د پاکستان استخباراتي سازمان (ISI) له خپل تأسیس راهیسې په ۱۹۴۸ کال، په تدریجي ډول له یوې کوچنۍ استخباراتي ادارې څخه پر یوه پراخ ځواک بدل شوی، چې نن یې د امنیت، سیاست او اقتصاد ترمنځ پولې ماتې کړې دي. هغه څه چې په پیل کې د ملي ګټو د ساتنې لپاره د یوې وسیلې په توګه طرحه شوي وو، د لسیزو په تېرېدو د پاکستان د واک په معادلو کې پر یوه مهم او اغېزناک ځواک بدل شول؛ داسې ځواک چې کله ناکله ځان د قانون او حسابورکونې له چوکاټه پورته ګڼي.
د دې سازمان پر کړنو نیوکه نه د پاکستان له امنیت سره دښمني ده او نه هم د استخباراتي ادارې د شتون د اړتیا انکار؛ بلکې دا د هغه سازمان د واکونو او مسؤولیتونو د حدودو په اړه د بیا کتنې بلنه ده، چې نوم یې د دې هېواد له ګڼو تاریخي بحرانونو سره تړلی دی. د دې دوسیې له تر ټولو ناوړه اړخونو څخه یوه د ورکو شویو کسانو مسئله ده. د بشري حقونو د سازمانونو او د قربانیانو د کورنیو ګڼ راپورونه، ISI په جبري ورکېدنو کې پر لاس لرلو تورنوي.
کله چې یوه کورنۍ د کلونو لپاره د خپل عزیز له برخلیک څخه بېخبره پاتې شي او هېڅ اداره د ځواب ویلو مسؤولیت ونه مني، د ټول امنیتي جوړښت پر وړاندې د خلکو باور له منځه ځي. دا ورک شوي کسان یوازې اداري دوسیې نه دي؛ بلکې د یوې ټولنې پرانیستي زخمونه دي، چې په چوپتیا کې د بېوسۍ احساس تجربه کوي.
د نیوکې دویم محور د مالي سرچینو د تأمین په برخه کې ابهام دی. د غیرشفافو مالي سرچینو، قاچاق او ناقانونه اقتصادي فعالیتونو په اړه داسې تورونه مطرح شوي، چې د پټو اقتصادي ګټو لرونکې نظامي ـ استخباراتي ادارې انځور وړاندې کوي. کله چې یوه اداره، چې دنده یې د اقتصادي امنیت ساتنه ده، خپله د ناقانونه فعالیتونو له تورونو سره مخ شي، د څارنې او د واک د ناوړه ګټې اخیستنې ترمنځ پوله لهمنځه ځي. دغه مالي ابهام د پراخ اداري فساد د رامنځته کېدو او د پانګهوالو او ښاریانو د بېباورۍ زمینه برابروي.
درېیمه مسئله په سیاسي چارو کې لاسوهنه ده؛ هغه تور چې د پاکستان په تاریخ کې څو ځله تکرار شوی او ISI د سیاسي ګوندونو په کمزوري کولو، کنټرولولو او اداره کولو تورنوي. کله چې یوه اداره، چې دنده یې د استخباراتي معلوماتو راټولول او د ملي امنیت ساتنه ده، د ګوندي معادلو په ټاکلو کې پر پرېکنده لوبغاړي بدله شي، قوانین له دننه څخه بېاغېزې کوي. له بلاول بوټو سره د بحثپارونکو دریځونو او تعاملاتو په څېر بېلګې ښيي چې د ISI سیوری د سیاسي سیالۍ تر ټولو لوړو پوړونو پورې غځېدلی دی. په داسې فضا کې د خلکو رایه خپل ارزښت له لاسه ورکوي او مدني بنسټونه د پټو ځواکمنو کړیو په لاس کې پر وسیلو بدلېږي.
څلورم محور د دې سازمان خپله امنیتي کړنه ده. جدي پوښتنه دا ده: که ISI پراخ استخباراتي توان او واکونه لري، نو ولې پاکستان لا هم د ترهګرۍ، کورنۍ ناامنۍ او خونړیو پېښو له څپو سره لاس او ګرېوان دی؟ نیوکې پر دې ټکي متمرکزې دي چې پر سیاسي واک تمرکز د سازمان وړتیاوې له خپل اصلي مسؤولیت، یعنې د ګواښونو له وړاندوینې او مخنیوي څخه اړولې دي. د ناسمو، بېاساسه او تحریف شویو راپورونو چمتو کول او د معلوماتو ناسم تحلیل نه یوازې د ناسمو پرېکړو لامل کېږي، بلکې د ښاریانو ژوند هم له خطر سره مخ کوي.
پنځم او تر ټولو تریخ اړخ د علماوو د وژنې او له مذهبي او سیاسي شخصیتونو سره د چلند مسئله ده. د علماوو په هدفي وژنو کې د لاس لرلو او د خپلواکو څېړنو د مخنیوي په اړه تورونه مطرح شوي دي، چې که ان یوه برخه یې هم رښتیا وي، د امنیتي مسؤولیت له لارې څخه د ژور انحراف څرګندونه کوي. د دیني عالم یا سیاستوال وژل نه یوازې امنیت نه تأمینوي، بلکې فرقهییز او سیاسي درزونه لا ژوروي. له دې سره سره، د کارکوونکو د مسلکي ژمنتیا، اداري نظم، وفادارۍ او حسابورکونې د کچې په اړه اندېښنې او له دندو څخه د استعفاوو زیاتوالی، د داسې یوې ادارې انځور وړاندې کوي چې له دننه څخه هم د مشروعیت له بحران سره لاس او ګرېوان ده.
په پای کې، د رهبرۍ مسئله او د پوځ د قوماندان جنرال عاصم منیر په شخص کې د واک راټولېدل د موضوع پېچلتیا لا زیاتوي. نیوکې پر دې بنسټ ولاړې دي چې د امنیتي مسؤولیتونو پر ځای پر سیاسي او دولتي واک تمرکز، سازمان له خپل مسلکي مسیر څخه اړولی دی. کله چې پوځي او استخباراتي مشرتابه ملت ته د ځواب ویلو پر ځای د خپل واک د ټینګښت په لټه کې وي، د دې بیه ټوله ټولنه پرې کوي.
دغه انحراف بهرنۍ پایلې هم لري، چې له پامه نه شي غورځېدای. کله چې استخباراتي اداره د روڼتیا پر ځای ابهام او انکار ته پناه وړي، ټولنیزه پانګه ــ چې د هر امنیتي نظام تر ټولو مهمه تکیهګاه ده ــ له منځه ځي. په داسې فضا کې د خلکو همکاري، چې د هر امنیتي نظام رښتینې سترګې او غوږونه ګڼل کېږي، د بېباورۍ او چوپتیا ځای نیسي. له بلې خوا، د پاکستان نړیوال انځور هم له دې وضعیت څخه زیان ویني؛ هغه هېواد چې استخباراتي اداره یې په سیاسي لاسوهنو او د بشري حقونو په نقض تورنه وي، د نړیوالو شریکانو د باور ترلاسه کولو او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي. په دې توګه، د ISI ناوړه سیوری نه یوازې پر کورني سیاست او امنیت، بلکې د پاکستان پر اقتصاد او نړیوال دریځ هم خپور شوی دی؛ او له دې سیوري څخه د خلاصون لپاره تر هر څه وړاندې د حسابورکونې او قانون ته د بېرته ستنېدو جدي ارادې ته اړتیا ده.
د پاکستان پر سر د ISI ناوړه سیوری یوازې یو سیاسي تور نه دی؛ بلکې یو داسې واقعیت دی چې د ښاریانو په ورځني ژوند، د ورکو شویو کسانو د کورنیو په چوپتیا، د علماوو په ترور، بېباورۍ او په ټولنه کې د ریښې غځولي اداري فساد کې یې اغېزې څرګندې دي. د دې وضعیت اصلاح د انکار او د منتقدینو د ځپلو له لارې نه، بلکې د روڼتیا، حسابورکونې، د واکونو د حدودو د دقیق تعریف او د استخباراتي سازمان د خپل اصلي مسؤولیت، یعنې د ملي امنیت د ساتنې دنده، ته د بېرته ورګرځولو له لارې شونې ده.










































