د فتنه ګرو پر وړاندې جنګیدونکي واقعي اتلان دي

امید افغان

د فتنه ګرو پر وړاندې په قلم، ټوپک، ژبه او هره برخه کې سنګر نيونکي او له دوی څخه د افغان مسلمان ژغورونکي کسان د اتلولۍ د لقب وړ دي.
د عصر فتنه ګر چې د مسلمان وژنې لپاره د موساد او واشنګټن لخوا طرحه او ډيزاين شوي، یوازینی هدف يې د مسلمه امت تضعیف کول دي
د دې شریرو او پلورل شویو په وړاندې نن د نړۍ د هر مسلمان او په ځانګړې توګه د مسلمان افغان مسؤلیت دی، چې د دوی له تکفيري افکارو ټولنه خبره او د دوی هره شومه موخه په نطفه کې خنثی کړي.
د دوی په وړاندې د قلمي جهاد او مبارزې ترسره کوونکي د ستاينې او مننې وړ دي. قلموال په هوښيارۍ او اسلامي مسولیت مسلمه امت او په ځانګړې توګه افغان مسلمان د دې کرايي قاتلانو له شومو اهدافو خبروي او هم د دوی تکفيري افکارو ته د نه ويلو دلائل ټولنې ته وړاندې کوي.
د سنګر مجاهدینو چې پرون يې د همدې فتنه ګرو باداران او ورسره ملګري په دې خاوره کې په ګونډو او د دوی له نجسو قدمونو یې دا خاوره پاکه کړه، نن بيا له اوسپينيز هوډ او په ستر رب د توکل سره د عصر د خوارجو په وړاندې په سپيڅلي قتال بوخت دي.
د عصر د خوارجو په وړاندې د دې استشهادي ځوانانو مورال او تندريز ګوزارونه خپله د دې ښکاره څرګندونه کوي، چې دا تکفيري افکار او د واشنګټن د طرحو تطبيق کوونکي له نابودۍ سره مخ دي. د عصر د فتنه ګرو په وړاندې هر لاس په وسله او قلم مجاهد د دې عصر اتل دی او که د اتلولۍ لقب خلکو ته ورکول کېږي؛ نو همدا مجاهد یې لايق دی چې سر یې په خپل لاس کې ددې فتنې په وړاندې نيولی او مسلمه امت او په ځانګړې توګه افغان شهيد پروره خاوره ترې ژغوري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version