په خپلو خبرو کې له افراط او تفریط څخه ځان وساتي.
له بده مرغه، نن سبا ډېری مسلمانان خپلو خبرو ته لازم پام نه کوي او د خپلې ژبې په وسیله د خپلو مسلمانو وروڼو عزت، شرف او آبرو ته زیان رسوي، حال دا چې الله تعالی جلجلاله په قرآن عظیمالشان کې فرمایي ﴿وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا﴾ (البقرة: ۸۳)
ژباړه: له خلکو سره په نېکۍ خبرې وکړئ.
همدارنګه الله تعالی جلجلاله په بل ځای کې هم فرمایي: ﴿مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ﴾ (ق: ۱۸)
ژباړه: انسان هېڅ خبره پر ژبه نه راوړي، مګر دا چې یو چمتو څارونکی یې ثبتوي.
نو مسلمان باید د خپلې ژبې ساتنه وکړي او په دې باور ولري چې هره خبره یې د الله تعالی جلجلاله په وړاندې ثبتېږي او د قیامت په ورځ به ترې د هغې په اړه پوښتنه کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم مسلمانان د ژبې د ساتنې او په وینا کې د اعتدال رعایت ته هڅولي او فرمایلي دي: «مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ» (بخاري، حدیث: ۱۶۱۸)
ژباړه: «څوک چې پر الله جلجلاله او د آخرت پر ورځې ایمان لري، یا دې ښه خبره وکړي او یا دې چوپ پاتې شي.»
اسلامي علما وایي چې مسلمان باید خپلو خبرو ته پوره متوجه وي. که د یوې خبرې ویل او نه ویل یو شان وي، غوره ده چې له ویلو یې ډډه وکړي؛ ځکه کېدای شي د همدې خبرې دوام حرام ته ورسېږي. د دې سپېڅلو لارښوونو پر بنسټ، مسلمان ته نه ښايي چې خپله ژبه د اسلامي نظام د تخریب، د خلکو د سپکاوي، تحقیر، ملنډو وهلو، اوازو خپرولو، دروغو او تهمت وسیله وګرځوي. له بلې خوا، هلته چې د حق ویلو او نصیحت اړتیا وي، چوپتیا هم سمه نه ده. اعتدال دا دی چې انسان په مناسب وخت، په مناسبه طریقه او د اړتیا په اندازه خبرې وکړي.
د مسلمانانو ترمنځ، په کورنیو، ټولنو او آن په سترو شخړو کې ډېری اختلافونه او لانجې د ناسنجول شویو خبرو او افراطي څرګندونو له امله رامنځته کېږي. له همدې امله اسلام خپلو پیروانو ته لارښوونه کوي چې له خبرو مخکې فکر وکړي او د خپلو خبرو پایلې او اغېزې په پام کې ونیسي.
په حقیقت کې، په وینا کې اعتدال د مسلمان د عقل، حکمت او د شخصیت د پخوالي څرګندونه کوي. نن ورځ ځینې مسلمانان د ژبې په آفتونو کې دومره ښکېل شوي چې د مسلمان د عزت، حرمت او آبرو هېڅ پروا نه لري، بلکې خپله ژبه د اسلام د سپېڅلي نظام او اسلامي شریعت د تخریب او ګډوډولو وسیله ګرځوي؛ حال دا چې هغوی له دې حقیقت څخه غافل دي چې د اسلامي نظام سره دښمني او سپکاوی، د الله تعالی جلجلاله سره ښکاره دښمني ده، په ځانګړي ډول په اوسني عصر کې چې د خلکو د عزت او آبرو د سپکاوي وسایل تر بل هر وخت زیات شوي دي.
لنډه دا چې هرکله ژبه د حق، ادب او منځلاریتوب په چوکاټ کې وکارول شي، د اصلاح، یووالي او مینې وسیله ګرځي؛ خو که له دې چوکاټه ووځي او د اسلام او اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنۍ وسیله وګرځي، نو پایله به یې د مسلمانانو ترمنځ اختلاف، دوښمني او پښېماني وي.









































