ننۍ نړۍ او د اسلام سیاسي نظام.

لیکوال: ابو حماد

د نن زمانې په نوم مسلمان مشرانو (پاچاهانو) اسلام او سیاست خورا بدنام کړی دی، بلکې همیش یې اسلام او سیاست نوم د خپل مقصد لپاره استعمال کړی دی، د سیاست نوم اوریدلو سره انسان په خپل دماغو او فکر کې د داسې بد صفته سیاستدان تصور کوي چې دروغجن، وعده خلاف، دوکه باز وي، لاسونه یې په وینو ککړ وی او د خپل موخې لپاره انسانیت ختموي، داسې سیاستدان لیدلو وروسته د انسان په ذهن کې دا سوال راولاړېږي چې د اسلام سیاست سره څه تعلق دی؟ اسلام د داسې سیاست اجازت ولې ورکوي؟ یاد وساتئ!!! اسلام د داسې ناروا او ناوړه سیاست اجازت هیڅکله نه ورکوي، بلکې دوی د اسلام سیاسي نظام څخه بېخي ناخبره دي، اسلام او سیاست یو بل سره پېوسته، لازم وملزوم دي، اسلام د انسانیت یوازې انفرادي ژوند نه بلکې اجتماعي ژوند باندې هم قوي اثر لري، اسلام د ژوند تېرولو یو پیاوړی نظام دی، د ژوند هر ډګر کې انسان ته لارښوونه کوي، که تعلق یې عباداتو سره وي، معاملاتو سره وي، معیشت او معاشرت سره وی، د ژوند هر اړخ لارښوونه کوي، له دې وجې باید مونږ د سیاست صحیح معنا باندې ځان پوه کړو.
اسلام کې سیاست هغه فعل ته ویل کېږي چې ترسره کولو سره یې ولس اصلاح ته نژدې او فتنې وفساد څخه لیرې شي، قرآنکریم کې د سیاست معنا د حاکم په خلکو کې فیصله کول، معاشره ظلم وجبر نه خلاصول، امر بالمعروف او نهی عن المنکر کول او رشوت او داسې نورو بدیو مخنیوی کول یاده شوي ده.
قرآنکریم کې داسې ډېری آیتونه دي چې سیاست معنا ترې څرګندېږی، بلکې ډېره برخه یې سیاست دی؛ لکه: عدل وانصاف، امر بالمعروف ونهي عن المنکر، مظلومینو سره د همدردۍ او ورورۍ اظهار، ظالم او ظلم څخه بې زاري او د دې نه علاوه د پېغمبرانو او اولیاوو سیاست هم په قرآن کې بیان شوی دی.
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ژوند مبارک سیاسي نظام د مدینې څخه پیلېږي، د مکې څخه مدینې ته هجرت وروسته قومي، سیاسی او بین الاقوامي ترقي او امن وامان قیام لپاره یې د مهاجرینو، انصارو، د مدینې مشرکینو او نورو قبایلو ته په نظر سره یو میثاق تیار کړلو چې میثاق او دستور مدینه ورته ویل کیده.
رسول الله د سیاست داسې نظام قایم کړلو چې دنیا یې مثال نه شي وړاندې کولی، ورورولۍ، عدل وانصاف، حقدار ته حق رسول او ظالم ته سزا ورکول یې قایم کړل.
د ملک امنیت لپاره یې خورا واضح نظام جوړ کړ، بلکې دنیا ته یې حکومت چلول ورزده کړل، د رسول الله وروسته خلفاء راشدینو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په طریقو عمل سره خپل خلافت موده کې کارونه نور هم منظم کړل تر دې چې څارویو ته یې هم حقوق ورکړل، نن ټوله نړۍ په دې فکر ده چې ظلم او جبر ختم کړي، د جرمونو مخنیوی وکړي، امن راولي؛ خو یاد ولرئ! چې ظلم او جبر ختمول، د جرمونو مخنیوی او د انصاف پرته امن راوستل ممکن نه دي، د دې لپاره پکار دا ده چې “د اسلام سیاسي نظام” مطالعه وکړي، هر چاته انصاف ورکړل شي.
د اسلامي ملکونو باچاهانو ته پکار ده چې اسلام سیاسي نظام نه ځان خبر کړي، په دې باندې عمل وکړي او د خلفاء راشدینو طرز سیاست خپل کړي، نو ان شاء الله زمونږ ټولنه به ترقۍ لوري روانه شي او ولس به خورا خوښ شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version