د اسلام د تاریخ په اوږدو کې تل داسې جریانونه راټوکېدلي چې د دین په نوم، خو په بشپړه توګه په انحرافي لاره، د اسلامي امت فکري او ټولنیز بنسټونه زیانمن کړي. د دغو جریانونو له ډلې لومړنی او تر ټولو اغېزناک جریان هغه ډله وه چې د هجرت په لومړۍ پېړۍ کې د «خوارجو» په نوم راڅرګنده شوه.
دوی لومړی ځل د مسلمانانو د تکفیر دروازه پرانیسته او د «لا حُکمَ اِلّا لِله» تر ظاهري شعار لاندې له اسلامي ټولنې بېل شول او د هغو کسانو وینه یې حلاله وبلله چې ورسره همنظر نه وو. که څه هم په خپل وخت کې وځپل شول، خو د دوی فکر او عقیده له منځه ولاړه نه شوه او د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې بیا بیا د نوو ډلو او فرقو په بڼه راژوندۍ شوه.
هغه څه چې نن نړۍ یې د «اسلامي دولت عراق او شام» یا په لنډه توګه «داعش» په نوم پېژني، په حقیقت کې د هماغه لرغوني انحرافي جریان دوام دی. داعش په نوې جامه او عصري وسایلو سره هماغه نظریات تعقیبوي چې خوارجو بنسټ ورته ایښی وو؛ د مخالفو مسلمانانو پراخ تکفیر، پر مشروع واکمنانو خروج، د دین په فهم کې ناوړه ظاهربیني او د هر هغه چا د وینې حلال ګڼل چې له دوی سره موافق نه وي.
د خوارجو او داعش ترمنځ اصلي توپیر یوازې په وسایلو او ټکنالوژۍ کې دی، نه په بنسټ او فکر کې. خوارجو په توره او خطاب جګړه کوله، خو داعش د پرمختللو پوځي تجهیزاتو، مجازي فضا، مسلکي رسنیو او د لوړ کیفیت لرونکو سینمایي تولیداتو په وسیله د معاصر تاریخ ځینې تر ټولو وحشیانه جنایتونه د اسلام په نوم ترسره کړي دي.
د داعش د کره پېژندنې او د هغې د حقیقي ماهیت د درک لپاره بسنه نه کوي چې یوازې د عراق او سوریې د وروستیو کلونو پېښو ته وکتل شي. دا تکفیري ډله د درېیو بنسټیزو او یو له بل سره تړلو اړخونو د پېچلي تعامل محصول ده. لومړی اړخ یې تاریخي او کلامي ریښې دي چې د خوارجو تر جریان پورې رسېږي او له هغې پرته د داعش هر ډول فکري تحلیل نیمګړی پاتې کېږي. دویم اړخ سیمهییز او سیاسي شرایط دي چې په عراق او سوریه کې د امریکا له اشغال، د پوځ له ړنګېدو، فرقهییزو تبعیضونو او کورنیو جګړو وروسته رامنځته شول او د منسجم تاوتریخوالي د ودې لپاره یې مناسبه فضا برابره کړه.
درېیم اړخ د واک هغه تشه ده چې د مرکزي دولتونو د کمزورۍ او د ستړې کوونکو جګړو د دوام له امله رامنځته شوه او داعش ته یې زمینه برابره کړه چې له یوې پټې او غیرعلني ډلې څخه په یوه ځاناعلان شوي «دولت» بدله شي؛ داسې دولت چې پراخه جغرافیه او د میلیاردونو ډالرو عواید یې تر واک لاندې راوستل.
په دې لیکنه او هغو مقالو کې چې په لړۍوار ډول به وړاندې شي، لومړی به د داعش د راټوکېدو ریښو او عواملو ته کتنه وکړو او د سیمهییزو شرایطو، د واک د تشې او تر دې وړاندې د موجودو تکفیري جریانونو رول به د هغې په رامنځته کېدو کې روښانه کړو. وروسته به د داعش فکري بنسټونه او لیدلوري د توحید، تکفیر، خلافت او جهاد په څېر مفاهیمو کې وڅېړو او نقد به یې کړو. ورپسې به د دې ډلې عملي لارې چارې او میکانېزمونه د منظم تاوتریخوالي، رسنیزو تبلیغاتو، د اشخاصو د جذب او له مجازي فضا څخه د ګټې اخیستنې په برخو کې وڅېړو. له هغې وروسته به په افغانستان کې د داعش حضور او فعالیتونه او د بهرني اشغال پر مهال د دې ډلې ناوړه جنایتونه وسپړل شي.
په پای کې به د دې جریان امنیتي، ټولنیزې، فکري او فرهنګي پایلې د افغانستان د ټولنې او نړیوالې ټولنې په کچه تحلیل کړو. د دې څېړنې موخه دا ده چې د دغه تکفیري جریان د نقد لپاره یو علمي او مستند بنسټ برابر شي او عامه افکار د دې ډلې د فکري او عملي انحرافاتو په اړه روښانه کړي.












































