پرته له دې چې د نظام په خاطر يې دفاع وکړو؛ دا مو ايماني او خدايي مسؤليت دی، چې خلګ ښو کارونو ته امر او له بدو یې را وګرځوو، د حکومت او ادارې پرته؛ امر بالمعروف او نهي عن المنکر د څښتن تعالی حکم دی، بندګانو ته په تأکید سره فرمايل شوي، چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ځان وجيبه وګرځوئ.
يو لک و څلرويشت زره زيات او کم پيغمبران عليهم الصلوة والسلام ته دا وظيفه ورکړل شوې وه؛ چې تاسې امت ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظيفه په ډېر لوړ قېمت سره ورسوئ.
خلک دين ته دعوت کړئ، حقه او د خدای جل جلاله لاره ور وپيژنئ، له بديو يې منع کړئ، د اسلامي نظام په قدر او اهمیت يې پوه کړئ، د کشر او مشر حقوق ور په ګوته کړئ، د نر او ښځي حقوق ور وپيژنئ، او ور ته وښايئ؛ چې نر په اسلام کې کوم مقام او زنانه په اسلام کې کومه مرتبه لري.
له افراط او تفريط ډډه وکړئ، دين او شريعت ته په کامله او اکمله معنی ځانونه تسليم کړئ، ځانونه د دين تابع وکرځوئ، اما! دين د ځان تابع مه ګرځوئ.
دښمن ته د دين او شريعت په دفاع کې، د سر په بيه ودريږئ، تدابير يې خنثی کړئ، په پوچو او شومو تبليغاتو يې مه دوکه کيږئ، بس همدا د خدای د شريعت او امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظيفه او غوښتنه ده.
له څو ورځو راهیسي مونږ او تاسې ګورو، چې د اسلامي امارت د زعيم له لوري، د امر بالمعروف قانون منظور او وړاندې شو، يو شمير د غرب مزدورو رسنيو غوغا پورته کړې؛ چې ياد قانون کې د ښځو حقوق پايماله شوې دي؛ چې اولس ته يو ډول وهم او روحي فشار واردوي.
مونږ خپل اولس ته اطمینان ورکوو، چې موجوده نظام شرعي نظام دی، په دې نظام کې هيڅ څوک نشې کولای؛ چې د يو چا په حق کې لاسوهنه او ظلم وکړي.
د يو چا په حق کې لاسوهنه د شريعت په سپيڅلي دين کې تفريط دی او دا د هيچا حق نه دی؛ چې لاسوهنه پکي وکړي، نو بناءً اولس دې باوري اوسي، چې موجوده نظام کې د هر بشر ځانته جلا جلا حقوق خوندي دي، څوک دې اندېښنه نه کوي، د غرب په جعلي خبرو او افواهاتو دې نه تېروزي.