مالي کې زرګونه مسلمانان د داعشي خوارجو د بریدونو له امله په تېښته دي

د افریقا د مالي هیواد په ازواد سیمه کې زرګونه مسلمان ملکي وګړي د داعشي خوارجو د بریدونو او ګواښونو له ویرې د الجزائر د پولو پر لور تښتېدلي دي.

د سکای نیوز عربیه د راپور له مخې، مسؤلین وايي چې له تېر ژمې راهیسې د کیدال ایالت اړوند تینزواتن ښار ته تر ۷ زره زیات ملکي وګړي د داعشي خوارجو د بریدونو له ډاره راتښتېدلي او په سخت حالت کې ژوند کوي.

یوه کډوال رسنۍ ته ویلي: ”دلته موږ له سختو ستونزو سره مخ یو، د هوا طوفانونه تل روان وي، خېمو، خوراک او څښاک ته اړتیا لرو؛ داعشیانو زموږ ټول څاروي او مالونه رانه واخیستل“.

د یادونې وړ ده، داعشي خوارج د مالي، بورکینافاسو او نیجر په سرحدونو کې حضور لري او وخت ناوخت د سیمه ییزو حکومتونو ترڅنګ عام خلک هم په نښه کوي. په دې سیمو کې داعشیان له تفکیک پرته کورونه او کلي سوځوي او د خلکو شخصي مالونه د غنیمت په نوم لوټ کوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version