ابو محمد مدني یو تاجکستانی وګړی دی او ادعا کوي چې په مدینه منوره کې یې زده کړې کړې دي. د نوموړي اصلیت نور معلوم نه دی، خو دا چې د تکفیر او پر مسلمانانو د ارتداد ټاپو لګولو کې ډېر جراتمند و، نو د دري ژبو خراساني خوارجو لپاره یې د شیخ حیثیت غوره کړی و، د ده په نوم یې ټلګرام چېنلونه جوړ کړي وو او شپه ورځ به یې د نوموړي بیانونه کښته پورته کول.
خو مدني هغه وخت ”لندني“ شو کله چې یې د مسکو پر یوه هال باندې د داعشیانو وروستی برید فتنه او د تاجیکانو پر ضد منظمه دسیسه وبلله او په رد کې یې څه باندې دري څلوېښت دقیقې غږیزه وینا خپره کړه. مدني په خپله غږیزه وینا کې د مسکو برید په دې دلیل د اسلام د مبین دین د اصولو خلاف بللی چې غیرحربيان ښځې، ماشومان او سپين ږیري پکې وژل شوي دي.
ابو محمد مدني په خپله وینا کې ډېر تمرکز پر دې کړی چې تاجیکان بې اتفاقه دي او څوک چې یې څنګه وغواړي هماغسې یې استعمالولای شي. نوموړی تکرارا وايي چې تاجیکستاني وګړي د قوي حکومت او یووالي د نه شتون له امله هرڅوک استفاده کوي او د سترو قوتونو د لوبې وسائل ګرځېدلي دي.
د دې غږیزې وینا تر خپرېدو وروسته زیاترو داعشي خوارجو ابو محمد مدني تکفیر کړ او د روسیې ملاتړی یې وباله، یو شمېر نورو یې بیا په دې ځان ډاډه کاوه چې ممکن دا خبرې نوموړي د اکراه په حالت کې کړې وي او امکان لري چې بېرته له خپلو خبرو رجوع وکړي (لکه یو شمېر نورو د داعشي فکر مبلغینو چې کړې ده).
د مدني د خبرو دوې ورځې لا نه وې تیرې شوې چې د خراساني خوارجو رسمي خپرندويې ادارې العزائم د ”موتوا بغیظکم: رد بر سخنان جاهلانه ابو محمد لندنی“ تر عنوان لاندې په دري ژبه ۴۱ پاڼې رساله او ورپسې غږیږه وینا خپره کړه. په رساله کې خوارجو د غیرحربي ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو د وژلو د جواز ثابتولو لپاره تر وروستي حده کوښښ کړی او ابو محمد مدني یې پکې د روسیې د زرخرید غلام، جاهل، د ملحدینو د اقوالو د مفسر، جاسوس او نورو لقبونو په ټاپو نازولی دی. د رسالې لیکوال یو ځای پر دې ټینګار کړی چې د غیرحربي ښځو وژل روا دي. خو وروسته بیا وايي داسې هیڅ ثبوت نشته چې د مسکو بریدګرو دې ښځې وژلې وي.
دا لومړی ځل نه دی چې د خراساني خوارجو د ملاتړو او جنګیالیو ترمنځ د ځینو مسائلو پر سر د یو بل د تکفیرولو تر حده اختلافات راپورته کیږي. څه موده وړاندې العزائم د ”زموږ عقیده او منهج“ تر عنوان لاندې یوه رساله تر هغه وروسته خپره کړه چې یو شمېر پلویانو یې په ښکاره امام ابو حنیفه رحمه الله تعالی تکفیر کړ. همداراز د تېر ۲۰۲۳ز کال په جون میاشت کې یو شمېر داعشیانو وویل چې د خراساني خوارجو د قضاء څانګې په امر د دوی ځینې ملګري د عقیدوي مسائلو پر سر د اختلاف له امله لومړی بندیان او وروسته وژل شوي دي.