د داعش د جوړېدو او رامنځته کېدو په پیل کې داسې انګېرل کېده چې دا وحشي او ترهګره ډله یوازې د دې لپاره جوړه شوې چې د سوریې او عراق د سنیانو غچ له شیعهګانو واخلي.
په واشنګټن ډي سي کې د کردستان د ډیموکراټیک ګوند استازي، کامران بالنور د داعش ډلې له خوا د تاوتریخوالي او وژنو یو لامل د دغه هېواد د سنیانو پر وړاندې د عراق د شیعه حکومت د اقداماتو غچ باله.
نه يوازې کامران بالنور، بلکې د سياسي او پوځي مسايلو زياتره شنونکو او څېړونکو هم دغه قضيه په ډېر تأکيد سره يادول، چې داعش د شيعه ګانو له ظلمونو څخه زېږېدلې ډله ده چې له هغوى څخه د غچ اخيستلو لپاره راپورته شوې ده، خو وروسته د دغې ډلې بېهدفه وژنو ثابته کړه چې داعش له شیعهګانو د غچ اخیستو په نیت نه ده جوړ شوی، بلکې یوازینۍ موخه یې د اسلامي واکمنۍ او شوکت له منځه وړل دي.
د ډېرو کارپوهانو په باور، تاوتریخوالۍ او وژنه هغه دوې پدیدې دي چې د داعش له نوم سره تړلې پاتې شوې او لا هم پاتيږي، له دې امله چې ياده ډله وينو څښلو او تويولو ته ډېره لېوالتيا لري، د سني او شيعه تر منځ هېڅ ډول توپير ته ژمنه نه ده؛ حتى خپله دوامداره تنده د بېګناه مسلمانانو په وینو تویولو سره پوره کوي.
په حقیقت کې دا باید ومنو چې د شیعه او سني مسئله دلته مطرح نه ده؛ بلکې د دې ډلې اصلي هدف د مسلمانانو له منځه وړل او د کفارو د حقوقو ساتنه ده، دا ځانګړنه رسول الله صلی الله علیه و سلم په خپل ژوند کې څرګنده کړه ده چې: خوارج مسلمانان وژني او کافران له پامه غورځوي.
د اسلامي چارو شنونکي په دې باور دي چې داعش د خپل ظهور په پیل کې له د اسلامي ایډیالوژۍ څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی؛ وروستۍ او نهايي موخه يې د تېلو د زېرمو لاس ته راوړل، د اسلامي هېوادونو کمزوري کول، د اسلام بدنامول، له ديني زده کړو څخه د ځوانانو راګرځول او د کفري نړۍ پياوړي کول دي.
د داعش فکري تعصب او ورسره څنګ کې د مذهبي متنونو توجیه او تحریف د دې ډلې د بېتوپیره وژنې یو لامل ګڼل کیږي؛ له هغه ځايه چې دا ډله د خپل تحریفي قواعدو پر بنسټ هر دیني متن تفسیر او توجیه کوي، نو ځکه مسلمانان مرتد بولي او د وژلو امر يې کوي.