کله چې د داعش کړنو او د اسرائیلو وحشیانه چلند ته په منصفانه او څیړنیزه توګه وکتل شي، دې پایلې ته رسیږو چې دا دواړه ډلې او حرکتونه د یوې سکې دوه مخونه دي، وحشت او ترهګري د دواړو ډلو په فکر کې ځای لري او د خپلو دښمنانو او مخالفینو د له منځه وړلو لپاره له هرې ممکنې وسیلې کار اخلي، او هیڅ ډول قانون او اصولو ته پاملرنه نه کوي.
په حقیقت کې، داعش د اسرائیلو د صهیونیستي فکر یوه زېږنده پدیده ده، هغه فکر چې د اسلامي اهدافو او جهادي حرکتونو له منځه وړل یې په کاري لومړیتوبونو او ستراتیژیکو پلانونو کې ځای لري، اسرائیل هغه سرطاني غده ده چې د منځني ختیځ په زړه کې ځای لري، دومره خطرناکه او ساري ده چې په هر هیواد او وطن کې یې ځالې جوړې کړې دي.
په ځینو هیوادونو کې په ځانګړو نومونو او نښانونو او په ځینو نورو کې د داعش په جامه کې راڅرګند شوي او د خپلو شومو اهدافو د پلي کولو په هڅه کې دي، د داعش او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو په اړه هیڅوک شک نه لري، ځکه چې د دواړو ډلو اهداف په پټه یو دي او هر یو یې په هره طرحه او برنامه چې ولري، په پایله کې یوې موخې ته رسیږي او هغه پر نړۍ د یهودو واکمني ده.
که د دې حرکت د ناوړه افکارو ریښو ته وګورو، نو وبه وينو چې دا ډله چې ځان ته اسلامي دولت وایي، په حقیقت کې په سیمه کې د اسرائیلو د اهدافو یوه نښه ده، د هغو هیوادونو سره د دې ډلې چلند چې له اسرائیلو سره دښمني لري، ډیر روښانه دی؛ که د دې ډلې تاریخ او د پیدایښت بهیر ته وګورو، نو روښانه به شي چې دا ډله له پیل راهیسې د اسرائیلو د اهدافو پر بنسټ روانه ده او د نړیوال استکبار په مرسته یې ځان ژوندی ساتلی دی.
منځني ختیځ ته د اسرائیلو د بشپړ واک غوښتنې لیدلوری دومره ژور دی چې نه غواړي هیڅ ځواک یې پر وړاندې ودریږي، د اسرائیلو استخباراتي سازمان موساد، په سیمه کې، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ او له اسرائیلو سره په دښمنۍ کې ښکېلو هیوادونو کې د داعش په نوم د ډلې ټول اهداف او پروګرامونه پلانوي.
داعش ته په برنامه ورکولو کې د موساد رول دومره څرګند دی چې ټولو ته روښانه شوې ده چې دا ډله د موساد له وحشیانه پلانونو پرته یو ګام هم مخکې نشي تللی، داعش چې د اسرائیلو د استخباراتي سازمان (موساد) تولید دی، په سیمه کې د اسرائیلو د پلانونو په پلي کولو سره خپل شتون تضمینوي، د اسرائیلو او داعش په اهدافو کې ډیری ګډ پروګرامونه او مشترکات شتون لري.
اسرائیل په فلسطین کې له کلونو کلونو راهیسې د بېلابېلو جهادي حرکتونو سره په جګړو کې ښکېل وو، او دې پایلې ته ورسیده چې په مستقیمه جګړه او مقابله کې به هیڅکله ونه توانیږي د مجاهدینو لاره بدله کړي.
له همدې امله یې په خپله ستراتیژي او سیاست کې بدلون راوست او د مسلمانانو په نوم د جهادي حرکتونو په جوړولو سره یې هڅه وکړه چې د جهاد او مجاهدینو لاره کمزورې کړي او مجاهدین د خپلو جهادي مشرانو په اړه شکمن کړي، ترڅو په دې توګه د مسلمانانو د جهاد او مبارزې لاره بدله کړي.
خو دوی باید ډاډه وي چې دا لاره به هیڅکله له لارویانو خالي نشي او د دوی شوم اهداف او پروګرامونه به هیڅکله پر دې سپیڅلې او تلپاتې لارې اغیز ونه کړي، داعش په خپل منفي چلند او د هغه په نړیوال انعکاس سره، هڅه کوله چې د نړۍ خلک د اسرائیلو د ادعاوو په اړه قانع کړي، د داعش وحشت او ترهګرۍ په نړۍ کې دومره غوغا جوړه کړه چې ډیری خلکو د اسلامي جهادي حرکتونو په اړه خپل فکر بدل کړ.
خو دا الهي سنت دی چې باطل به هیڅکله د اوږدې مودې لپاره پر نړۍ سیوری ونه لري، نو کله چې د داعش استخباراتي اهداف او د هغوی د وسیلې په توګه کارول افشا شول، نو نړیوالو ته روښانه شوه چې دا ډله نه یوازې دا چې له اسلامي لارښوونو څخه ډیره لرې ده، بلکې د موساد له استخباراتي اهدافو سره نږدې او همغږې ده.
د داعش او اسرائیلو ګډې ګټې او مشترکات په نړۍ کې دومره ډیر دي چې هیڅوک به یې په جلاوالي شک ونه کړي، په نننۍ نړۍ کې چې نړیوال قدرتونه د امپراتوریو د جوړولو او نړۍ د یو قطبي کولو په هڅه کې دي، د داعش په څیر عوامل د دوی لپاره اړین دي او وي به؛ اسرائیل هم پر منځني ختیځ د واکمنۍ په فکر سره، باید د داعش په څیر عوامل په واک کې ولري ترڅو وکولای شي د هغوی په وسیله خپله لاره هواره کړي.