لیکوال: مفتي حماس انقيادي
افغانان که څه هم د اقتصاد له پلوه کمزورې خو ايمانونه يې له غره سره ډغرې وهي. له بلې زاويې افغانان لکه څرنګه چې د جګړې په ميدان کې غښتلي دې همداسې د تفاهم او تعهد په ميدان کې هم ژمن او متعهد خلك دي. افغانان هيڅکله پر خپله خاوره د پرديو اشغال او تجاوز نشي زغملای.
په ۱۳۵۴ هجري شمسي کال شوروي ځواك زمونږ په ګران هېواد افغانستان يرغل راوړ، افغانان يې په قسما-قسما مرګونو شهيدان کړل، ودان هېواد يې په کنډواله بدل کړ، له هيڅ قِسم زور او ظلم يې دريغ ونکړ. ډيری افغانان يې هجرت ته اړ کړل، چې لا هم له دښتو او غرونو د بارودو بوی ځي، خو افغانان چې فطرتاً له زور، تجاوز او اشغاله کرکه لري، خپل خوندې شوي ټوپکان يې له غلافه ویستل، ښمڅې او لغمونه يې د دښمن د ترصد لپاره فعال کړل، خپل سنګرونه يې د دښمن په مقابل کې محکم وساتل، د دښمن لپاره يو موټی او متعهد شول.
شوروي ښامارانو ۹ کاله او ۵۰ ورځې په دې خاوره د ظلم، وحشت او بربریت عمر تېر کړ، چې بلآخره دا زورور او مکار دښمن د متدين او مجاهد ولس پر لاسونو مات او تيښتې ته اړ کړل شو، دښمن له يوې تاريخي ماتي او شکست سره مخ شو چې هيڅکله به دوی د دې شکست جبران ادا نکړي، افغانان څو لسيزې را په دېخوا په ډير وياړ او جوش ددې تاريخي او وياړمنې ورځې لمانځنه کوي.
له افغانستانه تش د روسانو ویستل او که د یوې لویې وحشي امپراطورۍ دړې وړې کول.
له نن نه پوره درې څلویښت کاله پخوا د مرغومې پر شپږمه سل زره سرو لښکرو د داخلي خائنانو او اجیرانو په مټ له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل او د هېواد ډېرې برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، وحشتونه، بربریت او د بشر ضد کړنې ترسره کړې، مؤمن افغانان یې له ارام ژوند څخه بې برخې کړل.
د شوروي اتحاد لښکرې لومړی له حیرتان بندر څخه تر تیریدو وروسته د حفیظ الامین حکومت نسکور او پر ځای د بابرک کارمل د ګمارل کیدو اعلان وکړ.
له یو څه وخت تیریدو وروسته سرو لښکرو د داخلي وحشي عسکرو په مټ دومره وحشتونه او بربریت شروع کړ چې ګوندې دوی به د نورو هیوادونو په شان په افغانستان کې هم د خپل وحشت او سرزوري نوم وساتلای شي.
خو دوی خبر نه و، چې افغانستان د الله تعالی له سنګرونو څخه یو سنګر دی هر قوم او ظالمانو ته چې غصه شي بیا یې په افغانانو سمه وي، (خراسان کننانة الله اذا غضب علی قوم رماهم بهم).
په افغاني ټولنه کې مشهور ده [چې افغانانو په زور اسلام هم نه دی قبول کړی] نو یو طرف ته که دې خبرو ته وګورو چې افغانانو په زور اسلام نه دی قبول کړی نو په زوره بیا کله اشغال، ظلم او بربریت قبولوي!.
د پورتنۍ خبرو په تعقیب د روسانو له ډیر وحشتونو وروسته غیرتي افغان ولس یو لوی ملي قیام ترسره کړ، او د یوې لسیزې د یو نیم ملیون له سختې قربانۍ ورکولو وروسته د نړۍ وحشي شوروي امپراطورۍ یې په عادي روسیه بدله او د خندا وړ یې وګرځوله، وروسته له دې د خلکو په خولو کې د شوروي اتحاد په ځای نسکوره شوې روسیه یادیدله.
لیکوال مفتي نعمان مهاجر