پاکستان له څو لسیزو راهیسې په خپله بهرنۍ تګلاره کې متضاد او دوهګونی چلند تعقیبوي. له یوې خوا ځان په سیمه کې د سولې او ثبات د مدافع په توګه معرفي کوي، خو له بلې خوا د افراطي ډلو په ملاتړ او خپلو ګاونډیو هېوادونو کې د ناامنۍ په رامنځته کولو سره، په عملي توګه د اور بلونکي رول لوبوي. د دښمنجوړونې دا سیاست د پاکستان له جیوپولیټیکو اندېښنو او له هند او افغانستان سره له تاریخي سیالیو ریښه اخلي او تل یې سیمه د بېثباتۍ په حالت کې ساتلې ده.
پاکستان د خپل امنیت د ټینګښت لپاره تل هڅه کړې چې په افغانستان کې «ستراتیژیکه ژورتیا» رامنځته کړي. دا تګلاره چې ریښې یې د سړې جګړې دورې ته رسېږي، وروسته د داعش خراسان په څېر ډلو له ملاتړ سره هم دوام وموند او تر نن ورځې پورې، له لږو یا ډېرو بدلونونو سره، پر خپل ځای پاتې ده. خو هغه څه چې دغه سیاست یې د اور بلونې په تګلاره بدل کړی، د هغو جریانونو ملاتړ دی چې د افغانستان او سیمې ثبات ګواښي.
لکه څنګه چې د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي په څرګندو ټکو اعتراف کړی، دغه هېواد له درېیو لسیزو راهیسې د لویدیځ په ګټه «ناوړه اعمال» ترسره کړي او په بدل کې یې دروند قیمت هم پرې کړی دی. د بهرني سیاست د وسیلې په توګه د وسلهوالو ډلو کارول هغه میراث دی چې نن هم سیمه د اختلافاتو په اور کې سوځوي.
په سیمه کې د ناامنۍ جوړښت د تحمیلي سرحدي کرښو او د پاکستان له خوا د ځانګړو ډلو له تسلیحاتي ملاتړ سره ژورې ریښې لري. د ډیورنډ کرښه چې په نولسمه پېړۍ کې د برېتانوي استعمار له خوا پر پښتنو تحمیل شوې وه، لا هم یوه حساسه امنیتي کرښه ګڼل کېږي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې لپاره یې یوه پلمه برابره کړې ده. پاکستان له دې ناهموارې پولې څخه په ګټه اخیستنې، د اربکیانو او داعش خراسان په څېر ډلو ملاتړ کړی او د افغانستان پر وړاندې یې د فشار د وسیلې په توګه کارولي دي.
خو د همدې متضاد چلند پایلو نن خپله پاکستان هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. خپاره شوي احصایوي معلومات ښيي چې په پاکستان کې وسلوال بریدونه په څرګند ډول زیات شوي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه د پاکستان تګلارې نوې بڼې غوره کړې دي. دغه هېواد چې یوه وخت یې د افغانستان په کورني سیاست کې مهم رول درلود، اوس د اسلامي امارت له تګلارو او د هغو له بدلونونو څخه ناهیلی شوی او د سرحدونو تړلو، د کډوالو د ایستلو او ان د افغانستان پر خاوره د هوايي بریدونو په څېر اقداماتو ته مخه کړې ده. دا مستقیمه مقابله د پاکستان د سیاستونو د کړکېچن حالت څرګندونه کوي.
په مقابل کې، افغانستان هم د قاطع غبرګون له لارې په سیمه کې نوې معادلې رامنځته کړې دي؛ داسې بدلونونه چې د اسلاماباد اندېښنې یې لا پسې زیاتې کړې دي. له سیمهییزو هېوادونو، په ځانګړې توګه له هند سره د افغانستان د دوهاړخیزې همکارۍ پراختیا، پاکستان دې ته هڅولی چې لا سخت غبرګونونه وښيي.
د پاکستان د چلند اساسي ستونزه له خپلو ګاونډیانو سره د وسیلهيي چلند په لیدلوري کې نغښتې ده. دغه هېواد خپل امنیت د نورو په کمزوري کولو کې لټوي او تل په افغانستان کې له هر ډول تحرک څخه وېره لري؛ ان که هغه د افغانستان د ملي ګټو لپاره وي. دا لیدلوری د پاکستان په امنیتي پرېکړهکوونکې دستګاه کې د یوې دوامدارې ستونزې پایله ده؛ داسې لیدلوری چې سیمه د همکارۍ د ډګر پر ځای د سیالۍ او تقابل میدان ګڼي.
سره له دې چې پاکستان د افراطي ډلو د ملاتړ او د تاوتریخوالي د پاروونکو سیاستونو له امله درانه لګښتونه او زیانونه ګاللي، لا هم پر همدې تګلارې ټینګار کوي. خو حقیقت دا دی چې د ګاونډي په کور کې بل شوی اور، که نن وي که سبا، د اور بلونکي لمن ته هم رسېږي؛ او هېڅوک به د بېثباتۍ له دې څپو او تاوېدوونکي بهیر څخه خوندي پاتې نه شي.











































