په افغانستان کې له امريکايي اشغال نه وروسته؛ پاتې عرب مجاهدين له افغانستان څخه ووتل، چې اکثره يې بيرته عربي هیوادونو ته وګرځيدل، کله چې غربي خونخوارو په عراق بريد وکړ؛ همدا د القاعده مجاهدين و، چې دښمن ته يې سخت ګذارونه ور کړل او ډېر مالي و ځاني زیانونه یې ور واړول.
په دې وخت کې د جهاد رهبري ابو مصعب الزرقاوي کوله، د مصعب الزرقاوي د سيف العدل په واسطه؛ د اسامه بن لادن رحمه الله سره پيژندګلوي وشوه، اسامه بن لادن په اردن کې د زرقاوي د ښو فعالیتونو له وجې؛ په القاعده کې شامل کړ.
ابو مصعب الزرقاوي؛ اسامه بن لادن په هرات کي ځاى پر ځاى کړ، خو پر افغانستان د امريکايي يرغل نه وروسته؛ ايران ته مهاجر شو، زرقاوي په ٢٠٠١ میلادې کال کي د عراق د القاعده په نوم يو منظم تنظيم ايجاد کړ؛ چې په لومړیو وختونو کې يې تقريباً لس زره روزل شوي عسکر درلودل.
پر عراق له يرغل وروسته؛ ابو مصعب الزرقاوي په ۲۰۰۴ میلادي کال کې رسماً له اسامه بن لادن سره بيعت وکړ او خپل جنګيالي يې په القاعده کې شامل کړل، هغوى د غرب پر خلاف سخت مقاومت وکړ؛ چې له همدې وجي ابو مصعب الزرقاوى نړيوال شهرت وموند.
زرقاوي په خپل ژوند کې عراقي سنيان منظم کړل او په يوه تنظيم کې يې را ټول کړل، غربي ځواکونو ته يې غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړل، د پولي ها خوا ته په سوريه کې یې سني مسلمانانو ته د جهاد تلقين ورکړ.
زرقاوي په 2006 میلادې کال، د امریکا په هوايي بريد کې په شهادت ورسید، د عراق د القاعده تنظیم د ابو مصعب الزرقاوي پر ځاى ابو حمزه المهاجر مشر وټاکل شو، المهاجر په لومړنۍ وينا کې وویل؛ چې د کفارو پر ضد هډوکې ماتونکو عملياتو ته ضرورت دى، هغه د زرقاوي لاره تعقيب کړه او د القاعده د لویې مشرۍ لاندې یې جهاد ته ادامه ور کړه.
په عراق کې سنيانو غوښتل؛ چې واړه واړه تنظيمونه، ډلې او ټپلي ختمي کړي، پر ځاى يې يو متحد او پياوړى ځواک جوړ شي، تر څو وکولاى شي؛ چې په عراق کې خپل حيثيت وساتي او په سيمه کې د غربي ځواکونو ښه مقابله وکړای شي، همداسې د شيعه ګانو په مقابل کې يو قوت جوړ شي.
ايمن الظواهري او سيف العدل په 2005 میلادې کال کې پيشنهاد وکړ؛ چې د عراق اسلامي امارت دې جوړ شي، ځينو نورو خود غرضو چي زه به يې وروسته تشريح کړم؛ وغوښتل چې د عراق اسلامي خلافت دي جوړ شي، همدا نقطه وه؛ چې سنيان يې ټوټه ټوټه کړل، لاسته راوړني يې له لاسه ووتې او قتل عام خپور شو.
هغه اميدونه چې ګواکې؛ په عربي نړۍ کې د اسلام بزم قائم کيږي، يو اسلامي نظام جوړيږي؛ له خاورو سره خاورې شول، دا چې په عراق کي څه پيښ شول؛
جريان لري…