د پاکستان له اداره کوونکو ورخ اوبو وړی دی

زبیر عاطف

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر په خپل هیواد کې تر خونړیو بریدونو وروسته، له توقع سره سم، یو ځل بیا ټول بار د افغانستان پر اوږو ورواچاوه او په دې ډول یې خپله اوږه له مسؤلیته خلاصه وبلله. له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې، دا د پاکستاني چارواکو معمول ګرځېدلی چې د خپلې امنیتي بې کفایتۍ او غلطو پالیسیو د منفي پایلو پړه پر افغانستان اچوي.

اوسنی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ اصلًا د پاکستاني پوځ په لاس کې د یوې مهرې مثال لري. د پوځ مهره ځکه بلل کیږي چې په یوه ډېر پېچلي سیاسي بحران کې د توقع خلاف په آسانۍ تر وزارت عظمی ورسېد. کاکړ چې اوس د افغانستان او افغانانو په تړاو کومې خبرې کوي، همدا یې دنده ده: له نوموړي سره د پوځ همکاري هم د همدې لپاره وه چې د پردې له شا یې رهبري کړي او خپل اهداف پرې ترلاسه کړي.

کاکړ پر مسلمانۍ، ګاونډيتوب او نړیوالو اصولو په پښه ايښودلو سره لومړی هغه افغانان له خپلو کورونو وشړل چې لسیزې یې د پاکستان په خاوره کې د هجرت شپې تیرې کړې وې. اوس یې تازه پر هغوی تور لګولی دی چې د پاکستان په ناامنیو کې هم لاس لري. انوارالحق ملامت نه دی، اړ دی چې د اصلي واکمنو د ټولو اصولو خلاف کړنو ته توجیهات ولټوي – و لو که د ده د حیثیت په بیه وي.

کوم افغانان چې په پاکستان کې اوسېدل او یا هم اوسیږي، هغوی د شوروي لښکرو، د شر و فساد د عناصرو او د امریکايي یرغلګرو د ظلمونو له امله پاکستان ته پناه وړې وه. که بالفرض کوم افغان د پاکستاني حکومت پرخلاف د مزاحمت هڅه کړې وي، دا به هم حتمًا د پاکستاني رژيم یوه عمل ته عکس العمل وي. د لسګونه زره پاکستاني اتباعو په څېر د میلیونونو افغان کډوالو له منځه هم ښايي یو څو کسان د پاکستاني حکومت ناروا چلند، وحشي زندان او ځورونې دې ته مجبور کړي وي چې پر خپل ژوند داو ولګوي او پر جګړه لاس پورې کړي.

کاکړ د نورو نامسؤلانه څرګندونو ترڅنګ دا هم ويلي چې دوی له افغانستان سره معلومات شریک کړي خو افغانستان (د دوی په اصطلاح) د «ترهګرو» پر ضد ګام نه اخلي. دلته به له نورو موضوعاتو تېر شو، پاکستان تر ډېره هڅه کړې چې له «ترهګرۍ» ابزاري استفاده وکړي او خپلو موخو ته ځان پرې ورسوي. په لاندې کرښو کې به لوستونکو ته روښانه کړو چې پاکستان پخپله څومره د افغانستان لخوا د مجرمانه بریدونو په تړاو ورکړل شوي موثق معلومات جدي نيولي دي؟

افغانستان څو میاشتې مخکې پاکستان ته معلومات ورکړل چې داعشي خوارج پر ديني علماوو او مراسمو برید کول غواړي او د خان په نوم کس یې د رهبري او پلان مسؤليت پر غاړه لري. خان د خراساني خوارجو د خیبر پښتونخوا سیمې یو مخکښ مسؤل دی او په خراساني خوارجو کې د ډاکټر افضل په نوم مشهور دی. پاکستاني لوري د افغانستان د معلوماتو پر بنسټ خان ونیو او تر لنډې مودې توقیف وروسته یې بېرته خوشی کړ. ډاکټر افضل له خوشي کېدو سره سم بېرته خپل کار پیل کړ او په بریدونو کې یې لسګونه کسانو ژوند بایلود. المرصاد تازه له امنيتي سرچينو د خان (ډاکټر افضل) تصوير هم ترلاسه کړی او دا دی نن یې نشروي.

ډاکټر افضل (خان)
ډاکټر افضل خان

کاکړ (او د پاکستاني حکومت اصلي اداره کوونکي) باید وپوهیږي چې د دوی داخلي ستونزې په دې نه حل کیږي چې پړه یې پر ګاونډي ورواچوي او زور یې تر بېګناه او بېوسه وګړو وباسي. پاکستان به تر هغو په ستونزو کې ډوب وي تر څو چې یې حکومت او اداره کوونکو له مسؤلیته د تيښتې پرځای په خپلو دیرینه پالیسیو کې بدلون نه وي راوستی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version