ام حذیفه د داعشي خوارجو د لومړني مزعوم خلیفه ابو بکر البغدادي مېرمن ده، چې په ۲۰۱۸ز کال کې په ترکیه کې ونیول شوه او په تېره فبروري میاشت کې عراق ته وسپارل شوه. ام حذیفه اوس د عراق په یوه زندان کې، له بغدادي سره په جرمونو کې د ښکېلتیا په تور تر تحقیقاتو لاندې ده.
ام حذیفه له بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې د خپل خاوند، له هغه سره د ژوند او د خپلې کورنۍ د تباه کېدو په اړه غږېدلې ده.
د ۲۰۱۴ز کال په اوړي کې چې داعشي خوارجو پرلپسې په عراق کې سیمې نیولې او جنګیالیو یې سخت جنګونه ترسره کول، د ام حذیفه په خبره، هغه وخت ابو بکر البغدادي په خپل کور کې کرار ناست و، په هیڅ کوم جنګ یا نښته کې یې برخه نه اخیسته. کله چې موصل ونیول شو، بغدادي په رقه کې و، وروسته موصل ته ولاړ او د هغه ځای په جامع جومات کې یې ځان د مسلمانانو خلیفه اعلان کړ.
د مزعوم خلافت له اعلان سره سم، د خوارجو وحشتونو هم زور ونیو او د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف ظلمونه یې ترسره کړل. ام حذیفه وايي چې دې به له خپل خاوند سره تل د دې ”غیرانساني او د بشریت له سرحدونو د وتلو ظلمونو“ په اړه بحث کاوه او پخپله یې د داعشیانو د جرمونو تصویرونو ته کتلای نه شول.
ام حذیفه وايي، دې به خپل خاوند ته ویل چې ”لاسونه یې د بېګناه خلکو په وینو سره دي“ او اسلام له قتل پرته د خلکو د هدایت نورې لارې هم ښوولې دي.
بغدادي د ځان ساتلو لپاره خپلې کوچنۍ لوڼې واده کړې وې
ام حذیفه وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې ځان ته د خلیفه د لقب تر ورکولو وروسته، بغدادي خپله ۱۲-کلنه لور امیمه د منصور په نوم یوه کس ته ورکړه. منصور د بغدادي نږدې ملګری و او ده د کورنۍ د ساتنې او پالنې مسؤلیت ورکړی و. ام حذیفه وايي دې د بغدادي د دې کار مخالفت وکړ خو چا یې خبرې ته غوږ ونه نیو.
د عراق یوې امنیتي سرچینې ویلي چې امیمه تر دې وړاندې په اته کلنۍ کې هم د داعشیانو یوه شامي ویاند ته یوازې د دې لپاره په نکاح ورکړل شوې وه چې خاوند یې په آسانۍ سره د بغدادي د نه شتون په وخت کې د ده کور ته راشه درشه ولري.
د یزیدي نجونو وینځې کول
داعشي خوارجو په عراق کې د سیمو له نیولو سره سم، زرګونه یزیدي نجونې او ښځې وینځې کړې، چې وروسته یې د جنسي استفادې، سوداګرۍ او انساني سپر په حیث وکارولې.
ام حذیفه وايي، منصور له امیمې سره تر نکاح څه موده وروسته د دوی کور ته نهه یزیدۍ نجونې – چې عمرونه یې د ۹ او ۳۰ کلونو ترمنځ و – راوستې. ام حذیفه وايي، زه هېښ شوم او ”د شرم احساس مې وکړ. “
په دې نهو نجونو کې د ثمر او زینا په مستعارو نومونو دوې نجونې هم وې. بي بي سي د دې ثمر پلار حامد پیدا کړی او راغږولی یې دی. حامد وايي، ده دوې ښځې او ۲۶ بچیان درلودل. داعشیانو د سنجار پر خانصور سیمه تر برید وروسته، د ده ښځې، ماشومان، دوه وروڼه او د هغوی ټولې کورنۍ اختطاف کړې.
اوس هم د حامد ۶ ماشومان (د ثمر په شمول) ورک دي او هیڅ درک یې نشته، نور ماشومان او خپلوان یې له داعشیانو بېرته ونیول شول او یا د پیسو په ورکولو راخوشي شول. د زینا (چې د حامده ورېره ده) په هکله دا ګومان موجود دی چې اوس هم د سوریې په شمال کې ساتل کیږي. د زینا خور (سود) هم داعشیانو تښتولې وه او وايي چې جنسي تېري پرې شوي او اووه ځله داعشیانو پر یو بل خرڅه کړه.
حامد او سود پر ام حذیفه عریضه کړې چې له بغدادي سره په جرمونو کې شریکه وه. ام حذیفه یې په اړه وايي، ”زه دا نه وایم چې زما خاوند مجرم نه و، له دوی [سود او نورو یزیدي نجونو] سره چې څه شوي ډېر افسوس ورباندې کوم“.
د بغدادي خپله کورنۍ هم، د ده او د ده د منحرفې ډلې د توپکیانو د قربانیانو د کورنیو په څېر، تیت پرک او له منځه تللې ده. د ام حذیفه مشره لور امیمه له دې سره په زندان کې ده، ۱۲ کلنه لور فاطمه یې د ماشومانو په زندان کې ساتل کیږي؛ یو زوی یې د سوریې حمص ته نږدې د روسانو په هوايي برید کې ووژل شو، بل یې د خپل پلار د انفجار له امله په تونل کې له ده او یوه بل ماشوم سره یوځای ووژل شو او تر ټولو کشر زوی یې په یوه دارالایتام کې ساتل کیږي. د بغدادي د ښځې تر ټولو غټ ارمان اوس د خپل کشر زوی په اړه معلومات پیدا کول دي. د بي بي سي خبریال وايي، کله چې تر مرکې وروسته امنیتي کس ام حذیفه له ځان سره بووتله، دې زارۍ ورته کولې چې د خپل کشر زوی په هکله یو څه معلومات ورکړي.