سیرت څیړنه

حذیفه بن الیمان رضی الله عنه وایي: ما د روژي په میاشت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لمونځ وکړ له لمانځه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دغسل له پاره ولاړ شو کله چې ده غسل کاوه ما پرده ورته برابره کړه له غسل وروسته په لوښې کې یوڅه اوبه پاتي شوې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: که غواړې په همدې اوبو غسل وکړه او که نورې اوبه همدې
اوبوته ورزیاتوې هم ستا خوښه . ما ورته وویل: یارسول الله ماته همدا ستا له غسل نه زیاتې شوې اوبه خوند راکوي اوپه همدې اوبو غسل کوم .

حذیفه رضی الله عنه وایي: ما په هغو اوبو غسل پیل کړ او رسول الله
صلی الله علیه وسلم زما له پاره پرده جوړه کړه. ما ورته وویل یارسول الله! زه ځان ته په خپله پرده برابروم ته یې مه برابروه، ده راته وویل لکه څنګه چې تا زما له پاره پرده برابره کړه داراز به خامخا زه هم ستا له پاره پرده برابروم .( حیاه الصحابه ج ۲ ص ۸۶۷)

حذیفه رضی الله عنه مشهور صحابي دی او د ” صاحب سر رسول الله ” لقب ورکړل شوی ده، ځکه رسول الله صلی الله علیه ووسلم ده ته دګڼ شمیر منافقانو نومونه ښوولې وو او د اخرت دفتنو او نښو په اړه یې ډیرې خبرې ورته کړې وې عمربن الخطاب رضی الله عنه له ده نه پوښتنه وکړه چې زه خو به له منافقینو څخه نه یم؟ ده ورته وویل: نه، او بیا یې زیاته کړه چې له تا وروسته به د هیچا تزکیه ونکړم، دی اوپلاریې یمان دواړه د احد په غزا کې برخوال وو خو پلار یې دخپلو صحابه کرامو له خوا په خطایي سره ووژل شو.

حذیفه او پلار یې يمان رضي الله عنهما د بدر په غزا کې په لاره کې کفارو ونیول او وعده یې ځنی واخیسته چې د محمد (صلی الله علیه وسلم ) له لورې به زموږ سره په جګړه کې برخه نه اخلئ دوی چې رسول الله ته داخبره وکړه هغه ورته وویل: له هغوی سره په وعده وفا وکړئ، دی دعثمان رضی الله عنه له شهادت څلویښت ورځې وروسته وفات شوی دی.سیر اعلام النبلاء للذهبي.

په دې روایت کې راغلي چې کله حذیفه غسل کاوه رسول الله صلی الله علیه وسلم پرده ورته جوړه او برابره کړه له دې مخکي حذیفه ده ته پرده برابره کړې وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې کړنې دا پایله ترلاسه کولی شو چې یو ملګری باید له بل سره مرسته وکړي په دې کې د مشر او کشر توپیر نشته، او داراز د لوړ رتبه او ټیټ رتبه ملګري خبره دلته ځای نلري، یو ملګری خامخا بل ته اړتیا لري او د ملګرتیا مطلب هم داده چې باید یو د بل په درد وخوري، که په ملګرتیا کې کوم استاد له شاګرد نه خدمت غواړي او دی د هغه خدمت نه کوي داراز کوم پیر او خلیفه صاحب له خپل مرید نه مرسته او خدمت غواړي او دی د هغه خدمت نه کوي، د استاد او خليفه صاحب دا چلند د رسول الله صلي الله علیه وسلم د سنتو خلاف ده باید د ځان د اصلاح په فکر کې شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version