اسلام یو پراخ او هر اړخیز دین دی، د مسلمانانو نظرونه او فکرونه باید داسې جوړ وي، لکه څنګه چې اسلام تقاضا کوي. که موږ اسلام په پراخه توګه مطالعه کړو، نو دا به جوته شي چې اسلام کې نه افراط شته او نه تفریط، اسلام یو منځګړی او متوسط دین دی.
همدارنګه اسلام له خپلو پلویانو هم دا غوښتنه لري، چې هر مسلمان باید انعطاف پذیري، خلاص فکر او پراخ نظر ولري. هر شي ته باید د اسلام له محوره وګوري، د خپل طبعیت، خودنفسي او له ځان غوښتني باید ډډه وکړي. هر مسلمان، خصوصا هغه څوک چې د مسلمانانو واک یې په لاس کې دی، باید د فکري جمود له زاویې به راوتلی وي او وسیع الفکره به وي.
که چېرې داسې څوک پیدا شي چې مسلمانان ځانونه بولي او اسلام ته منسوبیږي؛ خو هر څه ته د اسلام له دائرې نه ګوري، بلکې د افراط او یا تفریط خواته وي؛ نو هغوی به یا د جهالت په کندو کې ډوب وي، چې د اسلام په هغه اساسي روح نه دي خبر او یا به د نورو غولوونکو له خوا مستخدم شوي وي او یا به د خود نفسي، انانیت او د طبعیت حاکمیت پرې چلیږي چې همدا هم د جهالت یو ډول دی.
اسلام د مسلمانانو روح او په اعتدال ولاړ دین دی، اسلام تر یوې زمانې محدود نه دی او نه تر یوه قوم، ملت او وطن پورې خاص دی، بلکې اسلام د نبي علیه السلام له زمانې آن تر قیامته پورې دی او همدا ډېوه به یې بله پاتي وي. نو له همدې وجي چې د اسلام جغرافیه پراخه ده، پلویان یې هر څوک کېدلای شي؛ ځکه الله تعالی دا خصوصیت ورکړی چې اسلام باید منځلاریتوب ولري، تر څو د اسلام تر سایې لاندې هر څوک ښه ژوند وکړي.
که تاریخي پس منظر ته ولاړ شو او د اسلام له پیله د منحرفو او ګمراه ډلو مسیر وګورو؛ نو دوی ته په دائمي توګه د یوې پراخي جغرافیې له واک او مسؤلیت څخه نه دې برخمن شوي، که چېرې واک په لاس ورغلی وي نو بېرته یې په محدود وخت کې له لاسه وتلی؛ ځکه د اسلام هغه اساسي هدف چې منځلاریتوب، توسط او اعتدال دی له هغه څخه دوی بې برخي شوي.
که اوس راشو معاصر خوارج (داعش) وګورو، چې دوی په اهل السنت والجماعة د کفر ټاپې سريښوي او تحریف شوي عقاید وړاندې کوي، د اسلام احکام تحریفوي دا د دې ښکاره نښه ده، چې دوی د نورو استخباراتو نانځکې دي، د هغوی د ګټو لپاره لوبیږي تر څو مسلمانان پرې وځپي او د اسلامي نظام د پرمختګ مخه پري ونیسي.
او یا د اسلام په اساساتو نه دي خبر، جهالت پرې غالب دی چې پر مسلمانانو د کفر فتواوي کوي او افراطیت پکې بې انتها درجې ته رسېدلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: عَنْ أَبِي مُوسَى، قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا بَعَثَ أَحَدًا مِنْ أَصْحَابِهِ فِي بَعْضِ أَمْرِهِ قَالَ: ” بَشِّرُوا وَلَا تُنَفِّرُوا، وَيَسِّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا “. (رواه مسلم)
ژباړه: کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم څوک یوه کار ته ولېږل؛ نو ورته ویل به یې: تاسو خلکو ته زېرې ورکوئ، متنفر کوئ یې مه، تاسو اسانتیا کوئ، سختي مه کوئ.
خلاصه دا چې مسلمان باید د اسلام مفهوم په ښه توګه واخلي او نورو ته دې هم په ښه ډول انتقال کړي، له تنګ نظري، افراط، تفریط او له انانیت څخه دې ځان وساتي. همدارنګه مسلمان باید وسیع الفکره وي، له تکفیري عقایدو دې ځان وساتي، لکه څنګه چې اسلام د منځلاریتوب دین دی، پلویان یې هم باید منځلارې او له اعتداله برخمن وي.












































