د فلسطین په ننګه

عزیز الدین مصنف

د غزې پر بې دفاع مظلومو ولسونو د ناپاکو اسرائيلي پوځونو وحشي يرغل او په دې اړه د مسلمانو هېوادونو د واکمنانو بې حسي د دوی د ذهني، فکري او اقتصادي غلامۍ ښکاره ثبوت دی.

د امریکا له باطلې او حيوان صفته نطفې څخه پېدا دغه وحشي او جابر اسرائیلي حکومت او پوځ له تېرو اویا کلونو راهیسې په پرله پسې توګه د فلسطین پر بې دفاع مظلومو ولسونو ډول ډول وحشتونه او ظلمونه ترسره کوي، خو په دې وروستي یرغل کې یې د انسانيت څه چې د ظلم، وحشت او بربریت ټول حدود او قوانين مات او هرڅه يې تر پښو لاندې کړي دي، اسرائیلو په ښکاره توګه په دې یرغل کې نه هېرېدونکي تاریخي جنګي جنایتونه ترسره کړل او ترسره کوي يې، چې په پايله کې يې د کوچنيانو، سپين ږيرو او ښځو په شمول په زرهاوو بې ګناه مظلوم فلسطيني مسلمانان په شهادت ورسېدل.

بې ګناه معصوم کوچني کوچني ماشومان او ښځې بمبار شوې، عامه استوګنځايونه، روغتونونه، تعلیمي ادارې او همداراز فلاحي او خیریه مرکزونه هم په ړندو بمباریو او وحشي هوايي بریدونو کې په نښه شول، خو د ملګرو ملتونو نړېواله اداره له دې ټولو ظلمونو سره سره دې هرڅه ته د نندارې کولو په حال کې چوپه خوله ناسته ده.

امريکا او نورو اروپايي هېوادونو په ښکاره توګه د اسرائیلو په دغه ظلم باندې خپل ملاتړ اعلان کړ، خو له بده مرغه د اسلامي امت تش په نوم واکمنان او حکمرانان حتی د اسرائیلو په خلاف او د فلسطین د خلګو په حق کې د بيان او څرګندونو توان هم نه لري.

د مسلمانانو پر لومړۍ قبلې او همداراز د انبياء کرامو علیهم السلام په خاوره کې د دې ظلم او ستم په لیدلو سره بیا هم د دوه ميليارده څخه ډېر نفوس لرونکی مسلمه امت یوازې په دعاګانو اکتفا او بسنه کوي.

نه پوهېږو، چې د مسلمه امت تېر غيرت، عزت، برم، دبدبه، شان او جلال چیرته ورک شول؟

ذلت او بدبختي د دې ملت سر نوشت ګرځېدلی، دا چې ګرد مسلمه امت په ټولييزه توګه د جهاد في سبيل الله عظيمه فریضه پرې ايښې، جهاد ته د دهشت ګردۍ په سترګه ګوري، په دنیوي عیش او عشرت کې ډوب دي او په خپلو کورونو کې د غفلت خوبونه کوي، نو معلومه او حتمي خبره ده چې دا ډول زړه بوږنوونکی حالت به پېښېږي.

د دې ټولو حالاتو او واقعیتونو باوجود سلام دې وي د غزې د اسلامپاله، جهاد پاله او مؤمنو ولسونو ديني غيرت او وقار ته، چې د پیغمبرانو عليهم السلام د مسکن او مدفن د ساتنې او همدا راز د دین مبین اسلام د عزت په خاطر يې خپل مال، ژوند، کورنۍ، اولادونه او هرڅه قربان کړل، خو د باطل په وړاندې يې هيڅکله سرټيټي قبوله نکړه، سلام دې وي هغو ابطالو ته چې د ذلت لاره یې رد او د عزت او شهادت لاره یې غوره کړه.

هغه ورځ ليرې نه ده چې د غزې د جهاد پاله اولسونو دغه سپېڅلې او عظيمې قربانۍ او نه هېرېدونکې وياړلې جهادي مبارزه به رنګ راوړي او د اسرائیلو دا ناپاک دولت او حکومت به د ځمکې له مخ څخه ليرې او محوه شي. إن شاء الله تعالی

هرماس الافغاني
Exit mobile version