لومړنۍ ډله چې مسلمانان یې کافران وبلل
د داعش د فکري او عملي ماهیت د سم درک لپاره، د اسلام په تاریخ کې د لومړي انحرافي جریان، یعنې «خوارجو» ته له ورګرځېدو پرته بله لار نشته. دا ورګرځېدل یوازې یوه تاریخي څېړنه نه ده، بلکې هغه اساسي کيلي ده چې د داعش د ډېرو چلندونو، فتواوو، فکري جوړښتونو او تکفیري لارو چارو د پوهېدو زمینه برابروي. د دې ادعا دلیل څرګند دی؛ خوارج هغه کسان وو چې د اسلامي امت پر مخ یې د مسلمانانو د تکفیر دروازه پرانیسته او داعش بیا د رسنیو، مجازي فضا او پرمختللو پوځي تجهیزاتو په څېر د معاصرو وسایلو په کارولو سره هماغه دروازه لا پراخه او د تاوتریخوالي او جنایت تر وروستي بریده یې رسولې ده.
د ځینو څېړونکو او شنونکو په اند، داعش په حقیقت کې د خوارجو معاصر فکر د بیا راژوندي کېدل دي، خو د دولت په جامه کې؛ هماغه پراخ تکفیر، هماغه نېغه ظاهرپالنه او هماغه سازمانیافته تاوتریخوالی، خو دا ځل د سینمایي کیفیت لرونکو ویډیوګانو او پراخو ټولنیزو شبکو په مټ. د «خوارج» کلمه د «خارجي» جمع ده او د عربي ژبې له «خَرَجَ» ريښې څخه اخیستل شوې چې د وتلو او بهر کېدو معنا لري. په لغوي استعمال کې، خارجي هغه چا ته ویل کېږي چې له یوه شي څخه وتلی وي.
خو په عقیدوي، کلامي او تاریخي اصطلاح کې دې کلمې ځانګړې معنا موندلې او هغو ډلو یا اشخاصو ته کارول کېږي چې د مسلمانانو د مشروع واکمنۍ پر وړاندې راپاڅي. د اسلامي علماوو له ډلې، شهرستاني په خپل مهم اثر «الملل والنحل» کې د خوارجو جامع تعریف وړاندې کړی دی. د هغه له نظره، هر شخص یا ډله چې د هغه برحق امام پر ضد راووځي چې مسلمانان پرې اتفاق او اجماع ولري او له اطاعت څخه یې سرغړونه وکړي، «خارجي» بلل کېږي. دا تعریف ښيي چې د خوارجو مفهوم یوازې په یوې ځانګړې تاریخي دورې پورې محدود نه دی، بلکې یو عام عنوان دی چې په هر وخت کې د مشروع واکمن پر ضد هر ډول بغاوت ته اطلاقېدای شي.
نورو اسلامي کلامپوهانو او مورخانو هم هر یوه له خپل ځانګړي لیدلوري دغه مفهوم روښانه کړی دی. ابوالحسن اشعري په خپل کتاب «مقالات الإسلامیین» کې د خوارجو د نومونې تاریخي اړخ ته اشاره کوي او لیکي چې هغوی د مسلمانانو د خلیفه، حضرت علي (رضي الله عنه)، پر ضد د پاڅون له امله په دې نوم مشهور شول. عبدالقاهر بغدادي په «الفرق بین الفرق» کې د عقیدوي اړخ له مخې خوارج هغه کسان ګڼي چې د حضرت علي رضي الله عنه او د هغه د ملګرو د کفر عقیده یې خپله کړې وه او د هغوی د تکفیر حکم یې صادر کړی و.
په بل تعریف کې خوارج د هغو لومړنیو کسانو په توګه معرفي شوي چې مسلمانان یې تکفیر کړل، عملي تاوتریخوالی یې غوره کړ او د خپلو مخالفانو وژنه یې روا وګڼله. دا تعریف د خوارجو پر درېیو بنسټیزو ځانګړنو ټینګار کوي: تکفیر، عملي تاوتریخوالی او د مخالفو مسلمانانو د وینې حلال ګڼل. د پام وړ ټکی دا دی چې داعش همدا درې ځانګړنې بیا راژوندۍ کړې دي. لکه څنګه چې خوارج لومړنۍ ډله وه چې د مسلمانانو تکفیر یې پیل کړ، داعش هم د شیعهوو، صوفیانو، اخوانیانو او آن د نورو جهادي جریانونو په پراخ تکفیر سره د خوارجو فکري میراث ته دوام ورکړی دی.
همدارنګه، لکه څنګه چې خوارجو عملي تاوتریخوالی غوره کړ او د مخالفانو وژنه یې روا وبلله، داعش هم د ډلهییزو اعدامونو، سر پرې کولو، د اسیرانو سوځولو او د ښځو او ماشومانو د غلامولو له لارې سازمانیافته تاوتریخوالی تر خپل اوج رسولی دی. له همدې امله ویلای شو چې خوارج، له تاریخي پلوه (د حضرت علي رضي الله عنه پر ضد پاڅون)، له عقیدوي پلوه (د مخالفانو تکفیر) او له عملي پلوه (تاوتریخوالی او د مسلمانانو د وینې حلال ګڼل)، د اسلام په تاریخ کې د ټولو تکفیري جریانونو اصلي سرچینه بلل کېږي.
داعش هم د همدې بهیر له تر ټولو خونړیو او سختدریځو معاصرو بڼو څخه شمېرل کېږي. د اسلام ستر پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم هم له رحلت مخکې د دغسې انحرافي جریانونو د راڅرګندېدو وړاندوینه کړې وه او امت ته یې د هغوی له فتنې څخه خبرداری ورکړی و. همدغو نبوي لارښوونې وروسته د اسلامي فقهاوو د هغو فتواوو بنسټ جوړ کړ چې خوارج او د تاریخ په اوږدو کې ورته ډلې یې په کلکه غندلې دي.













































