د داعش ډلې کړنې او عملونه د يوه معلوم حقوقي بنسټ پر اساس نه؛ بلکې د دوی هره کړنه خود ساخته وي، داعشيان چي د خپلو هر اړخيزو ګټو له پاره هر کار کوي، د مشروعيت له پاره کوم بنسټيز دلايل نه ورته لري؛ بلکي داعشي ډله مطلق العنانه ده.
داعش د عوايدو د لاسته راوړلو له پاره ډول ــ ډول غير قانوني، غير انساني او غير اخلاقي کارونه کوي او دوی کوښښ کوي، چې له کومې لارې عوايد لاسته راځي؛ په هغه لاره لاړ شي.
د عوايدو د ناروا او ناقانونه لارو څخه يوه لار هم د انسانانو اختطافول او بيا د هغوی پر سر پيسې اخيستل دي.
په کومو سيمو کې چې داعشيان ژوند کوي؛ داعشي افراد د هغې سيمې د شتمنو افرادو د کورنيو، يا د ځينو اديانو او مذاهبو د لارويانو د کورنيو ښځينه او نارينه ماشومان او ځيني نور غړي، د ځينو رسنيو ژورناليستان، نړيوال ډيپلوماټان او دې ته ور ته مهم کسان اختطافوي، وروسته یې په پټو ځايونو کې ساتي، د کورنيو او ادارو غړو ته يې په خفيه توګه زنګونه وهي او په بدل کې ور څخه ډېري زياتي پيسې غواړي.
په داعش نومي کتاب کې راځي: داعش په (۲۰۱۴ز) کې د سړيو تښتونې له لارې، نژدې ۲۰ ميليونه ډالره ترلاسه کړي دي.
(عطوان، عبدالباري، (۱۳۹۵ ل) ۴۵ صفحه
ويل کېږي، چې داعش د نړۍ په کچه د اختطاف په پروسه کې دخالت لري، په کومو سيمو کې چې داعشيان ژوند کوي؛ هلته د اختطافګرو د روزلو او هغوی ته د اختطاف د چلونو د ور زده کولو مستقلي ادارې او ښوونکي شته، چې هغوی خپلو شاګردانو ته د پرمختللو عصري او ټکنالوژيکي وسايلو د کارولو په اساس؛ د اختطاف لاري چاري عملاً ور زده کوي.
وروسته همدغه افراد د داعشيانو د يوې څانګې په توګه کار کوي او کوښښ کوي، چې د ډېرو او مهمو اختطافونو په ترسره کولو سره داعش ته ډېر عوايد را ټول کړي.
بله موخه يې دا هم وي، چې په اړونده سيمه کې نا امني راشي، اوسېدونکي يې نورو سيمو ته په ورتګ مجبوره شي؛ که هغوی شتمن خلګ وي، له يادو سيمو کډه کوي؛ نو پر سيمه يې ډېره منفي اقتصادي اغيزه پرېوزي، چې له کبله يې ورو ــ ورو ټوله سيمه له شتمنو او پانګوالو خلاصېږي او بالاخره سيمه تشه پاتې کېږي، چې بيا همداسي سيمو ته د داعش ورتګ اسانه وي.
په کومو سيمو کې چې داعش ظهور نه لري، هلته بيا يوازې د داعشي ډلې افراد ورځي او د اړوندي سيمې له پخوانيو اختطافګرو او ډاکوګانو سره لار جوړوي، د هغوی تر شا درېږي، هغوی ته امکانات برابر وي او ورو ــ وور په ياده سيمه کې د داعش ظهور لار پيدا کوي او بالاخره د داعشيانو په مرکز ګرځي.
له دې کاره دوی څو ګټې کوي:
يوه ګټه یې دا وي، چې په سيمه کې د غلو سره د همږغۍ په توسط سيمي ته داعشيان ورداخلېږي؛ بله ګټه يې دا وي، چې په اسانۍ سره خپلې ډلې ته د اختطاف له لاري د عوايدو فيصدي لوړوي.