حسیب جمال
پورته عنوان مې یو وخت په کوم کتاب کې لیدلی و، چې محتوا یې پر اروا پوهنه را ټوله و، خو ماته دلته د خوارجو د محوې په سلګیو کې د غرب تر بې شرمه او ګډو وډو تبلیغاتو را یاد شو.
د مسلمانانو تر منځ د تفرقې اچولو او د غرب د امنیتي پولو د ساتلو په نیت رامنځته شوې دا ډله/خوارج، چې له پخوانیو خوارجو څخه په څه بدل شکل د نوي ورژن په بڼه را ښکاره شوه، له همغه اول ظهور سره یې د تبلیغاتو لپاره د غرب د تبلیغاتي دستګاوو ماشینونه چالان دي، کله یې د ټولې نړۍ لپاره د یوه ستر خطر په بڼه معرفي کوي، کله یې د منځني ختیځ هیوادونو لپاره او کله یې د افغانستان د موجوده اسلامي نظام لپاره یو ستر ګواښ ګڼلي وي.
د نورې نړۍ اړوند له څه ویلو به تېر شو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د خوارجو لپاره د غرب طرز تبلیغاتي بابولالې، چې هر ځل د غربي او غرب پلوو رسنیو مهم سر ټکي وي هر چا اورېدلې دي، کله وایي: داعش ډله په افغانستان کې د پخوا په پرتله پیاوړې شوې ده.
کله وایي: داعش ډله د اسلامي امارت لپاره تر ټولو ستر سر خوږی جوړ شوی.
او کله بیا وایي چې: داعش له افغانستانه د ګاونډیو هیوادونو د نا امنه کولو لپاره پر نویو طرحو کار کوي.
همدا راز پر ټولنیزو رسنیو د غرب د غټو چارواکو دروغجنې تبلیغاتي تبصرې هم د دې ډلې د قوي او ستر خطر په ډول د ښودلو یوه ناکامه هڅه ده.
په وروستیو کې غرب د خوارجو لپاره د تبلیغاتو شکل ته هم تغیر ور کړی، دا ځل یې په ګوړه کې زهر اچولي، او وایې چې: اسلامي امارت د داعش ترهګرې ډلې په له منځه وړلو کې بریالی دی، دا خبره ظاهراً خورا ښکلې ده، خو په منځ کې یې وژونکې بدرنګي پټه ده، خوارجو ته نېغ په نېغه د تنکیو ځوانانو د غولولو او د اسلامي امارت په اړه د ذهنیتونو د انحراف لپاره دلایل په ګوتو ورکوي، یعني دا ښیي، چې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت غوڅ دریځ او د دې ډلې د محوې چټک ګامونه د غرب په تشویق او اشاره تر سره کېږي، خو غرب هېره کړې چې دلته یې نه تبلیغاتو کار ور کړی او نه یې استخباراتي لاس وهنو او پروژو.
د افغانستان په ټوله جغرافیه کې لله الحمد یو قدم خاوره خوارج په ولکه کې نه لري، نه یې هم د اسلامي امارت له راتګ سره تر اوسه کوم داسې برید تر سره کړی، چې د خطر په ډول دې د دوی موجودیت و ښیي، وخت نا وخت یې پر پټنځایونو د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا تندریز عملیات د دوی د یو مخ ورکیدو او محوې په معنی دي.
د خوارجو نه شتون او په اړه یې د غرب دومره پراخ تبلیغات یوازي او یوازي د مچ له وزرو غرونه جوړول او د خپلې کمعقلۍ او حماقت د رسوایۍ لپاره لارې جوړول دي، دلته اولسونه او فکرونه ژوندي دي، نه یې سترګو رڼا له لاسه ور کړې او نه بې هوشۍ وهلي، هر څه روښانه/ غوا توره او شیدې یې سپینې دي.