اکټر عائشه
خلافت يا امارت د هغه نظام نوم دى، کوم نظام چې خداى تعالیٰ جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم د خلکو لپاره ټاکلی دی.
دا يو داسې جامع نظام دی، چې پکې د ټولو خلکو حتىٰ بحر و بر حيواناتو حقوق هم محفوظ دي.
دلته د انسانانو د عبادت، معيشت، معاشرت، اقتصاد، تجارت وغيره ټول مسائل موجود دي.
نو ځکه د دې نظام حاکمان هم بايد له دغه مسائلو اګاه او خبر وي، داسې حاکمان چې وکولاى شي خپل ولسونه له پورتنيو حقوقو برخمن کړي.
له پوره مطالعې وروسته ثابته شوه، چې د داعش په نوم تنظيم چې ځان مسلمان او بيا د خلافت مُدعيان بولي، پخپله دعوه کې په کامل ډول دروغجن دي، د دوى تنظيم هيڅ د خلافت لپاره برنامه نلري او نه کوم داسې منل شوي اصول او قواعد لري چې د هغوى له مخې وکولاى شي د يو مملکت نظام پرمخ يوسي.
داعش چې په کومو ځايونو کې په جبر او ﺯور حاکم دي، هلته يې د خلافت هيڅ کومه نمونه نه تر سترګو کيږي.
لکه؛ ګمرکات، احتکار، سود، بيع باطل او يا حکومتي کارونه لکه؛ د مسٶليتونو تقسيم، پوليس، بيارغونه، انکشاف، دغه د حکومتولۍ خاکه کومه چې د نبي کريم صلی الله عیله وسلم څخه تر خلفاء راشدينو او بيا وروسته تر امراوو پورې د خلکو د حاجاتو لپاره جوړه شوې وه، د داعش په تنظيم کې شتون نلري، دوى يواﺯې د بغاوت لپاره د اميرالمٶمنين نوم کاروي او د قاچاق او نورو کاروبارو لپاره يې بعضې مسٶلين ټاکلي.
د دوى موخه د خلکو خدمت نه، بلکې خپل کاروبار ته وده ورکول دي.
بناءً دغه ډله د اسلام او خلافت له نوم په استفادې خپل کاروبار او تجارت په ناجائز ډول پرمخ وړي او د دغه کار لپاره د خلافت د نوم څخه استفاده کوي.