کفار او ملګري يې په هيڅ صورت دا نه مني چې په نړۍ کې دې د اسلام رښتينی انځور وړاندې شي او مسلمانان دې په ارامه ساه واخلي.
له همدې امله اسلامي أمت له يوې داسې شريرې ډلې سره لاس او ګریوان دى؛ د چا لاسونه چې تل د اسلامي أمت د نومياليو په وينو سره شوي، چا چې له مسلمانانو خوښۍ اخيستې، څوک چې د خداى جل جلاله د شعايرو بې حرمتي کوي، چا چې د مسلمانانو ناکاميو، د اسلام ورکېدلو، د سپېڅلي منهج تغير او تبديل ته کار ويلى.
هو! خوارجو نه يوازې دا چې د أمت ستر نوميالي په خپله په شهادت رسولي، بلکې له امريکا، يهودو، اسرائیلو، ملګرو او صيهونيستي رژيم سره يې د امت د لويو قايدونو په شهادت کې مرسته او د أمت په غم خوشحالې ښودلې ده.
دوى د هغه سپېڅلي دين او لارويانو خلاف دي؛ چې د لوى خداى جل جلاله د وحدانيت چيغه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلى مسير او د خلفاﺀ راشدينو دعوه پر مخ وړي، د دين د بقاﺀ لپاره قربانۍ ورکوي، د حق نعره د نړۍ تر ګوټ – ګوټ، د دين د منکرينو، او خوارجو تر غوږونو رسوي.
شهيد اسماعيل هنيه تقبله الله هغه ستر نوميالى و؛ چې ټول عمر يې د سپېڅلي اسلام د دعوت لپاره وقف کړى و، هنيه تقبله الله د خداى تعالی له پاکو شعايرو، اسلامي ارزښتونو، مظلومو مسلمانانو او د پيغمبر صلی الله علیه وسلم له داعيې نه ساتنه کوله، چا چې ددې سپېڅلي دعوې لپاره يوازې د خپلې کورنۍ ٣٢ تنه شهيدان ور کړل او خپله يې هم د شهادت جام نوش کړ.
خوارجو د أمت ددې سترې ضياع، ستر نوميالي، د عظيمتونو، عظمتونو قايد په شهادت خوشالي ښکاره کړه او يو بل ته يې د خوښيو غاړې او مبارکۍ ور کړې.
له دې ښکاري چې خوارج بل څوک نه؛ بلکې د همدې شريرې امريکا، يهودو او ذليله اسراييلو لاسپوڅي، د لوبو اله او غلامان دي، د هغوى ملاتړ کوي او د مسلمان أمت غم له دوى سره يو ځاى لمانځي.