پاکستان خپل ولس د داعش پر لاس وژني

فایز افغان

 

د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر پر ۲۹ د پاکستان په جنوب لویدیځ بلوچستان کې داعشي خوارجو یو ځل بیا ستر بشري او انساني جنایت را منځته کړ او د ځانمرګو بریدنو پر مټ یې لږ تر لږه ۵۰ تنه مُسلمانان چې د خپل پیغمبر صلي الله علیه وسلم د میلاد لمانځ غونډو ته را ټول شوي ول په شهادت ورسول او په لسګونو نور یې ټپیان کړل، چې ماشومان، ځوانان او سپینږیري پکې شامل ول.

د اسلام مُبارک دین د انسان ژوند ارزښتمن او خوندي ګڼلى، د انسان بې هدفه وژنه يې له سترو ګناهونو څخه شمېرلې ده او همدا راز دا مو باور دی، هغه څوک چې خلک توهینوي، ځوروي او وینې یې تویوي، حتماً به د خدای د غضب مستحق وګرځي.

نن ورځ مسلمانان له فزیکي، رواني، ټولنیز، سیاسي، کلتوري، اقتصادي، لفظي او جنسي اړخه، د داعشي خوارجو له لوري د یوه ستر تاوتریخوالي او خشونت موخه ګرځېدلي دي او په دې سره غواړي چې په نړیواله کچه مسلمانان ترهګر او د اسلام مُبارک دین ترورستي دین معرفي کړي. د دوی د تقویې تر شا د ځينو بې رحمه خودخواه او متکبرو او جابرو حکومتونو لاس دی، چې له دې ډلې څخه یو هم د پاکستان حکومت دی.

باوري شواهد ښايي چې پاکستان په افغانستان او سیمه کې داعش د یو نیابتي تروریستي سازمان په توګه د راپورته کولو او تقویه کولو پروژه پرمخ وړي او له ډېره وخته را په دېخوا په قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومت په مستقیم ملاتړ د داعش لپاره د جلب او جذب لړۍ روانه کړې ده، چې بلوچستان هم په دغه هیواد کې د داعش لپاره یوه لویه او بې قانونه سیمه شمېرل کیږي.

د بلوچستان د برید او ورته نورو بریدونو معلومات او په دې جنایاتو کې د لاس لرونکو نوم لړونه د افغانستان د استخباراتو له لوري وخت پر وخت د پاکستان استخباراتو ته ورکړل شوي، خو بیا هم د پاکستان حکومت د افغانستان استخباراتي معلوماتو ته پاملرنه نه ده کړي او نه یې د دا ډول بریدونو مخه نیولې او تل ګورو چې د پاکستان مساجد، غونډې او دیني مدارس د دا ډول انساني او اسلامي ضد جنایاتو ښکار ګرځي، عام بیګناه او هیڅ ناخبره انسان پکې وژل کیږي، د دا ډول زړه برېښوونکو پېښو عدم مخنیوی، دا پيغام مخابره کوي، چې د پاکستان حکومت هوډ کړی، چې خپل ولس د داعش پر لاس سپک، محکوم او بالاخره ووژني او په بدل کې یې خپل سیاسي اهداف ترلاسه کړي خو دوی ته به دا سودا پرته له تاوانه بل څه په لاس ورنکړي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version