متقي، متدين، مجاهد او دروند شخصیت، شهيد سعيد مفتي عین الدین واقف تقبله الله د مامور جمعه الدین زوى، په ۱۳۷۳ ھ.ش کال، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د بابرو کلي، په يوه درنه او دينداره کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.
شپږ کلن ماشوم وو، د برکي برک د غازی امین الله خان لېسې ته لاړ او دولس کاله يې هلته درس ولوست، په ۱۳۹۱ ھ.ش کال د برکي برک عالي لیسې څخه فارغ شو. په دې تعليمي دوره کې له جهاد او مبارزې سره بې کچې مينې او علاقې د ده جهادي او ایماني جذبه ایساره نه کړه، په خپل تعلیمي دور کې له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شو، د لېسې د درسونو په جریان کې، یو ځل د غلامانو له خوا ژوندی ونیول شو او له یو څه وخت زندان تېرولو وروسته آزاد شو.
د ولسوالۍ له موقعیت او په ولسوالۍ کې د شته امريکايي يرغلګرو له وجهې یې په مخفي توګه د مجاهدينو ګرمو سنګرونو ته ځان رساوه، او خپله جهادي تنده يې خړوبوله.
په ۱۳۹۱ھ. ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ ته د کانکور له لارې په لوړو نمرو بريالی شو، له درې کاله زده کړو وروسته امريکايي يرغلګرو او د هغوى غلامانو ته د پوهنتون په ماحول کې افشاء شو او د شپې له خوا یې پرې چاپه ووهله. مجاهد واقف تقبله اللّٰه یې ګرفتار کړ، ١٨ میاشتې یې د ننګرهار په زندان کې، د بندو دروازو شاته لاس تړلی ژوند تېر کړ، کله چې له زندان څخه آزاد شو، له هغه وروسته یې په خپل کلک عزم، هوډ او ارادې سره خپل پاتې شوي درسونه تکمیل او تر څنګ یې شپه او ورځ د جهاد مبارکې فريضې ته وقف کړه.
شهید مفتي صاحب تقبله الله په ۱۳۹۸ھ.ش کال کې له لوګر ولايت څخه ننګرهار ته په سره قطعه کې د قطعې د مشر مسؤل په توګه ولاړ او هلته يې د خوارجو (داعشيانو) سره سينه په سينه جهاد او مبارزه پيل کړه، په دې جهادي سفر کې يې په لسګونه داعشیان تر تېغ تېر کړل.
په دې خورا سخته جګړه کې یې د خاورې د ساتنې او د دین د دفاع په لار کې لسګونه دښمنان د حق تر شمشېر لاندې راپرېوتل. د ده جهادي مزل د مېړانې، یقین، او د الله د دین د ساتنې یو زرین باب دی؛ هغه باب چې هره کرښه یې د غیرت په وینو لیکل شوې ده او هره یادونه یې ایمانونه تازه کوي.
بالاخره نوموړی هم د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالۍ د سپين غر د ځندې سر په هسکه څوکه کې د خوارجو داعشيانو سره په مخامخ جګړه کې له دوو ساعتونو مقاومت وروسته د ۱۳۹۸ھ.ش کال د جوزا د مياشتې په ۱۲مه چې د رمضان المبارک مياشتې له ۲۷ نېټې سره سمون خوري، د ٢٧ کلونو په عمر د شهادت لوړ مقام ته ورسېد او خپل روح يې د الله (جل جلاله) دربار ته وسپاره، نحسبه کذالک والله حسیبه.
شهيد مفتی عین الدین «واقف» تقبله الله، تقواداره، متدين، زړور، او نه ستړی کېدونکی مجاهد وو، د ده ژوند له سختو دردونو او کړاوونو څخه ډک و. د جهاد او مبارزې په دې دوه میاشتني دور کې دى له خپل کلي/کور څخه لرې مسافر وو، خپل د ځوانۍ د دورې، ژوند يې د الله تعالی په لاره کې جهاد ته وقف کړی و، کله چې شهيد شو، د ده مبارک جسد له شهادت څخه وروسته څلور شپې د ننګرهار په خونړیو غرونو کې پاتې و، د لوګر ولایت د سرې میاشتې لخوا له ننګرهار څخه لوګر ولایت ته انتقال شو. وروسته له څلورو شپو کورنۍ ته په داسې حال کې وسپارل شو، چې وجود یې داسې روغ رمټ و لکه نوی او تازه چې شهید شوی وي.
مبارک جسد یې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د بابرو کلي کې، په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. روح يې ښاد، او ياد يې دې تل ترتله ژوندى وي، اللهم تقبل شهادته.
د ژوند یوه خاطره:
کله چې مفتي صاحب په تشکیل د ننګرهار په طرف روان شو، يوه کتابچه یې خپل ورور ته ورکړه او ورته ویې ویل: دا کتابچه درسره واخله، په دې کې مې هغه قرضونه لیکلي چې راباندې دي، کېدای شي زه شهید شم، تاسې به بیا دا دیین/ قرض اداء کړئ.












































